Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 29.07.2018

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: له طالبانو سره د سولې په هدف د هېوادونو تماسونه ګټور دي

د افغانستان اجرائيه رئيس وايي، له وسله والو طالبانو سره د سولې په هدف د ځينو هېوادونو تماسونه ګټور دي. عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اداري فساد پر وړاندې د منبر غږ په نوم د لسګونو ديني عالمانو کنفرانس ته وويل، د افغانستان د سولې پر برخليک به خپله افغانان پرېکړه کوي. دی وایي: "هغه تماسونه چې د بېلابېلو هېوادونو له خوا د طالبانو له ډلې سره نيول کېږي، ګټور ګڼم، پخوا هم دا تماسونه وو، په راتلونکي کې به هم وي، خو د سولې د برخليک پر سر بحث به د افغانانو په لاس کې وي، له افغان دولت سره د مذاکرو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عراق صدراعظم د دغه هېواد د برښنا د وزير د دندې د ځنډولو امر کړى

د عراق صدراعظم حيدر العبادي د دغه هېواد د برښنا وزير د دندې د ځنډول کېدو امر کړى دى. دا په داسې حال کې ده چې د عامه خدماتو د خرابېدو او اداري فساد له کبله اعتراضونه شوي دي. د صدراعظم دفتر نن وويل چې د برښنا وزير قاسم الفهداوي دنده به تر هغو ځنډېدلې وي چې د اوبو او برښنا د خدماتو په خرابېدو کې د ده د رول په تړاو څېړنې بشپړې شوې نه وي. په خپله الفهداوي سم د لاسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. روانه مياشت په عراق کې د دوبي له ګرمۍ سره جوخت په ځانګړي ډول، د برښنا د خدماتو د خرابېدو له کبله مظاهرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني عمران خان ته: تمرکز به مو پر راتلونکې وي، نه پر تېر وخت

افغان ولسمشر نن ماسپښين د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره په خبرو کې ويلي چې د دواړو هېوادونو تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي، نه پر تېر وخت. د جمهوري رياست په حواله، محمد اشرف غني نن یکشنبه په دغه ټيليفوني تماس کې ويلي، تمرکز به پر روښانه راتلونکي وي او پر اساس به يې په فرهنګي، اقتصادي، ټولنيزو او سياسي برخو کې د اړيکو اساس ږدو. د جمهوري رياست د اعلاميې په حواله، عمران خان په دغه ټيليفوني تماس کې هيله ښوولې چې په نېږدې راتلونکي کې به کابل ته سفر وکړي.

Pa.azadiradio.com 

۹۷ کلن محمد مرزا نور په کوڅو کې کار نه کوي

وروسته له هغې چې د محمد مرزا په ژوند ازادي راډیو ویډیویي راپور جوړ کړ یو شمېر خلکو له هغه سره د مرستو ژمنه وکړه. د ازادي راډيو خبریال ابراهیم صافي د محمد مرزا د اوسني ژوند په اړه دغه ویډیویي راپور جوړ کړی چې دلته یې کتلای شئ. ویډیو: تمیم اخګر او ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

ترکيه له فرانسې، جرمني او روسيې سره د سوريې په اړه سرمشريزه جوړوي

ترکيه په پام کې لري چې له فرانسې، جرمني او روسيې سره د سوريې پر شخړه او نورو سيمه ييزو مسايلو د بحث لپاره سرمشريزه جوړه کړي. په هغو تبصرو کې چې نن يکشنبه د ترکيې رسنيو خپرې کړي، ولسمشر رجب طيب اردوغان ويلي چې دغه غونډه ښايي د سپټمبر پر اوومه په استانبول کې وشي. د حريت ورځپاڼې په حواله، ولسمشر اردوغان د سرمشريزې د اجنډا په اړه نور جزيات نه دي ورکړي، خو ويلي يې دي چې ترکيه به له روسيې سره له دې څلور اړخيزې سرمشريزې هاخوا هم ډيالوګ ته دوام ورکړي. مسکو، پاريس او برلين سم د لاسه د دغې سرمشريزې موضوع نه ده تأييد کړې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بريتانيا سفير: په افغانستان کې سوله د بريتانيا لپاره لومړيتوب دى

د افغانستان لپاره د بريتانيا سفير وايي، په افغانستان کې سوله، د بريتانيا د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب لري. نيکولاس کې چې نن په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته د سولې ولسي حرکت د پرلت خېمې ته ورغلى و، په خپلو خبرو کې وويل: "په افغانستان کې سوله شخصاً زما، زموږ د حکومت او خلکو لپاره لومړيتوب دى، زه نن تاسو ته له ډېر احترام او واقعي هيلې سره راغلى يم چې ستاسو اندېښنې او نظريات واورم او نظرونه تبادله کړو." د سولې ولسي حرکت غړو د جمعې په ورځ په کابل کې د بريتانيا سفارت مخې ته پرلت يا تحصن پيل کړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ايران پولي واحد نن يکشنبه تر ټولو ټيټ حد ته رسېدلی

د ايران پولي واحد نن يکشنبه تر ټولو ټيټ حد ته ورسېد. د اسوشېټېډ پرېس اژانس په حواله، نن په تور مارکيټ کې يو ډالر د يولک او ١٢زره ايراني ريالو په بدل کې تبادله کېده، حال دا چې پرون يو ډالر په ٩٨زره ريالو بدلېده. د ايران د پولي واحد ارزښت وروسته له هغې ولوېد چې د امريکا متحدو ايالتونو په مې مياشت کې له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ او ويې ويل چې سر له جون مياشتې به پر ايران بېرته بنديزونه لګول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې پر تهران د واشنګټن د بنديزونو له بيا لګول کېدو سره په ايران کې اقتصادي بحران ژور شوى دى. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د خیبر انتظامیې پیر نورالحق قادري د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ

د خیبر انتخاباتي او انتظامي چارواکو د قامي اسمبلۍ د ۴۳مې حلقې د ازاد امېدوار حاجي شاه جي ګل اپریدي غوښتنلیک منظور کړی او د جولای پر ۲۸مه د ووټونو بیاشمېر پیل او بیا ودرول شو. په دې بهیر کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماند پیر نورالحق قادري او شاه جي ګل اپریدي پلویان، د پاکستان انتخاباتي کمېشن چارواکي، خبریالان او د ناحکومتي ادارې څارونکي موجود ول. انتخاباتي افسر زاهد عثمان ماښام مهال اعلان وکړ چې د ټاکنو ګټونکی قادري دی. نوموړي په دې اړه یو بیان خپور کړی چې پکې یې ویلي که امېدواران اوس هم شکایت لري او د الېکشن کمېشن جرګګۍ ته دې ورشي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ننګرهار والي: خلک دې د امنیت په اړه اندېښنه نه کوي

د ښار یو شمېر اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو ویلي دي چې په جلال اباد کې پر ملکي ادارو بریدونه د اندېښنې وړ دي. د جولای پر ۲۸مه په ښار کې د نرسانو او قابله ګانو پر روزنیز مرکز په وسله وال برید کې پینځه کسان وژل شوي ول.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار والي: امنیتي ځواکونه د خلکو خونديتوب لپاره چمتووالى لري

د ننګرهار والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه له بل هر وخت د خلکو د خونديتوب لپاره چمتووالى لري. حیات الله حیات په جلال اباد ښار کې د قابله ګانو پر روزنیز مرکز د وسله والو مخالفینو له پروني بريد وروسته دا خبره وکړه. هغه بريد د جلال اباد ښاریان او د ولایتي شورا غړي اندیښمن کړي دي. ښاغلي حیات د یکشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دولت د وسلوالو مخالفینو ګواښونه دومره جدي نه دي. د ده په خبره په تېره یوه میاشت کې د داعش ډلې ۲۱۷ جنګيالي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او په همدغه موده کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالقیوم: سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي

د نورستان ولایت چارواکي وايي، سږکال په دغه ولایت کې د جلغوزو حاصلات د تېرو کلونو پرتله زیات شوي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل، سږکال د نورستان له ځنګلونو ۸۳ ټنه جلغوزي راټول شوي چې ننګرهار، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږل کېږي. د ده په خبره که حکومت او په تېره د کرنې او مالدارۍ وزارت د جلغوزو د پروسس لپاره تخنیکې څانګې فعالې او په دې برخه کې له خلکو سره ځانګړې مرستې وکړي، د نورستان د جلغوزو حاصلات به له دې هم زیات شي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د وزن پورته کولو ټاکنیزې سیالۍ پېل شوې

په کابل کې د پاورلفټنګ يا وزن پورته کولو ټاکنیزې سیالۍ پېل شوې. د افغانستان د بدني روزنې رياست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د کابل ښار د بېلابېلو ۱۲ کلبونو نه شاوخوا ۱۵۰ لوبغاړو ګډون کړی دی. دغه سیالۍ به د درېیو ورځو لپاره روانې وي چې په پای کې به ترې ۷۰ تنه د کابل د منتخبې لوبډلې د غړیتوب لپاره غوره شي. دا د کابل پاورلفټنګ منتخبې لوبډلې د ټاکلو ۱۱ پړاوو سیالۍ دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus