Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 20.11.2018

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې په یوه خونړي برید کې لسګونه کسان ووژل شول

د اورانوس د ودونو تالار د دوشنبې په ماښام د یوې چاودنې شاهد و. د دغه برید هدف دیني عالمان او ملکي وګړي وو چې د میلاد النبي "ص" په اړه جوړو شویو مراسمو کې راغونډ شوي وو. تمیم اخګر د پېښې سیمې او د کابل ځینو روغتونونو ته تللی او دغه راپور یې چمتو کړی دی.

Mashaalradio.com 

کابل: پر مذهبي غونډې ځانمرګي برید ۴۰ تنه وژلي، ۶۰ ژوبل

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د واده تالار کې له ځانمرګي بریده د چارواکیو په خبره۴۰ تنه وژل شوي او نېږدې ۸۰ تنه نور ژوبل دي. د کال په اورانوس هوټل کې د پیغمبر اسلام د زوکړې په تړاو په ځانګړیو مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی. د عامې روغتیا وزارت وايي د برید له ځایه ورته تر ۴۰ زیات مړي او ۶۰ ټپیان لېږدول شوي دي. د مرګژوبلې وروستی شمېر لا نه دی څرګند.

Mashaalradio.com 

ګلزار او په کمپیوټر یکه زار

د درګۍ ګلزارخان یو شوقي هنرمن دی. نوموړي د موسیقۍ زده کړه له چا نه نه ده کړې خو په کمپیوټر کې د پیانو د سافټ ویر سره سندرې ویلی شي. دا ځوان چې په ادبي کورنۍ کې یې سترګې غړولي اوس د پېښور پوهنتون د لوړو زده کړو محصل هم دی خو ترڅنګ یې خپل شوق هم جاري ساتلی دی. پلار یې مشال راډیو ته وویل په خپل زوی ویاړي او هېڅ کله به یې مخه ونه نیسي. د مشال خبریال سراج ظهیر پرې یو راپور جوړ کړی چې ګورو یې.

Mashaalradio.com 

فاټا انضمام د یتیمانو میاشتنۍ وظیفې وخوړلې

د نومبر له ۱۹مې راهیسې پر خیبر دروازه د هغو خاصه دارو او لېویز ځواک سرتېرو کورنیو غړیو یو احتجاجي کېمپ لګولی چې د وسله والو پرضد جنګ کې وژل شوي دي. دا خلک وايي چې د فاټا په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډېدو سره د دوی د یتیمانو میاشتنۍ وظیفې ختمې شوي دي. دوی غوښتنه کوي چې د پولیسو په څېر دې ورته وظیفې، معاوضې او مراعات ورکړل شي. د فرهاد شینواری ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

هند کې د هاتیانو لومړی روغتون

د هند په اتر پردېش کې د هاتیانو لومړنی روغتون جوړ شوی چې پکې د ناروغو او ژوبلو هاتیانو درملنه کېږي. هند کې هاتیانو ته په کلتوري او مذهبي توګه په درنښت کتل کېږي، خو د دې باجود هم ورځ یې ښه نه ده. رویټرز اژانس پرې یو راپور جوړ کړی چې نجیب عامر درته پښتو کړی دی.




Pa.azadiradio.com 

هغه روباتونه چې د شبرغان نجونو جوړ کړي دي

د شبرغان ښار یو شمېر زده کوونکو نجونو روباتونه جوړ کړي او نندارې ته يې وړاندې کړي دي. د ازادي راډيو خبریال عالم رحمنیار په دې اړه دا ویډیو رپوټ جوړ کړی دی. ایډیټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

څوک ریښتا وايي، امریکا که پاکستان؟

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر پر اتلسمه له فاکس نيوز سره په مرکه کې وويل پاکستان ترې پیسې اخيستې دي خو د ترهګرۍ پرضد جګړه کې یې هېڅ کار نه دی کړی. وزيراعظم عمران خان يې په ځواب کې وويل نور به د امريکا په غوښتنه کارونه نه کوي. هغه او د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي په جلا جلا بيانونو کې د نومبر پر ۱۹مه د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستانيانو د قربانيوو ذکر وکړ خو په همدغه ورځ ورته ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټويټر له لارې ورياده کړه چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ ډلې القاعده مشر اسامه بن لادن هستوګنه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانستان ته د امریکا پارلېماني پلاوي د سفر ارزښت

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز، افغانستان ته د امریکا پارلېماني پلاوي سفر ته په کتو وايي، دغه سفر سولې ته د افغانستان د رسولو په برخه کې د امریکا ولسمشر د هڅو یوه برخه ده.

Pa.azadiradio.com 

سبا به د کرکټ د لس اوریزو لوبو دوهم پړاو سیالۍ په دُبۍ کې پیل شي

ټاکل شوې چې سبا د لس اوریزو لوبو دوهم پړاو سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې ۱۶ افغان لوبغاړي هم په‌کې اخيستل شوي دي. د افغانستان کرکټ بورډ دغه سیالۍ د افغان لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو تر څنګ، په اقتصادي لحاظ هم دوی ته ګټور بولي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره افغان لوبډله له د بنګله‌دېش سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله نن د سوبروټو کپ په پایلوبه کې د بنګله‌دېش په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان  لوبډلې په دغو سیالیو کې تر دې وړاندې ۷ لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي. د فوټبال فدراسیون د مسؤلینو په خبره، افغان لوبډله به د بنګله‌دېش په وړاندې په لوړ مورال سره میدان ته ښکته شي او د بریا جام به د افغانستان په نوم کړي.

Pa.azadiradio.com 

اجرائیه رئيس عبدالله د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره ګوري

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله نن د یو شمېر اروپايي هېوادونو له مشرانو سره ګوري. عبدالله عبدالله د اروپا د همکارۍ او اقتصادي پراختیا سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره، پرون دوشنبه د نوومبر۱۹مه، د فرانسې پلازمېنې پاریس ته ورسېد. د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند، فرېدون خوځون نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی عبدالله نن د ملګرو ملتونو د ادارې، یونيسکو له رئیس او د اروپا د اقتصادي همکاریو د پراختیا د ادارې له مشر سره هم خبري کوي. عبدالله به وروسته د اروپا د همکارۍ او اقتصادي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل کوچنی ښار د ترافیکي لویو ستونزو سره

لار بندي او ټرافیکي ګڼه ګونه یو د هغو غټو ستونزو چې د کابل ښار اوسېدونکي ورسره لاس او ګریوان دي.  د ازادي راډیو خبریاله لېمه هادي په دې اړه ځانګړی راپور چمتو کړی دی.  ویډیو او ایډیټ: لېمه هادي


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus