د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي پرون وویل چې دی به راتلونکې اوونۍ هاګ ته ولاړ شي او هلته به له ځانګړي څارنوال سره مرکه وکړي.
د دې ځانګړي څارنوال دفتر هغه جنګي جرمونه څېړي چې د کوسوو د خپلواکۍ د جګړې پر مهال او تر هغه وروسته د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې شوې دي.
هاشم تاچي پخوا په خپله قوماندان و، دی به د جولای په ۱۳مه هاګ ته ورشي.
د کوسوو د ځانګړو څارنوالانو ډله د جون په ۲۴مه، جوړه شوه، دې ډلې هاشم تاچي او یو شمېر نور پخوانۍ پېژندل شوې څېرې تورنې کړې دي چې د نږدې ۱۰۰ کسانو د وژلو په شمول په یو شمېر جدي جرمونو کې لاس لري.
کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې له صربیا خپلواکي واخیسته. د متحده ایالاتو په ګډونیې د نړۍ تر ۱۱۰ ډېر هېوادونه په رسمیت پېژني.