د کندهار امنیتي چارواکي په معروف ولسوالۍ کې د اووه طالبانو د وژلو ادعا کوي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مرستیال ویاند صادق عیسي ازادي راډیو ته پرون وویل چې طالبانو تر غرمې مخکې غوښتل چې د معروف ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي، خو مخکې تر دې چې برید وکړي هوایي ځواکونو حمله پرې وکړه.
نوموړي زیاته کړه: "اووه تنه ترهګر ووژل شول او درې تنهیې ټپيان شول. په وژل شویو کې د فرید په نوم د ترهګرو یو قوماندان هم شامل دی."
ښاغلي عیسی زیاته کړه چې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم د دې هوایي برید له امله لهمنځه تللي دي.
طالبانو د دې پېښې په تړاو څه نهدي ویلي.