Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2018

Новости за 16.11.2018

Mashaalradio.com 

ډېری ګوندونه وايي ، د طاهر داوړ د قتل په اړه د نړیوالو پلټنو ملاتړ کوي

د پاکستان زیاتره لویو ګوندونو د طاهر داوړ تښتول کېده او بیا وژل کېده غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده خو د نوموړي کورنۍ د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.

Mashaalradio.com 

د وزیرستاني کډوال عرفان مسود ۱۷نړیوال ریکارډونه

د جنوبي وزيرستان محمد عرفان مسود د ۱۷نړيوالو ريکارډونو په جوړولو سره په مارشل ارټس کې له ۲۰۱۶مه تر ۲۰۱۸مه په 'ګینیز بوک جهاني ریکارډ' کې راغلی دی. نوموړی په ۲۰۰۹ ز کال کې له خپلې کورنۍ سره د پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوی او په ډېره اسماعيل خان کې يې د نورو قبايلي کډوالو لپاره د مار شل ارټس اکاډمي هم جوړه کړې ده. په دې اړه د اسرار عالم مومند ویډیو وګورئ.

Mashaalradio.com 

د طاهر داوړ له وژنې سره مو کور له یتیمانانو ډک شو. احمدالدین داوړ

د پېښور د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ ورور احمدالدن داوړ وايي چې د ورور له وژلو سره یې په کورنۍ کې د یتیمانانو شمېره نوره هم سېوا شوه. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې دی وايي، کورنۍ یې غوښتنه کوي چې پاکستان یا افغانستان نه بلکې یوه بې پلوه نړیواله اداره دې د هغه د ورور د وژنې پلټنه وکړي.

Mashaalradio.com 

خوست کې د سابقه لرونکو ښوونکو د خدمتونو قدرداني وشوه

د خوست یو شمېر روڼ اندو، فرهنګیانو او مدني فعالانو دیارلس تنه هغه ښوونکي چې له دېرشو تر پنځوسو کلونو پورې د ښوونکو په توګه پاتې شوي او د نوي نسل په ښوونه روزنه کې يې برخه اخیستې، وستایل او د دوی د خدمتونو قدرداني يې وکړه.

Mashaalradio.com 

زه نه یم ورک: ایاز خان

د اسلام اباد ښارپرمختيايۍ ادارې (سي ډي ای) لادرکه ډايرېکټر ایاز خان پر خپل ویډيو پیغام کې وايي، دی ورک نه دی بلکې په ډېره اسماعیل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.

Mashaalradio.com 

زه نه یم ورک. ایاز خان

د اسلام اباد ښارپرمختيايۍ ادارې (سي ډي ای) لادرکه ډايرېکټر ایاز خان پر خپل ویډيو پیغام کې وايي، دی ورک نه دی بلکې په ډېره اسماعیل خان کې د خپلوانو کره تللی دی.




Pa.azadiradio.com 

د مخالفانو د وروستیو بریدونو په تړاو د فراه امنيه قوماندان بدل شوی

په فراه کې د دولت د وسله والو مخالفانو د وروستیو بریدونو په تړاو د دې ولایت امنيه قوماندان بدل شوی او ویل کېږي چې د نورو امنیتي ادارو په مشرتابه کې هم تغییر راځي. په فراه کې د ازادي راډیو خبریال د چارواکو په حواله وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو او په فراه ښار کې د دولت د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې څه د پاسه سل افغان سرتېري وژل شوي دي. که څه هم له تېرې شپې راهیسې پر فراه ښار برید نه دی شوی، خو د سیمه ییزو مقاماتو په وینا، لا هم وسله وال د دې ښار په څنډو کې فعال دي.

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتو کمېسون: ممکن د کابل د ټاکنو نتیجه په خپل وخت اعلان نشي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسون وايي، ممکن د ولسي جرګې لپاره په کابل کې د ټاکنو نتیجه په ټاکلي وخت اعلان نشي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې د رأیو شمېرل په پوره شفافیت وشي او حق حقدار ته ورسېږي. بل لور ته پر انتخاباتو د څار بنسټونه وايي، د مرکز کابل او د ولایتونو انتخاباتي کمېسونونو له ستونزو سره مخ دي او دا مسئله کولای شي چې د کابل او ولایتونو د انتخاباتو د پایلو پر اعلان منفي اغېز وکړي. تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا یو امریکایي وګړی له دغه هېواده وباسي

شمالي کوریا وايي، هغه امریکايي وګړی باسي چې یوه میاشت مخکې په غیر قانوني توګه دې هېواد ته داخل شوی و. د شمالي کوریا خبري اژانس نن وویل، دا امریکايي د اکتوبر په ۱۶مه نیول شوی او اعتراف يې کړی دی چې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې په امر شمالي کوریا ته تللی دی. شمالي کوریا دا نه دي ویلي چې دا امریکايي تبعه به کله وباسي. شمالي کوریا په تېره میاشت کې د خپل مشر کیم جونګ اوون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ تر کتنې مخکې د ښه نیت څرګندولو لپاره درې امریکایان له زندانه خوشې کړل.

