Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 07.11.2018

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی: نصرالله خلجی

هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (اکاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. معیار په پام کې نه نیول کېږي.

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې د معیاري تعلیمي نظام کمی دی. نصرالله خلجی

د تعلیم پخوانی لنډمهالی وزیر، سکالر او ډاکټر نصرالله خلجی د ګوتو په شمېر یو له هغو کسانو دی چې بلوچستان ته یې د انفارمېشن ټېکنالوژۍ رڼا راوړې ده. هغه د ۹۰مې لسیزې په پای کې د دغې په صوبې مرکز کوټه کې د پرل په نامه د یوه انسټیټیوټ بنسټ کېښود چې پکې د کمپیوټر ټېکنالوژي، سوداګریز سمبالښت (بیزنس اډمینسټرېشن)، انفارمېشن ټېکنالوژي، حسابداري (کاونټینګ) غوندې د اوسني دور زده کړې کېږي. له نوموړی سره د بلوچستان پر تعلیمي ستونزو احمد شاه اعظمي د مشال راډيو پراګ سټوډيو کې مرکه کړې. دی وايي د تعلیم لپاره اوس د پیسو کمی نه شته بلکې د مسلکي استادانو کمی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

په يمن کې د قحطۍ او لوږې له لاسه بشري بحران مخ پر زیاتېدو دی. د امريکا ډموکراټ ګوند د دې هیواد په منځمهاله انتخاباتو کې د امریکا په استازو جرګه کې اکثریت رايې تر لاسه کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د کونړ د سید جمالدین افغان پوهنتون له لمریزې برښنا برخمن شو

د کونړ ولایت د سید جمالدین افغان پوهنتون له لمریزې برښنا برخمن شو. په دغه لمریزه برښنا ۳۰ اعشاریه ۵ میلیونو افغانۍ لګښت راغلی چې ۵۰ کیلو واټه برښنا تولیدوي. د ازادي راډیو خبریال روح الله انوري په دې اړه ویډیويي راپور جوړ کړی دی. ایډیټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

سولې شورا: مسکو غونډه کې خبرو ته د طالبانو هڅول مو لومړیتوبونه دي

د افغانستان د سولې عالي شورا د مسکو په غونډه کې له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د وسله‌والو طالبانو هڅول له اساسي لومړیتوبونو څخه بولي. د سولې عالي شورا مرستیال او د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د مسکو د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د سولې د روان بهیر او اهمیت په اړه هم معلومات ورکړي. نوموړی وايي: "زموږ اجنډا او لویه خبره دا ده چې د دې لپاره زمینه برابره شي چې په افغانستان کې وینې توییدل بند شي او امن راشي. د دې کار لپاره به... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ټیاټر یو روسی ډایرکټر سربرنیکوف د اختلاس په تور محاکمه کېږي

کیریل سربرنیکوف چې د ټیاټر او سینما یو روسی ډایرکټر دی، په مسکو کې د اختلاس په تور محاکمه کېږي. که پر نوموړي دا تور ثابت شي، په لس کاله حبس به محکوم شي، خو دی وایي دا محاکمه بې اساسه او نامعقوله ده. د سربرنیکوف او درېیو نورو کسانو چې د اومې ستډیو په قضیه کې ښکېل بلل شوي، محاکمه تر دوو اونیو ځنډ وروسته نن پیل شوه. نوموړي محکمې ته ویلي چې هېڅ ګناه نه لري. د دې تور په اړه چې نوموړي ګواکې یوه جنایتکاره ډله رامنځته کړې، سربرنیکوف وویل هېڅکله یې له هېچا غلا نه ده کړې، اختلاس یې نه دی کړی او د ټیاټر له ډلې پرته یې بله کومه ډله نه ده جوړه کړې.




Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسله‌وال وژلي

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي دي. عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړي دي. جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات‌یې د کمانډو ځواکونو د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره کړي چې په‌کې ۱۷ وسله‌وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. عيسي وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې د وسله‌والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټرسايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کندهار چارواکي: په ميوند ولسوالۍ کې عملياتو ۱۷ وسله‌وال وژلي

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملياتو کې ۱۷ وسله وال وژل شوي دي. عمليات د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د نړیوالو په مرسته تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د بند تمور په سيمه کې ترسره کړې دي. جنوب کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسي وایي چې دغه عمليات د کمانډو ځواکونو د کشفي معلومات پر بنسټ ترسره کړې چې په کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. عيسي وویل چې په ترسره شوېو عملياتو کې د وسله والو مختلفي وسلې، چاودېدونکي توکي او ۱۴ موټر سايکلونه هم د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډموکراتان به د ټرمپ اجرائیه صلاحیت تر کنټرول لاندې راولي

د امریکا متحده ایالاتو د پرونیو انتخاباتو لومړني نتایج ښیي چې ډموکراتانو د استازو جرګې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې دي او جمهوري غوښتونکو په سنا مجلس کې خپل اکثریت ساتلی دی. رسنیو راپور ورکړی چې ډموکراتانو د استازو جرګې د کنټرول لپاره د اړتیا وړ ۲۳ څوکۍ خپلې کړې دي. په‌دغې جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د واک له ختمېدو سره دا امکان شته چې ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ په پاتې دوو کلونو کې تر ډېر فشار لاندې راشي. ډموکراتان به د ولسمشر اجرائیه صلاحیت ډېر ژر تر کنټرول لاندې راولي. امکان لري هغوی د ځینو قوانینو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډله ییزه حمله په شا تمبول شوې

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسله والو طالبانو یوه ډله ییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده. یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نېږدې ۴۵ وسله والو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمه ییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه. دغه امنیتي سرچیني ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسله والو طالبانو نظامي مسوول ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی. تردې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نه دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سمنګان په مرکز کې د طالبانو ډله‌ییزه حمله په شا تمبول شوې

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک ښار د وسله‌والو طالبانو یوه ډله‌ییزه حمله د ولسي پاڅون کوونکو له لوري په شا تمبول شوې ده. یوې امنیتي سرچیني ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه نږدې ۴۵ وسله‌والو طالبانو د خپل یو نومول شوي ولسوال ملا محمد عالم مخلص په مشرۍ په ایبک ښار حمله وکړه چې د سیمه‌ییزو خلکو له لوري له مقاومت سره مخ شوه. دغه امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه جګړه کې د ایبک ښار لپاره د وسله‌والو طالبانو نظامي مسؤل ملا تازه ګل وژل شوی او خپله ملا محمد عالم مخلص ټپي دی. تر دې دمه د دغه خبر په اړه نو جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نینسي پلوسي ټولو نوماندانو ته مبارکي وویله

د امریکا د استازو په جرګه کې د ډېموکراټ ګوند مشرې ویلي، دوی به د امریکایانو د یووالي لپاره کار کوي. نینسي پلوسي د نومبر پر شپږمې تر لومړنیو انتخاباتي نتیجو وروسته خپلو پلویانو او د ګوند بریالیو نوماندانو ته مبارکي وویله. د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

تر فشار لاندې سعودي شاهان د هېواد په سفر

د سعودي عرب باچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان په غير معمولي توګه د هېواد بېلا بېلو صوبو سفر شروع کړي دي. باچا سلمان د قسیم صوبې په يوه دستوره کې ګډون کړی دی. ويډيو: اي ايف پي ايډيټ: ګل اياز


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus