Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 05.11.2018

Mashaalradio.com 

آسيه بي بي قضيه: متحده مجلس عمل بیا مظاهرې کوي

د پاکستان حکومت اپوزېشن ګوندونه مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي ستايلي چې د آسيه بي بي په قضيه کې يې د سياست کولو پرځای د حکومت ملاتړ وکړ. خو په همدې حال کې متحده مجلس عمل وايي دوی به دې لړ کې مظاهرې پیلوي. چارواکي دا بيان سياسي او ملک ته زرر رسوونکی بولي.

Mashaalradio.com 

آسيه بي بي قضيه: متحده مجلس عمل وايي مظاهرې کوي

د پاکستان حکومت اپوزېشن ګوندونه مسلم لېګ (ن) او پيپلز پارټي ستايلي چې د آسيه بي بي په قضيه کې يې د سياست کولو پر ځای د حکومت ملاتړ وکړ. خو په همدې حال کې متحده مجلس عمل وايي دوی به دې لړ کې مظاهرې پېلوي. چارواکي دا بيان سياسي او ملک ته زيان رسوونکی بولي.

Mashaalradio.com 

کمال خان شېراڼی د کوټې فکري او علمي مرکز بنسټښود

په بلوچستان کې د پښتني سیمې ژوب یو وتلی لیکوال، ادبي شخصیت او مخکښه سیاسي څهره کمال خان شېراڼی چې په ساهي یې شهرت درلود، په ویاړ یې پښتو اکاډمۍ کوټې د نومبر پر ۵مه یو سېمینار رابللی وو. پر دې مهال ویناوالو د هغه پر ادبي او سیاسي مکالې وړاندې کړلې. ایوب ترین یې ویډيو راپور کښلی

Mashaalradio.com 

'پلار به مې کله راځي'

د طاهر بوډۍ مور، مېرمن او د هغه اووه ماشومان د خپل پلار ستنېدو ته لالهانده دي. د هغه وړه لور فاطمه بیا بیا له هر چا تپوس کوي چې پلار به یې کله راځي.

Mashaalradio.com 

وچکالي او د کندهار انار

د کندهار ولایت باغ لرونکي وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انارو حاصلات زیات دي خو د اوبو کمښت دغه اناز زیانمن کړي دي. په دې اړه نور حال د محمد صادق رښتیني په دغه ویډیويي راپور کې.

Mashaalradio.com 

محب الله د معذورۍ باوجود ښوونځي ته ځي

نهه کلن محب الله په دواړو پښو فلج دی، خو هره ورځ ښوونځي ته ځي. هغه د روزګان د ترینکوټ د دشت تلاني ښوونځي د لومړي ټولګي زده کوونکی دی. شریف الله شرافت په دغه ویډیويي راپور کې د هغه ژوند انځور کړی دی. ایډیټ : تمیم اخګر




Pa.azadiradio.com 

د پنجشیر په ایمرجنسي روغتون کې ۱۲ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي

د پنجشیر په ایمرجنسي روغتون کې ۱۲ نوي زېږېدلي ماشومان په یو وخت مړه شوي دي. د دې رووغتون رئیس ډاکتر محمد اکبر جان ازادي راډیو ته ویلي، دا ماشومان چې له شپږو تر پنځلس ورځو عمرونه یې لرل او د نسايي ولادي برخې په عاجله خونه کې ساتل کېدل، د یکشنبې د ورځې په جریان کې مړه شوي دي. د ډاکتر اکبر جان په وینا، د دې نويو زېږېدلو ماشومانو شپږ تنه د پروان ولایت، درې تنه د کاپیسا او درې نور د پنجشېر ولایت وو. د نوموړي په وینا، تر اوسه پورې د دې ماشومانو د مړینې علت څرګند نه دی او د بېلابېلو ادارو یو شریک هیئت د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د جینوا راتلونکي کنفرانس ته چمتووالی نیول شوی

افغان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د افغانستان په اړه د جینوا د راتلونکي کنفرانس په اړه یې ښه چمتووالی نیولی او هیله مند دی چې دا به د افغانستان په اړه یو مؤثر کنفرانس وي. ټاکل شوې چې د وزیرانو په سطحه د روانې عیسوۍ میاشتې په ۲۷ مه او ۲۸ مه په جینوا کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې یو کنفرانس جوړ شي. ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې په دې اړه د افغان حکومت د چمتووالي یادونه وکړه. ده وویل: "هیله مند یوو چې که خدای کول، د پېشبینیو سره سم به دا کنفرانس سولې ته د رسېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې لس وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، په زابل کې یې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي چې لږ تر لږه لس وسله وال یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قل اردو ویاند تورن احمد صادق عیسی وايي، عملیات ددې قل اردو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو د زابل د ارغنداب ولسوالۍ د لغړ بابا په سیمه کې کړي دي چې ۲۴ ساعته یې دوام کړی. ښاغلي عیسی د ملي اردو ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

په مالیزیا کې یوه اوکراینۍ ښځه په عمري بند محکومه شوې

په مالیزیا کې یوه اوکراینۍ ښځه د نشه يي موادو د قاچاق په جرم په عمري بند محکومه شوې ده. د مالیزیا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ کلاودیا لوپاتکینه د یو نیم کیلو ګرام کوکائینو په قاچاق مجرمه وبلله. دا ۲۴ کلنه اوکراینۍ د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې د مالیزیا د پیننګ ټاپو په نړیوال هوايي ډګر کې د ګمرک مامورینو وروسته له هغې ونیوله چې له دې سره یې د چاکلېټو په څو بکسونو کې کوکائین وموندل.  په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یوې ابتدايي محکمې لوپاتکینه ته له دې تور برات ورکړی و، خو څارنوالانو یې پر قضیه د بیا غور غوښتنه وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران: اسرائیل د ایران پر مخابراتي سېستم ناکام سایبري برید کړی

ایران اسرائیل تورن کړي چې د دوی پر مخابراتي سېستم یې ناکام سایبري برید کړی دی. د ایران د اطلاعاتو وزیر محمد جواد ازري جهرمي دا تور نن د خپل ټوېټر اکاونټ له لارې پورې کړی دی. نوموړي ویلي چې دا سایبري برید په ایران کې د تخنیکي ټیم د بیدارۍ له کبله ناکام شوی دی. تر جهرمي مخکنې د نوموړي مرستیال حمید فتاحي ویلي وو، تخنیکي ټیم یې ددې هېواد په مخابراتي سېستم کې د نفوذ څو هڅې کشف کړې دي. د تهران دا ادعا تر هغې یوه اوونۍ وروسته کېږي چې د ایران پوځ د سبوتاژ سره د مبارزې د برخې مسؤل غلا رضا جلالي وویل،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیتي ځواکونو په هرات کې مخدره مواد وسوځول

امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې مخدره مواد وسوځول. نېږدې ۱۳ ټنه مختلف النوع مخدره مواد د امنیتي ځواکونو له لوري په هرات ولایت کې د یوه کال په اوږدو کې کشف او سوځول شول.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus