د فاریاب چارواکي: ۳۰۰ پاڅون کوونکي طالبانو محاصره کړي
محمد طاهر رحماني ازادي راډیو ته وویل، په دوو ولسواليو دولت اباد او د پښتونکوټ په سرحوض سیمه کې له څو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې له تېرې شپې راهیسې لا سخته شوې او که سیمې ته نور ځواکونه وانه ستول شي، دواړه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د فاریاب چارواکو تر اوسه د دغې ادعا او په سیمه کې د روانو جګړو په اړه څه نهدي ویلي.