Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 08.07.2018

Mashaalradio.com 

په خیبر کې انتخاباتي کیمپېن روان دی

د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر کې هم انتخاباتي کیمپېن روان دی. د پاکستان الېکشن کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه یې د قامي او صوبايي اسمبلیو انتخاباتو ته تیارۍ کړې دي. د قبایلي سیمې خیبر په لواړګي او جمرود کې د نوماندانو کیمپېنرانو خیمې لګولې دي او له خلکو څخه د خپلو امېدوارانو ملاتړ غواړي. د سیمې ولس وايي، هغه نوماند به قامي اسمبلۍ ته منتخبوي چې د دوی ستونزې هوارې کړي او د خلکو د غوښتنو احساس ورسره وي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې پر دولتي ودانيو په راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پر دولتي ودانيو په درېيو راکټي بريدونو کې ١١ کسان ټپيان شوي دي. د والي وياند محمد عارف نوري نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا توغندي په داسې حال کې ويشتل شوي چې د ولايت په ودانۍ کې دننه د دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي په مشرۍ امنيتي غونډه روانه وه. ښاغلى نوري وايي، په ټپيانو کې ٢ سرتېري او ٩ ملکيان شامل دي. يو راکټ د ولايت، بل د پوهنې رياست او درېيم د ښاروالۍ رياست په انګړ کې لګېدلى دى. وسله والو طالبانو د دغو راکټي بريدونو مسؤليت منلى دى.

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ هوايي شرکت وايي، تهران ته به خپلې الوتنې وځنډوي

د هالنډ هوايي شرکت (KLM) وايي، پرېکړه يې کړې چې تهران ته به خپلې الوتنې ځنډوي. دغه شرکت په يوه لنډه اعلاميه کې خبر ورکړى چې د مالي ليدلوري او منفي نتيجو له کبله يې د اوس لپاره دغه پرېکړه کړې ده. دغه شرکت ويلي چې وروستۍ الوتنه به يې د سپټمبر په ٢٢مه له امسټردام څخه ايران ته وشي. دغه شرکت چې په ٢٠١٣ میلادي کال کې يې تهران ته خپلې الوتنې بندې کړې وې، په ٢٠١٦ کال کې يې وروسته له هغې بېرته پيل کړې چې تهران او د نړۍ لويو قدرتونو اټمي موافقه لاسليک کړه. د هغه تړون له مخې، ايران خپل حساس اټمي فعالتيونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د خوست په باک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

د خوست د والي مرستيال وايي، په باک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي. عبدالواحد پټان چې د يوه دولتي هيئت په مشرۍ د باک ولسوالۍ په پهلوانخېلو کلي کې د پېښې ځاى ته ورغلى و، نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل: "پنځه کسان چې يو په کې د دارالمعلمين محصل، يو ډرېور، دوه ملا صاحبان وو او يو عادي وګړى و چې د يوې کورنۍ وو، وژل شوي، يو پنځه کسيز هيئت ټاکل شوى چې دا موضوع په دقيق ډول وڅېړي." د خوست د والي مرستيال وويل، ځايي خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان په افغان سوله کې د موثر رول د لوبولو لپاره چمتووالی وښود

ازبکستان وايي، چمتو دى چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره موثر نقش ولوبوي. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف دا خبره نن یکشنبه له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په سپيدار ماڼۍ کې د کتنې پر مهال وکړه. اجرائيه رياست په يوه اعلاميه کې د ښاغلي عبدالله په حواله ويلي چې له ازبکستان سره يې د افغانستان اړيکې ستايلې دي. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير نن د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره هم د افغانستان پر سوله، اقتصادي ودې او نورو موضوعاتو خبرې وکړې. د ملي امنيت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د کبانو د تولید او تکثیر لومړی فارم جور شو

د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې د لومړي ځل لپاره په شمال زون کې د کبانو د تولید او تکثیر فارم چې په کال کې به له ۳ میلیونو د زیاتو کبانو د تولید وړتیا ولري، جوړ کړ. د دغه وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې مسؤلين وایي چې د دې فارم د رامنځته کولو هدف په افغانستان کې د کبانو تولید او د کبانو د روزنې دودول دي. په ورته وخت کې د بلخ د کرنې ریاست مسؤلين د دې فارم له جوړېدو سره دې ته هيله مند دي چې دا ډول پروژې به وکولای شي چې بزګر او مالداران د ځان بساینې په لور بوځي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روغتیايي مسؤلين: په ارزګان کې طالبانو د پولیو ضد واکسینو مخه نیولې

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلين وايي چې وسله والو طالبانو د دوی د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو مخه نیولي او اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسين کړي. د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین لړۍ چې باید څو ورځې مخکې پیل شوې وای، لا تر اوسه ځکه نه ده پیل شوې چې وسله والو طالبانو يې مخه نیولې او د تطبیق اجازه نه ورکوي. د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل په دې اړه د یکشنبې په ورځ وویل چې د پولیو ضد واکسینو په دې کمپاین کې یو لک ۸۸ زره... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

مايک پومپئو د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل

د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل. مايک پومپئو وايي، پر دغه هېواد به بنديزونه تر هغو دوام کوي چې پيونګ يانګ د خپل رهبر کيم جونګ اون له ژمنې سره سم، له خپلو اټمي وسلو لاس نه وي اخيستى. د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل: "بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه اندېنښنې زیاتې شوي

په شمال زون کې د افغاني غالیو د اوبدونکو د اتحادیې مسؤلين بهر ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي. په شمال زون کې د افغاني غالیو د ابدونکو اتحادیې مشر عبدالستار بیکزاد ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې بهر ته په غیر قانوني او قاچاقي توګه د افغاني غالیو قاچاق زیات شوی او دولت هم د یادې ستونزې د حل په برخه کې کوم اقدام نه دی ترسره کړی. دی وايي چې د ټول افغانستان ۷۵ سلنه غالۍ په دې زون کې تولیدېږي، خو غالۍ اوبدونکي د افغاني غالیو د خرڅلاو او تولید په برخه کې له مالي او تخنیکي ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکټ: سپین غر، مس عینک او بند امیر، بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه

تر۱۹ کلونو د کم عمره ځوانانو د کرکټ سیالیو په لړ کې سپین غر، مس عینک او بند امیر، بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه. په لومړۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د مجید عالم د ۷۲ او حسن صافي د ۶۳ منډو پرمټ مس عینک لوبډلې ته د ۲۴۳ منډو هدف وټاکه چې په ځواب کې د مس عینک ټوله لوبډله په ۱۱۵ منډو وسوځېده او لوبه یې د ۱۲۸ منډو په توپیر بایلوده. په دغه لوبه کې د سپین غر لوبډلې لوبغاړی عابد چې د سیالې لوبډلې ۵ م لوبغاړي یې اوټ کړل د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. په دوهمه لوبه کې بیا بُست لوبډلې لومړی بیټنګ وکړ او خپلې سیالې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه

په بلخ کې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ ګډه خونه پرانېستل شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ګډې خونې د پرانېستلو هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی دی. د ښاغلي پسرلي په خبره د دغې خونې په پرانېستل کېدو سره به افغان سوداګر په ډېرې اسانۍ سره وتوانېږي چې خپل اموال د روسیې مارکیټونو ته ورسوي. د نوموړي په خبره د افغانستان او روسیې ترمنځ د دغې خونې د پرانېستې په مراسمو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسیا په سیالیو کې تاجکستان مات کړ

د افغانستان شپاړلس کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال سیالیو په لړ کې تاجکستان ته ماته ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې دغه لوبه افغان لوبډلې ۱ـ ۰ په وړاندې د تاجکستان د ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې نه وګټله. دا په‎داسې حال کې ده چې افغانستان د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له ازبکستان نه ۴ـ۱ په وړاندې ماتې ومنله. ټاکل شوې، د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله له يوې بریا او يوې ماتې وروسته خپله درېیمه لوبه د روان کال د سرطان میاشتې په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د قرغیزستان په وړاندې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پکتیکا کې د فني او حرفوي زده‎کړو ۶ میاشتنی پروګرام پيل شو

په پکتیکا ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‎خوا د فني او حرفوي زده‎کړو شپږ میاشتنی پروګرام پيل شو. د دغه ولایت د رسنیز دفتر له‎خوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام له لارې به په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته روزنه ورکړل شي. د دغې اعلامیې له مخې د پکتیکا والي الیاس وحدت د دغه پروګرام د پرانېستې پرمهال ویلي چې فني او حرفوي زده‎کړې د خلکو په ژوند او د بې کارۍ د کچې په ټيټولو کې مهم رول لري. ښاغلي وحدت په‎دې برخه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې دغه پروګرام په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تايلنډ: په يوه سمڅه کې د راګېر شوېو هلکانو د ژغورنې ماموريت پيل شو

په تايلنډ کې د ژغورنې مامورانو د هغو ١٢ هلکانو او د هغوى د فوټبال د روزونکي د ژغورنې ماموريت پيل کړ چې له څه باندې دوو اوونيو راهيسې په يوه سمڅه کې راګير پاتې دي. د چيانګ راى ولايت والي نارونګ-ساک اوسوتانا کورن چې د ژغورنې د روانو هڅو مشري کوي وويل: "زه تائيدوم چې دغه ١٣ هلکان چې د هغوى روزونکى هم په کې شامل دى، له سمڅې د راوتلو لپاره له ښې روحيې برخمن دي. دغه ١٣ کسان زموږ له عملياتو خبر او له موږ سره له سمڅې راوتلو ته چمتو دي. پروا نه کوي که دوى له کومې ستونزې سره مخامخېږي. دوى خپل چمتووالى تاييد کړى او خپلوان يې هم خبر دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکیې تر ۱۸ زره زیات ملکي مامورین ګوښه کړل

ترکیې په یوه فرمان کې تر ۱۸ زره زیات ملکي مامورین ګوښه کړل. دا کسان چې نیمايي یې پولیس دي، له هغو ډلو سره د اړيکو په شک لېرې شوي چې د ترکیې د حکومت په وینا د ملي امنیت پر ضد کار کوي. د دې فرمان پر اساس، چې نن یکشنبه صادر شو، په ترکیه کې ۱۲ ټولنې او همدا راز ۳ ورځپاڼې او یو ټلوېزیوني چاینل بند شول. د ترکیې حکومت دا اقدام مخکې تردې وکړ چې روانه میاشت په دغه هېواد کې دوه کلن اضطراري حالت پای ته ورسېږي. په ترکیه کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جولای د کودتا له هڅې را وروسته اضطراري حالت نافذ دی.

Pa.azadiradio.com 

ملي اردو: د کندهار په خاکرېز کې د طالبانو برید په شا تمبول شوی

په کندهار کې ملي اردو وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې یې تېره شپه د طالبانو یو لوی برید په شا تمبولی دی. د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د خاکريز ولسوالۍ په "شاه غونډان" سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو پر يوه مرکز ډله یيز بريد وکړ. جګړن يحی علوي وايي، د ملي اردو ځواکونو یې په وړاندې مقاومت وکړ: "زموږ زړور پرسونل په قهرمانۍ دښمن ته سخته ضربه ورکړې چې په نتيجه کې يې ١٠ تنه تروريستان ووژل شول او ١٥ نور ټپيان شول." علوي همدا راز وايي چې په جګړه کې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په فارياب ولايت کې وضعيت د عادي کېدو په حال کې دى

د محلي ارګانونو خپلواکه اداره وايي، په فارياب ولايت کې وضعيت د عادي کېدو په حال کې دى. د دې ادارې رئيس متين بېګ نن ازادي راډيو ته وويل، په فارياب کې مظاهرې پاى ته رسېدلي او د ښوونځيو په ګډون ټولې ادارې پرانېستل شوي دي. نوموړی وايي: "د ميمنې او فارياب وضعيت په ټوله کې ښه دى، له پرون شنبې راهيسې ټولې دولتي ادارې پرانېستل شوي او په عادي ډول خپلې چارې مخ ته وړي. د ښوونځيو په ګډون ټولې دولتي ادارې پرانېستي دي." د فارياب د قيصار د سرپرست امنيه قوماندان او د پاڅونوالو په چارو کې د ولسمشر د لومړي... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus