Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 08.11.2018

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ځینو مرکزونو د رأیو د بیا شمېرنې مخنیوی شوی

په کندهار کې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مشر وایي، یو شمېر کاندیدانو د هغو مرکزونو د رأیو د بیا شمېرنې مخنیوی کړی چې شکایتونه په کې ثبت شوي وو. د دې کمیسیون مشر کریم الله ستانکزي نن پنجشنبه د نوومبر۸مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې باید پرون لا دا کار شوی وای، خو یو شمېر کاندیدانو یې مخنیوی کړی دی. ستانکزي وویل چې په کندهار کې تر ۴۰۰ زیات شکایتونه ثبت شوي او د کاندیدانو د استازو ترمخ به وڅېړل شي. خو یو شمېر کاندیدانو ادعا کړې چې صندوقونه په ځینې سیمو کې مات شوي، سپینې پاڼې صندقونو ته... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

بهرنیو چارو وزارت رد کړه چې ګنې اسیه بي بي له پاکستانه ایستل شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت رد کړه چې د اسیه بي بي په نوم یوه مسیحي ښځه چې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور ۸ کاله زنداني وه او تېره اوونۍ خوشې شوه، له پاکستانه ایستل شوې ده. د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک پرون تأیید کړه چې هغه له زندانه خوشې شوې ده. د اروپايي پارلمان مشر انتونیو تیاني پرون پر ټوېټر ولیکل چې هغه امن ځای ته ایستل شوې ده. انتونیو تیاني په یوه بل ټويټ کې لیکلي و چې امن ځای ته د اسیې بي بي په ایستلو کې د همکارۍ لپاره د پاکستاني چارواکو مننه کوي او په راتلونکو ورځو کې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات صنعت کاران: د ټاپ ۵۰۰ پروژې هوکړه لیک مهم پرمختګ دی

د هرات د صنعت کارانو ټولنه د ټاپ ۵۰۰ پروژې هوکړه لیک یو مهم پرمختګ یادوي او هرکلی یې کوي. د یادې ټولنې رئیس حمیدالله خادم نن ازادي راډيو ته وویل، د هرات ولایت صنعت کاران تمه لري چې دا پروژه به د دوی د برښنا د کمبود ستونزه کابو کړي. دی وايي، دا وخت په هرات کې ۳۲۰ فابرېکې فعاله دي چې اساسي ستونزه يې د برښنا کمښت دی. دا په داسې حال کې ده چې د ټاپ ۵۰۰ برښنا د لېږد پروژې تړون تېره ورځ د افغانستان د اوبو او انرژی د وزارت او ترکي شرکت هولډېنګ تر منځ لاسلیک شو. د دغې پروژې ټول ارزښت یو اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ښودل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رستمي: له ګل خانه‌يي سیسټمه د زعفرانو لومړی حاصل ترلاسه شو

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت وايي، په دایکنډي ولایت کې يې د ګل خانه‌يي سیسټم څخه د زعفرانو لومړی حاصل تر لاسه کړ. د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د کرنې وزارت د زعفرانو کښت د ترویج او پراختیا په خاطر په سړو ولایتونو لکه کابل، دایکنډي او بامیانو کې د ګل خانه‌يي سیسټم رامنځته کړی چې تراوسه يې په دایکنډي او بامیان ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پربنسټ تېرکال په هېواد کې لس اعشاریه شپږ ټنه زعفران تولید شوي چې له ۲۵ میلیونو ډالرو ډېر عاید ترې ترلاسه شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د «IMF» څخه د پور لپاره خبرې پیل کړي دي

پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق «IMF» څخه د پور لپاره خبرې پیل کړي دي. د دې مالي موسسې له‌خوا د درې کلونو په مخه احتمالي اقتصادي مرستې به له پاکستان سره مرسته وکړي چې خپلې اقتصادې ستونزې هوارې کړي. د پاکستان د مالیې وزارت ویاند نور احمد د چهارشنبې په ورځ وویل چې پاکستان تمه کوي چې له «IMF» څخه درې کلنه مالي مرسته ترلاسه کړي. د دې ادارې یو پلاوی هم پرون اسلام آباد ته رسیدلی دی. د پاکستان د ماليې وزیر اسد عمر وویل چې د چین او سعودي عربستان په مرسته د دې هېواد د لګښتونو د پریکولو عاجله ستونزه هواره شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب چارواکي: ۳۰۰ پاڅون کوونکي طالبانو محاصره کړي

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس ادعا کوي چې د دې ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي او د ولسي پاڅون کوونکو شاوخوا درې سوه غړي د طالبانو له‌خوا محاصره شوي دي. محمد طاهر رحماني ازادي راډیو ته وویل، په دوو ولسواليو دولت اباد او د پښتونکوټ په سرحوض سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې له تېرې شپې راهیسې لا سخته شوې او که سیمې ته نور ځواکونه وانه ستول شي، دواړه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي. د فاریاب چارواکو تر اوسه د دغې ادعا او په سیمه کې د روانو جګړو په اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

طاهر رحماني: د امنیتي او پاڅون کوونکو ۳۰۰ غړي طالبانو محاصره کړي

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس ادعا کوي چې د دې ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د امنیتي او د ولسي پاڅون کوونکو شاوخوا درې سوه غړي د طالبانو له‌خوا محاصره شوي دي. محمد طاهر رحماني ازادي راډیو ته وویل، په دوو ولسواليو دولت اباد او د پښتونکوټ په سرحوض سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې له تېرې شپې راهیسې لا سخته شوې او که سیمې ته نور ځواکونه وانه ستول شي، دواړه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي. د فاریاب چارواکو تر اوسه د دغې ادعا او په سیمه کې د روانو جګړو په اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د امنسټي انټرنشنل اندیښنه: سعودي ښايي ۱۲ شیعه بندیان اعدام کړي

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل په دې اړه چې په سعودي کې ۱۲ شیعه بندیان ښایي ډېر ژر اعدام شي، اندیښنه څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې دغه بندیان یوه محرم امنیتي ارګان ته چې مستقیماً د سعودي پاچا ته راپور ورکوي، لېږدول شوي دي. امنسټي انټرنشل ویلي، دغه ۱۲ بندیان چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ایران ته د جاسوۍ په تور په اعدام محکوم شوي، د دولتي امنیت ریاست ته لېږدول شوي دي. د سعودي عربستان چارواکو تراوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي. وروسته له هغې چې تېره میاشت د سعودي خبریال جمال خاشقجي په استانبول... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولنډ: پوځي تمرینونو کې د ناټو ۱۷نیم زره پوځیانو ګډون کړی

د پولنډ دفاع وزارت اعلان وکړ چې په هغو ګډو پوځي تمرینونو کې چې په پولنډ او بالتیک کې پرون پیل شول د ناټو د لسو غړو هېوادونو ۱۷ نیم زره پوځیانو ګډون کړی دی. دغه وزارت وویل چې د اناکوندا په نوم دا تر ټول لوی پوځي تمرینونه دي چې د دې هېواد ۱۲ نیم زره او د ناټو د نورو غړیو پنځه زره پوځیان د بالتیک د بحیرې د غاړې په درې هېوادونو، استونیا، لاتوایا او لیتوانیا کې په‌کې ګډون کړی دی. دفاع وزارت ویلي چې په دغو تمرینونو کې جزوتامونو ته روزنه ورکول چې په څه ډول له یو بل سره همکاري وکړي. د دغو تمرینونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیه بي بي د پاکستان د ملتان له زندانه خوشې شوې

پاکستانۍ عیسوۍ اسیه بي بي چې تېره اوونۍ د پاکستان سترې محکمې مقدساتو ته د سپکاوي په جرم د هغې د اعدام حکم لغوه کړی و، د ملتان د ښار له زندانه خوشې شوې او یوه امن ځای ته انتقال شوې ده. دا خبره د هغې مدافعې وکیل او د اروپایي پارلمان مشر کړې ده. د اروپایي پارلمان مشر انتونیو تجاني پرون په ټویټر کې د دغه اقدام په خاطر له پاکستاني چارواکو مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ډېر ژر به له هغې او کورنۍ سره یې په اروپایي پارلمان کې وګوري. بي بي سي، د اسیه بي بي د مدافع وکیل سیف الملوک له قوله ویلي چې هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پسکوف: روسیه د فونیلس بزنس شرکت د رئیس د لور په اړه څېړنه کوي

د روسیې حکومت وایي، د رسنیو د هغو ادعاوو څېړنه کوي چې په‌کې ویل شوي دي چې د روسیې د «فونیلس بزنس» په نوم د توغندیو د جوړېدو د دولتي شرکت د رئیس لور په یوه بل شرکت کې اسهام لري. د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمتری پسکوف پرون خبریالانو ته وویل، حکومت له دې راپورونو خبر دی او د قانون د پلي کېدو ادارې به یې تحقیق وکړي. نوویا ګزیته خپلواکې ورځپاڼې پرون راپور ورکړ چې د فونیلس بزنس دولتي شرکت د رئیس لور ۲۹ کلنه الګا زوریکووا په «ټي.ار.وي» انجنیري شرکت کې شل په سلو کې اسهام لري. د «ټي.ار.وي» شرکت په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus