Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 26.07.2018

Pa.azadiradio.com 

په پکتیکا کې د نجنو د لیلیې جوړېدو د بنسټ ډبره کېښول شوه

د پکتیکا په تاریخ کې په لومړي ځل د نجنو د لیلیې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښول شوه. د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د نجونو زده کوونکو لپاره د یو شپېته میلیونه او دوه نوي زره افغانیو په ارزښت مجهزه لیله جوړېږي چې چارې یې نن پنجشنبه رسماً پیل شوې. په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د پوهنې ریاست مسؤلینو، قومي مشرانو او لسګونه ځوانانو برخه اخیستي وه. د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د پوهنې په برخه کې دا یو ستر ګام یاد کړ او په وینا یې د ډېرو هلو ځلو په پایله کې وتوانېدل چې د نجونو زده کوونکو لپاره د لیلیې جوړېدو چارې پیل کړي.

Mashaalradio.com 

د بلوچستان ټاکنو ته کتنه

سیاسي شنونکي د بلوچستان سیاست لپاره دا یو ډېر لوی زیان بولي او وايي د دغه ګوندونو د ماتې یا شکست تر شا انتخابي لاسوهنه او په ووټونو کې درغلي هم یو لوی سبب بولي.

Pa.azadiradio.com 

دولتوفا: د ازبکستان پولیسو ۳۰ ښځې نیولي

په تاشکند کې د بشري حقونو فعاله تانيا دولتوفا وايي چې د ازبکستان پولیسو دېرش ښځې ځکه توقيف کړي چې د ولسمشر د دفتر مخې ته راټولي شوې وې. شپږ یې په جرم تورنې شوې او په پنځلسو ورځو بند محکومې شوې. نور يې شپږ ساعته وروسته راخوشي شوې. دا پېښه د دوشنبې په ورځ شوې ده. دولتوفا ازادي راډیو ته وويل چې دغو ښځو غوښتل ولسمشر ته د پوليسو شکايت وکړي چې د دوی د کورنیو له غړيو سره یې په زندانو کې بد چلند کړی. د ميرضيايف مطبوعاتي دفتر په دې اړه له خبرو ډډه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان او پاکستان د ځوانانو لخوا په کابل کې د سولې حرکت

د افغانستان، پاکستان او تاجکستان مدني فعالانو او ځوانانو په کابل کې د سولې په تړاو یو پروګرام جوړ کړی و. په دغه فسټیوال کې د درېیو هېوادونو د سندرغاړو له لورې سندرې او نندارتون له مهمو برخو څخه و. ابراهیم صافي پر همدې موضوع یو وېډیويي راپور جوړ کړی، دلته یې کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د پارلماني ټاکنو د پایلو تر اعلان مخکې وویل چې حکومت به یې د خلکو اساسي ستونزې حل کړي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي له اروپايي ټولنې سره موافقې ته رسیدلی چې د تجاري موانعو د کمولو لپاره کار وکړي. دا خبرونه په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: قانون ته په درناوي د ائتلافونو د وړاندیزونو هرکلی کوو

د ولسمشر دفتر وايي، افغان حکومت د قانون او خلکو غوښتنې ته په درناوي د سياسي ګوندونو، ايتلافونو او مدني فعالانو د وړانديزونو هرکلی کوي. دا وروسته له هغه چې په کابل کې د ستر ملي ائتلاف په نوم نن یو ايتلاف اعلان شو. د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور د ياد ائتلاف په غونډه کې وويل چې ائتلاف به یې د نورو سياسي جريانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټيم سره تر بحثونو وروسته د راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو لپاره په کمپاين کې ګډون وکړي. په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولنې ممتاز قشر او کارپوهان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

روسیه دې د کریمیا نیونه پای ته ورسوي: پامپیو

امریکا د خپلې یوې رسمي تګلارې په ډاګه ولو کې د اوکراین ټاپووزمې له روسیې سره ګډول رد کړي دي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې پر مسکو سخت وقهرېد چې ”د جمهوري هېوادونو د ګډ نړیوال اصول بنسټونه یې کمزوري کړي دي.“




Mashaalradio.com 

روسیه دې د کرایمیا نیونه پای ته ورسوي. پامپیو

امریکا د خپلې یوې رسمي تګلارې په ډاګه ولو کې د اوکراین ټاپووزمې له روسیې سره ګډول رد کړي دي، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو یې پر مسکو سخت وقهرېدلی چې ”د جمهوري هېوادونو د ګډ نړیوال اصول بنسټونه یې کمزوري کړي دي.“

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان انتخابات: ښايي د تحريک انصاف ګوند دا انتخابات وګټي

د پاکستان د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو لومړي نتايج ښيي چې ښايي د تحريک انصاف پاکستان ګوند مشر عمران خان دا انتخابات وګټي. دا په‎داسې حال کې ده چې په دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې دي. تر اوسه نيمايي رأیې شمېرل شوي او د عمران خان ګوند مخکښ دی. د پخواني صدراعظم نواز شريف ګوند مسلم ليګ (ن) او یو شمېر نورو ګوندونو سر له اوسه د دغو انتخاباتو نتايج رد کړي او د پراخو درغلیو او لاس‎وهنو ادعا یې کړې ده. د پاکستان د انتخاباتي کمېسیون يوه چارواکي بابر يعقوب وويل چې انتخابات ۱۰۰ فیصده شفاف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ستر ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو

په کابل کې د ستر ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو. د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور د ياد ائتلاف په غونډه کې وويل چې ائتلاف به‌یې د نورو سياسي جريانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټيم سره تر بحثونو وروسته د راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو لپاره په کمپاين کې ګډون وکړي. ښاغلي نور زیاته کړه: "په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولنې ممتاز قشر او کارپوهان راټولېږي او اساسي اهداف اعلانوي، وروسته به د دغه ائتلاف استازي بحثونه کوي." د ولسمشر لومړی مرستيال، د اجرائيه ریاست دوهم مرستيال،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د لوی ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو

په کابل کې د لوی ملي ائتلاف په نوم نن یو ائتلاف اعلان شو. د جمعيت اسلامي ګوند اجرائيه رئيس عطا محمد نور د ياد ائتلاف په غونډه کې وويل چې ائتلاف به‌یې د نورو سياسي جريانونو او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ټيم سره تر بحثونو وروسته د راتلونکي ولسمشريزو انتخاباتو لپاره په کمپاين کې ګډون وکړي. ښاغلي نور زیاته کړه: "په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولنې ممتاز قشر او کارپوهان راټولېږي او اساسي اهداف اعلانوي، وروسته به د دغه ائتلاف استازي بحثونه کوي." د ولسمشر لومړی مرستيال، د اجرائيه ریاست دوهم مرستيال،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ او ژان کلود یونکر د سوداګريزې جګړې مخه نيولې

د امريکا ولسمشر او د اروپايي کمېسيون رئیس د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ د سوداګريزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې توافق ته رسېدلي او د سوداګريزې جګړې مخه‌يې نيولې ده. ډونالد ټرمپ او ژان کلود یونکر د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې سره وکتل. يونکر خبريالانو ته وويل:  "موږ یو شمېر برخې په نخښه کړي چې باید ګډ کار پرې وکړو. د صنعتي توکو په برخه کې د صفر تعرفې پر لور کار وکړو چې دا زموږ اصلي هدف دی. د انرژۍ په برخه کې هم همکاري زياتوو." د جرمني د اقتصاد وزير پيترالت ماير دا موافقه ډېره مهمه بللې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ او ژان کلود یونکر د سوداګريزې جګړې مخه نيولې

د امريکا ولسمشر او د اروپايي کمېسيون رئیس د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ د سوداګريزو کړکېچونو د کمولو په برخه کې توافق ته رسېدلي او د سوداګريزې جګړې مخه يې نيولې ده. ډونالډ ټرمپ او ژان کلود یونکر د چهارشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې سره وکتل. يونکر خبريالانو ته وويل:  "موږ یو شمېر برخې په نخښه کړي چې باید ګډ کار پرې وکړو. د صنعتي توکو په برخه کې د صفر تعرفې پر لور کار وکړو چې دا زموږ اصلي هدف دی. د انرژۍ په برخه کې هم همکاري زياتوو." د جرمني د اقتصاد وزير پيترالت ماير دا موافقه ډېره مهمه بللې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

انتخاباتي نتیجې، په لاهور کې خوشالۍ او اورلوبه

په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف پلویانو په انتخاباتو کې د لومړنیو نتیجو پر اساس په بریا خوشالي کړې او د جولای پر ۲۵مه شپې مهال د ښار سړکونو ته وروتلي ول. دوی نعرې وهلې او اورلوبه یې هم وکړه. په ځېنو ځایونو کې د مسلم لیګ (ن) پلویانو هم خوشالۍ وکړې. ویډیو وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus