بهرنیو چارو وزارت رد کړه چې ګنې اسیه بي بي له پاکستانه ایستل شوې
د اسیه بي بي مدافع وکیل سیف الملوک پرون تأیید کړه چې هغه له زندانه خوشې شوې ده.
د اروپايي پارلمان مشر انتونیو تیاني پرون پر ټوېټر ولیکل چې هغه امن ځای ته ایستل شوې ده.
انتونیو تیاني په یوه بل ټويټ کې لیکلي و چې امن ځای ته د اسیې بي بي په ایستلو کې د همکارۍ لپاره د پاکستاني چارواکو مننه کوي او په راتلونکو ورځو کې په اروپايي پارلمان کې له اسیې بي بي او د هغې له کورنۍ سره د کتلو هیله لري.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل نن پنجشنبه د نوومبر ۸مه، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې دا رپوټونه حقیقت نه لري او دا خبر چې اسیه بي بي له پاکستانه وتلې حقیقت نه لري.