Pa.azadiradio.com 

په تاجکستان کې ځيني کسان د ترورېزم په تور زنداني شول

په تاجکستان کې د انګلیسي ژبې یو ښوونکی، ۴ زده کوونکي او پنځه ځوانان د ترورېزم په تور زنداني شوي دي. د پایتخت دوشنبې یوې محکمې نن جهانګیر قاسموف د داعش لپاره د استخدام په قضیه کې مجرم وپېژانده او نوموړی يې په ۱۹ کاله بند محکوم کړ. د ښوونکي قاسموف د ۴ زده کوونکو په ګډون، ۹ تنه نور سخت دریځۍ ته د تبلیغ او داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په جرم له ۶ نیولې تر ۱۹ کلونو زنداني شول. ۲۲ کلن جهانګیر قاسموف منلې ده چې خپلو زده کوونکو ته يې د داعش ډلې لپاره تبلیغ کاوه.

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په محمداغې ولسوالي کې تصفیوي عملیات پیل شوي

د لوګر امنيه قوماندانۍ وايي چې د دې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا تصفیوي عملیات پیل شوي دي. د امنيې قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزي په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل، د افغان امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې یو شمېر مشکوک کسان او یو موټر سایکل چې چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو، نیول شوي دي. د لوګر امنيه قوماندانۍ د دې تصفیوي عملیاتو خبره په داسې وخت کې کوي چې ددې ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د لوګر- کابل پر لویه لاره له نا امنیو شکایت کوي. د لوګر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ۶۹ وسله وال ترهګر وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنجشنبې له ورځې راهېسې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۶۹ وسله وال ترهګر وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي. دفاع وزارت د جمعې د ورځې په سهار په یوې خبرپاڼې کې وویل چې وسله والو ته دا مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۲ شریکو تعرضي عملیاتو، ۹۷ کومانډويي دندو او ۱۵ هوايي بریدونو په ترڅ کې اوښتې. د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال، د غور په چهار صدې ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال، د هلمند په نوازاد کې 7 وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین د اوکراین له راتلونکي نوي حکومته د کړکېچ د هواري تمه لري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د اوکراین په ختیځ کې تر هغې د سولې د ټینګښت خواته د پرمختګ تمه نه لري، څو چې راتلونکی کال د اوکراین د ولسمشرۍ انتخابات نه وي شوي. پوتین هیله ښودلې چې په دې انتخاباتو کې به په اوکراین کې نوی ولسمشر واک ته ورسېږي. د اوکراین د ولسمشر پټرو پوروشینکو دفتر د پوتین دا څرګندونې غندلي او هغه یې د اوکراین د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزو کې د دې مبارزو تر پیل مخکې مداخله بللې ده. په سنګاپور کې یوې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، د جرمني،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پولیسو په کابل پوهنتون کې د پرونۍ نښتې په تړاو لسګونه محصلین ونیول

د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل پوهنتون د محصلینو ترمنځ د پرونۍ نښتې په تړاو یې لسګونه کسان نیولي دي. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښتو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. د مجاهد په وینا، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د پوهنتون په لیلیه کې د غرمې د ډوډۍ پرمهال دوه محصلین سره ونښتل او وروسته نورو د هغوی په پلوۍ اخ او ډب پیل کړ. مجاهد وویل: "د دوو محصلینو ترمنځ د ډوډۍ پرسر لانجه وشوه، دا لانجه د نښتو خوا ته ولاړه، یو کس مړ شوی او دوه ټپیان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان له ۱۲ تښتول شویو ایراني امنیتي مامورینو ۵ تنه ژغورلي

پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل، امنیتي ځواکونو یې له هغو ۱۲ ایراني امنیتي مامورینو پنځه تنه خوندي ژغورلي چې تېره میاشت د ایران او پاکستان شریکې پولې ته نېږدې تښتول شوي وو. د جیش العدل په نوم یوې سخت دریځې وسله والې ډلې د دې ایراني امنیتي مامورینو چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب سرتېري هم پکې وو، د تښتولو مسؤلیت منلی و. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د پاکستاني امنیتي ادارو په پرله پسې هڅو پنځه ایراني ساتونکي په خوندي توګه موندل شوي دي. دا ایرانیان چې استخباراتي مامورین... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus