Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 03.11.2018

Mashaalradio.com 

روسیه راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې کوربه توب کوي

روسي چارواکې وايي، مسکو د طالبانو د سياسي دفتر پر استازو سربېره د امریکا، هند، ایران، چین، پاکستان او د منځنۍ اسیا د پنځو جمهوریتونو استازو ته هم د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

Pa.azadiradio.com 

وچکالي او د کندهار انار

د کندهار ولایت باغ لرونکي وايي،که څه هم سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات زیات دي خو د اوبو کمښت دغه اناز زیانمن کړي دي. په دې اړه نور حال د محمد صادق رښتیني په دغه ویډیويي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

زرګونه کسانو د مولانا سمیع الحق د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته

د پاکستان په نوښار کې نن شنبه زرګونه کسانو د مولانا سمیع الحق د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته. یو اتیا کلن مولانا سمیع الحق چې د افغان طالبانو "معنوي پلار" بلل کېده، پرون اسلام اباد ته نېږدې په راولپنډۍ کې په خپل کور کې د ناڅرګندو کسانو له خوا د چړو په ګوزارونو ووژل وشو. د جنازې مراسمو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او د خیبر پښتونخوا ایالت په اعلی وزیر سربېره پکې د یو شمېر سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو هم برخه اخیستې وه. جیو ټلویزیون د مولانا سمیع الحق د زوی حمید الحق له خولې وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه توب کوي

روسیې د شنبې په ورځ وویل چې دوی د نومبر په نهمه یا راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه توب کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، په دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو دواړو استازي برخه ولري. د فرانسې خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او وسله والو طالبانو دواړو منلې چې دې غونډې ته به خپل استازي استوي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "دا به لومړی ځل وي چې په دوحه کې د طالبانو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یوه افغان سرټېري یو امریکایي سرتېری وژلی او یو ټپي دی

په کابل کې په یوه برید کې چې ظاهراً د یوه افغان سرتېري له خوا شوی، یو امریکايي سرتېری وژل شوی او یو بل هم ټپي دی. دا خبره په کابل کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې کړې ده. خبرپاڼه وايي، لومړني معلومات ښيي چې بریدګر د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو غړی و. د ناټو په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې بریدګر سمدستي د نورو افغان سرتېرو له خوا وژل شوی دی. په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر زیاتوي چې ټپي او وژل شوی سرتېري د باګرام پوځي اډې ته انتقال شوي او د ټپي سرتېري روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني په پکتیکا کې له بېلابېلو ځایي قشرونو سره لیدلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته ولاړ او دغلته یې د ولایت د نوې ودانۍ د پرانیستلو سربېره، د دې ولایت امنیتي وضیعت و ارزاوه. د پکتیکا د والي ویاند محمد الرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل چې ولسمشر غني د ځايي ملکي او امنیتي چارواکو سره په لیدنو سربېره، د قومي مشرانو او د ټولنې له نورو قشرونو سره ولیدل. نوموړي وویل: "ولسمشر په پکتیکا ولایت کې له ملکي او امنیتي مسؤلینو سره جلا جلا لیدنې وکړې، د پکتیکا امنیتي وضعيت یې و ارزاوه، د دې ترڅنګ یې د ولایتي شورا له استازو، دیني... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

پولیس: په تخار کې د نشه یي موادو یو قاچاق وړونکی ونیول شو

د تخار ولايت پولیسو د نظامي عملياتو په ترڅ کې يو قاچاق کوونکی له څه اندازه نشه يي موادو سره ونيو. د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدير احمدشاه نادري رسنيو ته وويل، دا نظامي عمليات په اشکمش ولسوالۍ کې وشول چې په نتیجه کې يې  شپږ کيلو ګرامه نشه يي مواد د پولیسو لاس ته ورغلل او په دې تړاو يې یو نفر هم نيولی دی. په تېرو درېيو اوونيو کې دا درېيم ځل دی چې په تخار ولايت کې هغه قاچاق کوونکي نيول کېږي چې له تخار څخه بدخشان ولایت ته نشه يي مواد قاچاق کوي.

Mashaalradio.com 

د مولانا سميع الحق مړی خاورو ته وسپارل شو

د نوموړي په جنازه کې د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلی محمود خان، د دې صوبې ګورنر شاه فرمان، د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غلام احمد بلور، د جماعت اسلامي امیر سېنېټر سراج الحق او د نورو حکومتي او سیاسي مشرانو ترڅنګ د هغه په زرګونو پلويانو او شاګردانو برخه اخيستې وه.

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې نېږدې يو ټن نشه يي مواد وسوځول شول

په جوزجان ولايت کې نېږدې يو ټن نشه يي مواد وسوځول شول. د جوزجان والي لطف الله عزيزي رسنيو ته وويل، ۵۲ زره، پنځه سوه او دولس کيلو ګرامه نشه يي مواد چې له ۱۳۹۱ شمسي کال څخه بيا تر اوسه پورې افغان امنيتي ځواکونو نيولي وو، د سې شنبې په ورځ وسوځول شول. په دې نيول شويو موادو کې ۵۷۴ کيلو ګرامه تارياک، ۲۳۱ کيلو ګرامه چرس، ۴۵۰ کيلو ګرامه مورفين، ۲۱۶ ګرامه شيشه او لسګونه کيلو ګرامه کېمياوي مواد شامل او په دې تور څو کسان نيول شوي او تر هغه وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ایران د سیمې په کچه د ډیزاین شویو جنګي الوتکو پراخ تولید پیل کړی

د ایران دولتي ټلویزیون وايي، دې هېواد په سیمه ییزه کچه د ډیزاین شویو جنګي جيټ الوتکو پراخ تولید پیل کړی دی. ایران د اګست په میاشت کې د کوهسار په نوم د جنګي جیټ الوتکو جوړول په ډاګه کړل. دا هېواد لا دمخه امریکايي ساخت جنګي جیټ الوتکې او د روسیې ساخت سوخوی الوتکې لري. د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي وايي، د جنګي الوتکو د تولید لړۍ د دښمن د بندیزونو سربېره، د ایراني متخصصانو د وړتیاوو څرګندونه کوي. د ایران دفاع وزیر د شنبې په ورځ د دې الوتکو د تولید د کار د پیل په مراسمو کې چې پر دولتي ټلویزیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

موحد: د نشه یي موادو د قاچاق په تور ۲۵ تنه تورن شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د نشه يي موادو د قاچاق په تور د ۲۵ تنو ۱۴ قضيې سپارل شوي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، دا ۲۵ تورن کسان تېره اوونۍ د هېواد په شپږو ولايتونو کې نيول شوي او له دوی سره ۳۷ کيلو ګرامه هيروئين، ۲۴ کيلوګرامه تارياک، تر يوه کيلو ګرام ډېر چرس، ۳۵۴۸ ټابليټ (کا) نومي نشه يي ګولۍ او ۱۵ زره کيلو ګرامه بنګ نيول شوي دي.    ښاغلی موحد وايي، په تېره اوونۍ کې د دې مرکز د ابتدائيه او استيناف محکمو له خوا ۲۳ تورن کسان محکوم او مجازات شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روانه اوونۍ افغانستان چین ته د جلغوزيو د لېږد لړۍ پیلوي

د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایی، روانه اوونۍ به د افغانستان له لوري چین ته د تورو جلغوزيو د لېږد لړۍ پیل کړي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې له دې وړاندې به جلغوزي په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته انتقالېدل چې په کلني ډول یې څلور نیم سوه میلیونه ډالر عاید درلودل، خو له دې وروسته به په هغه صورت کې چې جلغوزي خپله په افغانستان کې پروسس او له قانوني لارې صادر شي، په کلني ډول به یو میلیارد ډالر ګټه وکړي. دی وایي، افغانستان په کلني ډول ۲۳ زره ټنه د نړې په کچه تر ټولو ښه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

چين به له پاکستان سره نورې مرستې وکړي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د چين په پنځه ورځني سفر دی. نوموړي هلته له خپل چنيايي وزيراعظم او ولسمشر سره ملاقاتونه کړي دي. نور حال د ګل اياز په ويډيو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په غور کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد سوځول شوي

په غور ولايت کې تر دوو ټنو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول. د غور والي غلام ناصر خاضع په فیروز کوه کې د دې موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډيو ته وویل، دا دوه ټنه نشه يي مواد د تېرو دوو کالو په بهير کې د نظامي عملياتو او موټرو د تلاشيو په نتيجه کې نيول شوي وو. په دې نشه يي موادو کې هيروئين، چرس، الکولي مشروبات او کېمياوي مواد شامل وو. ښاغلي خاضع وويل، د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅولو په تور شپېته تنه نيول شوي او بيا عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي. د يادونې وړ ده چې په روان کال کې په غور کې د کوکنارو کښت په بې ساري ډول ډېر شوی دی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus