د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې (یو.اېس.اېډ) په افغانستان کې له بېوزلو سره د خوراکي موادو لپاره د ۴۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
دا مرسته به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو.اېف.پي) تر اړمنو کسانو ورسوي.
د افغانستان لپاره د (ډبلیو.اېف.پي) مرستیال مشر رابرټ کاسکا وایي، دا مرستې یې په داسې وخت کې ترلاسه کړې دي چې له اټکل سره سم نږدې څلور میلیونه افغانان د خوراکي موادو له سخت کمبود سره مخامخ دي.
د خوراکي موادو دا مرسته به له نږدې یو میلیون هغو بېوزلو سره وشي چې جګړو ځپلي دي یا یې د طبیعي افتونو له امله اقتصاد خراب شوی دی.