د طاهر داوړ زوی: وزیراعظم ته مو وويل، نړيوالې پلټنې غواړو
له اسلام اباده د تښتول شوي پوليس افسر طاهر دواړ چې وروسته یې مړی د افغانستان له ننګرهاره وموندل شو، زوی امجد داوړ وايي د وزيراعظم عمران خان سره يې ملاقات کې خپله دا غوښتنه تکرار کړه چې د پلار د وژنې پلټنې دې يوه نړيوال اداره وکړي.