Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 28.11.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشر وايي: د سولې د موافقې تطبيق، لږ تر لږه پنځه کاله وخت اخلي. د هندوستان د بهرنیو چارو وزیره وايي: هیواد یې په اسلام اباد کې د سارک يا جنوب اسيا د سيمېزو همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون نه کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې چاودنه وشوه

د کابل د امنیې قوماندانۍ مسؤلین یوازې همدومره وايي چې د چاودنې غږ يې اورېدلای، خو سیمه يې...




Mashaalradio.com 

''د سولې پروسې مشري باید افغان حکومت وکړي''

ولسمشر اشرف غني د سولې مذاکرو کې د افغان ولس اندېښنې په ډاګه کړې، لکه د افغانستان اساسي قانون خوندیتوب، له نړیوالې ټولنې سره مشارکت ساتل او د افغانستان حکومت باید د سولې بهیر مشري وکړي او دا پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ولاړه شي.

Pa.azadiradio.com 

په کندوز کې د پولیسو له موټرو د تورو ښيښو د پاکولو کمپاین

د کندوز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر وايي، په دغه کمپاین کې یې تر اوسه د لسګونو موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړي او دا لړۍ دوام لري. له کندوزه د ازادي راډیو خبریال اجمل ارین دغه ویډیي راپور چمتو کړی دی. ایډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ماشوم نړیواله ورځ

د کابل په بابر بڼ کې د کار او ټولنیزو چارو وزات له خوا د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په لمانځغونډه کې پر ماشومانو د درنو کارونو او د نجونو د بدو عواقبو یا په کوچنیوالي کې مېړه ته د ورکړې په اړه خبرې هم وشوې. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي دغې غونډې ته ورغلی او پرې ویډیي راپور لري.

Mashaalradio.com 

هند کې يو سړی ۳۹ مېرمنې او ۹۴ اولادونه لري

د هند په شمال ختيځ ميزورام ايالت کې يو سړی ۳۹ مېرمنې او ۹۴ اولادونه لري. ۷۴ کلن زيونا پر دې سربېره ۱۴ نږندې او ۳۳ لمسيان هم لري. دا چې د دې کورنۍ ۱۸۱ غړي څنګه تر يو چتر لاندې ژوند کوي؟ په دې اړه د رويټرز ويډيو احمد شاه اعظمي ايډيټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي مني چې په ګرمسېر کې ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند چارواکي مني چې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو پر مهال ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هلمند والي محمد یاسین وایي، په ګرمسېر کي افغان ځواکونو د هغه وسله‌والو پر ضد عملیات پیل کړي دي چې تازه د همسایه هېوادونو نه ګرمسېر ته د جنګ له‌پاره راغلي وو، خو نوموړي د کوم هېواد نوم نه‌دی اخیستی. والي زیاته کړه، په دې عملیاتو کې چې تېره ورځ پیل شوي، د طالبانو یو شمېر مهم کسان وژل شوي دي. ښاغلي یاسین ازادي راډیو ته وویل، د دې عملیاتو پر مهال ځیني هوایي بریدونه هم شوي دي چې له امله‌یې یو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه تمریناتي لوبه کې اېمرجینګ لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان اېمرجینګ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ‌وهنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره‌یې په ۴۱،۴ اورونو کې ملي لوبډلې ته د ۲۲۶ منډو هدف ورکړ. ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف په وروستي اور کې د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ چې نجیب‌الله ترکي ۵۱، حشمت‌الله شاهدي ۵۰ او جاوېد احمدي  ۳۹ منډې ترلاسه کړې. د اېمرجینګ په توپ اچوونکو کې شمس‌الرحمن ۳ لوبغاړي وسوځول. د یادولو وړ ده چې دغه تمریناتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د باسکټبال فدراسیون: ۴ افغان لوبغاړي د روزلو لپاره ایران ته ځي

د باسکټبال فدراسیون وايي، تمه ده چې سبا څلور افغان لوبغاړي د ټرېنېنګ لپاره ایران ته ولاړ شي. د دغه فدراسیون رئیس عبدالصبور عزیزي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه څلور افغان لوبغاړي به د نړیوالو ټرېنرانو له‌خوا د باسکټبال په برخه کې وروزل شي. نوموړي وویل، دغه لوبغاړي تر ډېره د ۱۴ کالو عمر لري.

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: کندهار، ارزګان او زابل کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي

کندهار، ارزګان او زابل کې ۲۰ وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې. کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله‌والو ته ياده مرګ ژوبله د کندهار په ميوند، د ارزګان په دهراود او د زابل په شاجوی ولسواليو کې اوښتې ده. سرچينه وایي، په يادو درېيو ولایتونو کې د ملي پوځ په عملياتو کې ۱۳ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې په‌دغو عملياتو کې د وسله‌والو د چاودېدونکو توکو دوه ډک موټرونه او وسلې هم له‌منځه وړل شوې دي. طالب وسله‌والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus