Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 09.11.2018

Pa.azadiradio.com 

کرستل ناښت یا د ماتو هیندارو شپه

په دې شپه د یهوادونو پر کورونو، دکانونو او عبادت ځایونو حملې وشوې، تقریباً ۱۴۰۰ کنیسې او سل ګونه کورونه، تجارتي مرکزونه او دکانونه تخریب شول. دې پېښې ته کرستل ناښت یا د ماتو هیندارو شپه ویل کېږي ځکه په دې شپه د جرمني سړکونه د یهودانو د کورونو، عبادت ځایونو او دکانونو د ماتو هېندارو له شیشو ډک وو.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي د مسکو په نننۍ غونډه کې یې له وړاندیزونو ملاتړ وشو.د اسټرالیا په ملبورن ښار کې یوه کس یو تن په چاقو وواژه او ۲ نور یې ژوبل کړل او د کالیفورنیا په شمال کې یوې اورلګیدنې زرګونه کسان اړ کړل چې له خپلو کورونو وتښتي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

د نړۍ لومړی مصنوعي خبرنګار

چين په لومړي وار مصنوعي خبرنګار تیار کړی. دغه هېواد تکل لري چې مصنوعی ذهانت لاپسې پياوړی کړي. د مصنوعي خبرنګار ويډيو د فرانس پرېس اژانس خپره کړې چې ګل اياز اېډيټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړه

د میدان وردګ والي محمد عارف شاه جهان له خپلې دندې استعفا وکړه. د میدان وردګ د ولایت ویاند عبد الرحمن منګل نن ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي شاه جهان د شخصي ستونزو له کبله استعفا کړې ده. محمد عارف شاه جهان د تېرکال په حوت میاشت کې د میدان وردګ د والي په توګه ټاکل شوی و. نوموړي تردې مخکې د فراه د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د اتریش صدراعظم: روسيې له یوه افسره د جاسوسۍ په شک تحقیقات کړي

د اتریش صدراعظم زباستیان کورتس ویلي د دې هېواد چارواکو د اتریش د پوځ له یوه متقاعد افسر څخه روسيې ته د شلو کلونو لپاره د جاسوسۍ په شک تحقیقات کړي دي. د اتریش د بهرنیو چارو وزارت نن د همدې مسئلې په تړاو د روسيې شارزدافیر احضار کړ او مسکو ته يې خپل را روان سفر هم لغوه کړ. صدراعظم کورتس نن په ویانا کې خبریالانو ته وویل، دوی په دې مسئله کې له روسيې څخه شفاف معلومات غواړي. نوموړي وویل، که دوی یقینې شي چې د اتریش د پوځ دې افسر روسيې ته جاسوسي کړې ده نو دا به اروپايي ټولنې او روسيې ترمنځ اړیکو باندې اغېز وکړي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې پینځه کسان په پینځو کلونو بند محکوم شول

په قزاقستان کې پینځه کسان په یوه بس موټر کې د جنورۍ میاشت د اورلګېدنې په پېښه کې د لاس لرلو په جرم په پینځو کلونو بند محکوم شول. په شمال لویدیځ ښار اقتویه کې محکمې نن درې موټر چلونکي او د اسیا ټرانزیټ سرورس دوه کارکوونکي زنداني کړل. دا کسان د قتل او د اور مړه کولو له لارښونو څخه د سرغړونې په قضیه کې مجرم پیژندل شوي دي. د روان کال د جنورۍ میاشت په ۱۸مه نېټه په اقتویه کې په یوه بس کې د اورلګېدو له امله ۵۲ کسان مړه شول.

Pa.azadiradio.com 

په ازبکستان کې پینځه کسان په پینځو کلونو بند محکوم شول

په ازبکستان کې پینځه کسان په یوه بس موټر کې د جنورۍ میاشت د اورلګېدنې په پېښه کې د لاس لرلو په جرم په پینځو کلونو بند محکوم شول. په شمال لویدیځ ښار اقتویه کې محکمې نن درې موټر چلونکي او د اسیا ټرانزیټ سرورس دوه کارکوونکي زنداني کړل. دا کسان د قتل او د اور مړه کولو له لارښونو څخه د سرغړونې په قضیه کې مجرم پیژندل شوي دي. د روان کال د جنورۍ میاشت په ۱۸مه نېټه په اقتویه کې په یوه بس کې د اورلګېدو له امله ۵۲ کسان مړه شول.

Pa.azadiradio.com 

هرات چارواکي: یوه مشکوکه تروریستي شبکه نیول شوې ده

د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې یوه مشکوکه تروریستي شبکه نیول شوې ده. د امنيه قوماندانۍ اعلامیه وايي، د نیول شوې شبکې مشر مولوي ملا محمد ایوبي او د هغه پینځه ملګري په پښتون زرغون ولسوالۍ کې نیول شوي دي. پولیس وايي، د دې شبکې مشر ملا ایوبي د تروریستانو په روزنه، هغوی ته د پټېدود ځای په برابرولو کې په لاس لرلو او پر افغان چارواکو د بریدونو په پلانولو کې لاس درلود. د هرات امنيه قوماندانۍ دا نه‌دي ویلي چې دا مشکوکه ډله يې کله نیولې ده. په هرات ولایت کې د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس پرانېستل شو

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس نن د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له‌خوا پرانېستل شو. لاوروف په خپله پرانېستونکې وینا کې وویل، مسکو غواړي چې افغانستان یو موټی هېواد پاتې شي. د مسکو په کانفرانس کې د افغانستان د سولې د شورا یو پلاوی او د طالبانو استازي ګډون لري. افغان حکومت دې غونډې ته خپل رسمي پلاوی نه‌دی استولی او متحده ایالاتو په دې کنفرانس کې د څارونکي په توګه برخه لري. د مسکو کنفرانس په تېره سېیپټمبر میاشت کې پلان شوی و، خو د افغان حکومت په غوښتنه وځنډېده.

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر دایکنډي ته سفر وکړ او یو شمېر پروژې یې پرانېستې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دایکنډي ولایت ته سفر وکړ او یو شمېر پراختیايي پروژې يې پرانېستې. په دې پروژو کې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار یو سړک، سولري برښنا، د سوختوک د اوبو بند او د نیلي ښار د برښنا د انتقال شبکه شامله ده. ارګ په یوه بیان کې ویلي دي چې ولسمشر غني په دایکنډي کې له محلي چارواکو او د ولایتي شورا له غړو سره هم وکتل. ولسمشر ویلي دي چې د دایکنډي د مرکز نیلي ښار د بیارغونې لپاره پلان جوړېږي او د کرنې وزارت به د دایکنډي د بادامو حاصلاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: په تخار کې د طالبانو یوه برید لس افغان سرتیري وژلي

افغان چارواکي وايي، په تخار ولایت کې د طالبانو په یوه برید کې لس افغان سرتیري او ۷ پولیس وژل شوي دي. د تخار د پولیسو مشر عبد الرشید بشیر نن رسنیو ته وویل، دا برید پرون ناوخته د دې ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې شوی دی. نوموړي ویلي دي چې د افغان ځواکونو او وسله‎والو ترمنځ دې جګړه کې ۱۲نور سرتېري ژوبل شوي دي. د تخارد پولیسو مشر وايي، وسله‎والو ته هم په‎دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي، خو هغه يې شمېره ښکاره نه‎کړه.

Pa.azadiradio.com 

سپینه ماڼۍ: د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان شول

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ادارې د پنجشنبې په ورځ د پناه غوښتونکو کډوالو په اړه نوي محدویتونه اعلان کړل. د دې محدویتونو له مخې هغه خلک له پناه غوښتنې محرومېږي چې د امریکا ته له مکسیکو سره د دې هېواد له جنوبي پولې په غیرې قانوني توګه داخلېږي. د کډوالو ملاتړو فعالانو دا اقدام غندلی او وايي، دا د امریکا د هغه قانون سرغړاوی دی چې هغو کسانو ته چې خپلو هېوادونو کې له تعقیب او زور زیاتي تښتي، دې ته له پام پرته چې څه ډول امریکا ته داخل شوې، د پنا غوښتني اجازه ورکوي. خو سپینې ماڼۍ استدلال کړی چې ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې اعتراض کوونکو د رابرټ مولر د خوندیتوب غوښتنه وکړه

په سلګونو معترضین د امریکا په لوی ښارونو کې لارو کوڅو ته راووتل او په‎دې هېواد کې یې د ځانګړې څېړونکي رابرټ مولر د خوندیتوب غوښتنه وکړه. رابرټ مولر د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې او ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کمپاین ترمنځ د اړیکو په اړه تحقیقات کوي. دا مظاهرې پرون ناوخته وروسته له هغې وشوې چې د امریکا په کانګرس کې ډموکراټانو د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د لوی څارنوال جف سشنز د لېرې کېدو پر موضوع د بېړنۍ غونډې د جوړولو ټینګار وکړ. ټرمپ جف سشنز تورن کړی و چې کمزوری عمل کوي او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو صربي او ۴ کرواتان په وینس کې د غلا په تور نیول شوي

یو صربي او څلور کرواتان په وینس کې د قطر د شاهي کورنۍ د درې میلیونو ډالرو په ارزښت د جواهرو «ګاڼو» د غلا په تور نیول شوي دي. دا خبره پرون د کروشیا د کورنیو چارو وزارت وکړه. دا جوهرات په وینس کې د جنورۍ په میاشت کې د یو څلور میاشتني نندارتون په وروستۍ ورځ غلا شوي وو. د کروشیا د کورنیو چارو وزارت په وینا یو نیول شوی کروشیايي په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د جواهرو په غلاو کې لاس لري او د غلو له بانډ سره تړاو لري چې «ګلابي پړانګان» یې بولي. د سویس پولیس هم په ۲۰۱۱میلادي کال کې د اوو میلیونو ایرو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په هرات کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل

د افغانستان په هرات ولایت کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل پیل شو. په دې ورځو کې د دې ولایت په ډېري ولسوالیو کې لسګونه ښځې، ځوانان او عمر خوړي خلک د زعفران د ګلونو په ټولولو بوخت وي. دا انځوریز راپور د ازادي راډیو خبریال شاه پور صابر رالېږلی دی.

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل

په هرات ولایت کې د زغفران د ګلونو د ټولولو فصل پیل شو. په دې ورځو کې ددې ولایت په ډېري ولسوالیو کې لسګونه ښځې، ځوانان او عمرخوړي خلک د زعفران د ګلونو په ټولولو بوخت وي. دا انځوریز راپور د ازادي راډیو خبریال شاه پور صابر رالېږلی دی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus