د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې نن د سې شنبې په ورځ سهار مهال د یاد ولایت د مرکز اړوند د شولک لومړنی ښوونځی سوځول شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب ازادي راډیو ته وویل چې په دې پيښه کې د ښوونځي ټول اسناد، مېزونه، څوکۍ، کتابونه او نور توکي په بشپړ ډول لهمنځه تللي دي.
ده د پېښې مرتکبین د علم د رڼایي او پوهنې دښمنان بللي دي:
"نن سهار شپږنیمې بجې د لوګر د مرکز اړوند د شولک د نجونو او هلکانو لومړنی ښوونځی د وسلهوالو له لوري سوځول شوی، په دې کې د ښوونځي اته ټولګي، دوه اداري خونې،... Читать дальше...