Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 27.11.2018

Mashaalradio.com 

قبایلي سیمې لوی اقتصادي پېکچ ته اړتیا لري: ولس

وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ شمالي وزیرستان ته د سفر پر مهال دغلته د یو پوهنتون او میډیکل کالج پرانستو اعلان کړی دی، خو د سیمې خلک وايي سیمه لوی اقتصادي پېکج او صنعتونو ته اړتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له جنورۍ راهیسې ۳ لکه کسان جګړو بې کوره کړي

ملګرو ملتونو نن سې شنبه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له جنورۍ راهیسې درې لکه افغانان د جګړې له امله بې کوره شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې په رپوټ کې ویل شوي چې یوازې د غزني په ښار او شااوخوا سیمو کې ۲۵۱۱ کورنۍ د روانې جګړې له امله بې کوره شوي دي. د دې ادارې په وینا، د افغانستان په وردګ، بغلان، ننګرهار او هلمند کې په وروستیو لسو میاشتو کې تقریباً دوه نیم لکه کسان جګړې بې کوره کړي دي. دې سازمان همدا راز اندېښنه ښودلې چې غیر دولتي وسله والې ډلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني ښار ته نېږدې په چاودنه کې ۳ امریکایي پوځیان ووژل شول

دری امریکايي پوځیان نن سې شنبه د غزني ښار ته نېږدې په چاودنه کې ووژل شول. له دې سره سږکال په افغانستان کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر ۱۲ ته لوړ شو. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه بیان کې ویلي چې په چاودنه کې درې امریکايي پوځيان زخمیان شوي دي. د پېښې نور جزیات نه دي ورکړل شوي. په نننۍ چاودنه کې د امریکا یو ملکي قراردي هم زخمي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته بیول شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی

په زابل کې امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو مالي مسؤل نیول شوی دی. د زابل امنیه قوماندان سمونوال مصطفی مایار نن سې شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې مشکوک نیول شوی د پاکستان تبعه دی او په زابل کې یې وسله وال طالبان تمویلول. مایار وویل، ګومان کېږي چې نیول شوي وګړي به جاسوسي هم کوله.  په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړي او په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم غبرګون نه دی څرګند کړی.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ملي اردو د سیمه ییز ځواک تمرینات!

د ملي اردو محلي ځواک دلته د جنوب د ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې پوځي تکتيکونه زده کوي. دغه سرتېري به تر پوځي زده کړو وروسته د لومړي ځل لپاره په دوو جنوبي ولایتونو کندهار او ارزکان کې ځای پر ځای شي. ویډیو: صادق رښتینی ایډېټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

د عمران خان د حکومت ۱۰۰ورځې او د خلکو نظرونه

سږ کال په پاکستان کې ټاکنو مهم پر وخت د موجوده وزیر اعظم عمران خان له ولس سره ژمنه کړې و او د حکومت جوړېدو وروسته په ۱۰۰ ورځو اېجنډا کې یې د فساد ختمېدو ، په حکمرانۍ کې ښه والې راوستو، د بهرنیو هېوادونو پېسې واپس راوړلو او داسې نورې خبرې کړې و.




Pa.azadiradio.com 

توبي لانزر: لا هم په افغانستان کې د مثبت پرمختګ لپاره امکانات شته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال توبي لانزر ویلي چې له ټولو ستونزو سره په دې هېواد کې د مثبت پرمختګ لپاره امکانات شته. په جنيوا کې د افغانستان په اړه په نړیوال کنفرانس کې نن د امنیت ترڅنګ، په دې هېواد کې پر وچکالۍ، د قطحۍ پر خطر او د خوراکي موادو د کموالي له امله پر ممکن بحران خبرې کېږي.  توبي لانزر نن خبریالانو ته ویلي، سره له دې چې د افغانستان خلک له تر ټولو بد حالت سره مخ دي، خو په وروستیو ۲۴ میاشتو کې په ډېرو برخو کې پرمختګ شوی دی. د یوناما مرستیال ویلي، په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لومړۍ مېرمن: په افغانستان کې ښځې د انتقادونو تر فشار لاندې کار کوي

د افغانستان د ولسمشر مېرمن وايي، په افغانستان کې ښځې په حساس موقف کې او د انتقادونو تر سخت فشار لاندې کار کوي. رولا غني نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه په غونډه کې وویل چې له ټولو ستونزو سره په افغانستان کې د ښځو د مسلکي روزنې پر پروګرامونو پانګونه کېږي. رولا غني زیاته کړه: "نن په افغانستان کې موږ په داسې حساس حالت کې یوو چې هرې ښځې ته چې د پرېکړو کولو لپاره څوکۍ ورکړل شوې، په ټيټه یا لوړه کچه، هغه ښځه تر سخت نظارت لاندې وي او د هغې هر مسلکي حرکت تر سختو انتقادونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د علي پور د نیولو په غبرګون کې د بامیان د خلکو لاریون

دبامیان ولایت اوسېدونکي د دوشنبې په ورځ د علي پور د خوشې کولو لپاره په لاریونونو لاس پورې کړ، هغه کس چې د حکومت له لوري نیول شوی وو. عبدالغني علي پور چې د افغانستان د ملي امنیت پر وینا د غیر مسووله وسلوالې ډلې قوماندان وو، تېره ورځ په ضمانت خوشې شو. د لاریون جریان په دې وېډیو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پامپیو: کوسوو دې د صربیا او بوسنیا پر وارداتو لګولې تعرفه لغوه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر کوسوو غږ کړی چې له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا د تجارتي مالونو پر وارداتو لګولې تعرفه لغوه کړي. پامپیو همداراز له کوسوو غوښتنه کړې چې له بلګراد سره د کړکېچ د کمولو لپاره کار وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، مایک پامپيو پرون دوشنبه په واشنګټن کې د کوسوو له ولسمشر هاشم تاچي سره وکتل. د کوسوو حکومت د نومبر په ۲۱مه له صربیا او بوسنیا هرزګوېنا پر ټولو وارداتو ۱۰۰ فیصده مالیه ولګوله. د کوسوو حکومت ویلي چې صربیا په نړیوال ډګر کې د دوی پر ضد له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واشنګتن په هلمند کې د وژل شوي امریکایي عسکر ستاینه وکړه

په واشنګتن کې پرون دوشنبه د هغه امریکايي عسکر د خدمت ستاینه وشوه چې د شنبې په ورځ په هلمند کې ووژل شو.  ۲۵ کلن لیناردو جاسو د واشنګټن اوسېدونکی و. هغه دوه ځلې مخکې هم په افغانستان کې خدمتي دوره کړې وه. د واشنګټن والي پرون په یوه بیان کې وویل چې امریکا د لیناردو پر خدمت او قربانۍ فخر کوي. هغه د واشنګټن سټېټ د چیلان کونټي اوسېدونکی و چې ۲۰۰۰ استوګن لري.

Pa.azadiradio.com 

غربي دولتونو د اوکراین پر بېړیو د روسیې برید وغانده

غربي دولتونو د اوکراین ملاتړ وکړ او په توره بحیره کې یې د اوکراین پر بېړیو د روسیې د سمندري قواوو حمله وغندله.  د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ کريمیا ته نږدې په توره بحیره کې د اوکراین پر بېړیو ډزې وکړې او ۲۳ ماڼوګان‌یې ونیول. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره یوځای کړه. د روسیې سمندري ځواکونو د یکشنبې په ورځ لومړی د کریمیا سواحلو ته نږدې د اوکراین پر بېړيو ډزې وکړې او تر هغه وروسته د روسیې ځانګړو ځواکونو هغوی محاصره کړل چې په دې پېښه کې ۶ اوکراینيان زخمیان شول. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کرسمس:پناه غوښتونکو سره مرستې

په لندن کې د جمعې په ورځ د نومبر په ۲۳ د پناه غوښتونکیو لپاره یوې خیریه ادارې (هیلپ ریفیوجي) یو ګودام پرانستی دی. دلته خلک د کرسمس پر موقع نوي شیان راووړي چې د نړۍ په ګوټ کوټ کې یې پناه غوښتونکو ته ډالۍ کوي. په دې اړه د رویټرز ویډیو ظفرخان اېډیټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او نړیوال شریکان‌یې نن په جنيوا ښار کې غونډه لري

د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان‌یې نن سې شنبه د سویس په جنيوا ښار کې غونډه لري چې دا نړیواله غونډه به سبا هم دوام ولري. د افغانستان حکومت ویلي چې په دې غونډه کې له داسې اجنډا سره ګډون کوي چې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې د حکومتي چارو د اصلاح، اقتصادي په ځان بسیاینې او ښه امنیت ټینګولو پر لور د پرمختګونو او سولې لپاره د هڅو جزئیات په‌کې راغونډ شوي دي. د غونډې په لومړۍ ورځ به ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې د خصوصي سکټور، په ځانګړي ډول د انرژۍ، بنیادي تأسیساتو او صادراتو د ودې لپاره د پانګونې په اړه بحث وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه توغول شوي

د پروان د امنیت امر ضیاالرحمن فایض سیدخېلي ویلي چې د هغه ولایت د ملي امنیت ریاست په کار کې کمزورتیا د بګرام د هوايي ډګر امنیت له تهدید سره مخ کړی دی. د بګرام هوايي اډې ته تېره شپه دوه راکټونه وروتوغول شول چې د ښاغلي سیدخېلي په وینا، تلفات نه‌لري او د بهرنیو ځواکونو له‌خوا شنډ شوي دي. د پروان د امنیت امر نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې د بګرام هوايي ډګر ته لږترلږه ۱۰ راکټه ورویشتل شوي دي. وسله‌والو طالبانو ادعا کړې چې پرون د بګرام پر هوايي ډګر په راکټي حملو کې بهرنیو ځواکونو ته تاوان رسېدلی دی.

Mashaalradio.com 

'جنیوا کې به د افغان سولې پر روانو هڅو هم بحث وشي'

افغانستان او نړیواله ټولنه به نن او سبا د سویس د جنیوا په کنفرانس کې د هغو ستراتېژیو، مرستو او پرمختګونو ارزونه وکړي چې دواړو لورو په مخکېني د بروکسل د ۲۰۱۶ کال په کنفرانس کې پرې موافقه کړې وه.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus