Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 01.07.2018

Mashaalradio.com 

جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل

د ننګرهار امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، موټر بم برید د جلال اباد په مخابراتو څلورلاره کې شوی. دوی وايي، د جولای د لومړۍ نېټې برید پر داسې مهال شوی چې د هندوانو او سېکانو مشران د شاهي ماڼۍ لوري ته روان ول چې له ولسمشر اشرف غني سره وویني. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې د تېلو قيمتونه زيات شوي

د پاکستان نګران حکومت د تېلو او ګېسو د تنظیم ادارې اوګرا په سپارښتنه د تېلو بیې لوړې کړې کړي دي. د پاکستان خزانې وزارت د جون د ۳۰مې پر شپه بيان کې ويلي چې د پېټرولو يوه لیټر قيمت ۷.۵۴، د ډيزلو يوه ليټر ۱۴ او د خاورو تيلو د يوه ليټر ۳.۳۶ روپۍ زيات شوی دی. خو ولسي وګړي د حکومت له دې پرېکړې خوشاله نه دي. د دوی نظرونه په ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

چین پاکستان ته د یو ارب ډالر پور ورکړی دی

رويټرز وايي، د خزانې وزارت داسې دستاويزونه يې هم ليدلي چې پکې ويل شوي چې چين د تېر مالي کال په لومړيو ۱۰ مياشتو کې پاکستان ته يو نيم ارب ډالر پور ورکړی دی.

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي په سوریه کې نامعلوم شمېر بې پيلوټه الوتکې نسکورې کړي

د روسيې پوځ وايي، د سوريې په لويديځ کې يې حميميم پوځي اډې ته څېرمه ناپېژندويې بې پېلوټې الوتکې نسکورې کړې دي. د روسيې خبري اژانسونو د هوايي ځواک د يوه وياند په حواله راپور ورکړى چې نن يې ويلي، د دافع هوا وسلو په مرسته يې دغه ټولې بې پېلوټه الوتکې ويجاړې کړې دي.  د هغه په خبره په دې پېښه کې چې تېر ماښام له تياره وروسته شوې، پوځي اډې يا هم د هغې عملې ته کوم زيان نه دى اوښتى. دا پر هغه پوځي اډه چې روسيه ورڅخه په سوريه کې د خپلو پوځي عملياتو د عمده مرکز توګه استفاده کوي، د بې پېلوټه الوتکو په مرسته د حملو تازه هڅه ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې مظاهره کوونکي له پولیسو سره په شخړه اوښتي

د ايران محلي رسنيو راپور ورکړى چې د دغه هېواد په جنوب لوېديځ کې په سلګونو کسان چې د څښاک-اوبو د کموالي له کبله يې مظاهره کوله، له پوليسو سره په شخړه واوښتل. دولتي اژانس ايرنا وايي، مظاهره چيان پرون په خُرمشهر کې راغونډ شوي وو او د ايراني چارواکو پرضد يې شعارونه ورکول. اژانس وايي، پوليسو پرون ناوخته پر مظاهره چيانو چې پر پوليسو يې د ډبرو ګوزارونه کول، اوښکي بهوونکي ګاز وکارول. په راپور کې ويل شوي چې تېره شپه هم دغه ناکرارۍ روانې وي. د خُرمشهر د مظاهرو په ويډيوګانو کې چې پر ټولنيزو رسنيو خپرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په پروان کې سلګونه زده کوونکي مسموم شوي

په پروان ولايت کې نن د څو ښوونځيو په لسګونو زده کوونکي د سيند اوبو د څښلو له کبله مسموم شوي دي. د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حمقل نن ازادي راډيو ته وويل: "د پروان په بېلابېلو سيمو کې چې پنجشېر سيند ورڅخه تېرېږي، زموږ زده کوونکي د مسووميت له پېښو سره مخامخ شوي دي، همکاران مو وايي چې د پنجشنېر سيند اوبه په ځينو موادو ککړې شوي، په هر ځاى کې چې ماشومان ورڅخه ګټه اخلي، مسمومېږي." د پوهنې وزارت ويلي چې له سهاره څه باندې ٣٠٠ زده کوونکي روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. بلخوا د چاپېريال ساتنې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

فوټبال د اسراییلي بریدونو ښکار شویو ته نوی ژوند ورکړی

د اسراییلو په هوايي بریدونو کې ژوبل او معذوره شویو فلسطینیانو د فوټبال لوبډلې جوړې کړې دي او وايي، دې لوبې یې د ژوند رنګ بدل کړی دی. په لوبډلو کې له تنکیو ځوانانو او ماشومانو څخه د پاخه عمر کسان هم شامل دي. ځېنې یې وايي، له دې لارې د فلسطین لپاره مبارزه کوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.




Pa.azadiradio.com 

شینزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتي چې ژر پر ازاد تجارت موافقه وکړي

د جاپان صدراعظم شينزو ابې د سيمې له رهبرانو غوښتنه وکړه چې تر وخت مخکې پر ازاد تجارت موافقې ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د تجارت په برخه کې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پالېسيو انتقادونه پارولي دي. جاپان او سنګاپور د سيمه ييز هراړخيز تجارتي شراکت د هغې غونډې کوربانه دي چې نن په توکيو کې پيل شوې ده. په دغه سازمان کې لس هغه هېوادونه هم شامل دي چې د اسيان په نوم د تجارتي ډلې غړيتوب لري. د اسيان ډلې شپږو غړو هېوادونو له جاپان، چين، جنوبي کوريا، هندوستان، استراليا او نيوزيلینډ سره د ازاد تجارت موافقه لاسليک کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني په ننګرهار کې د غصب د مخنيوي د يوه کمېسيون دستور ورکړ

افغان ولسمشر په ننګرهار کې د ځمکو د غصب د مخنيوي لپاره د يوه ځانګړي کمېسيون د جوړولو دستور ورکړ. محمد اشرف غني نن یکشنبه په جلال اباد کې د وينا پر مهال له ځوانانو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: "والي صاحب! د غصب په باره کې يو خاص کمېسيون جوړ کړئ، هرڅه مو چې په کار وي، زه يې درکوم، که قاطعيت غواړئ، والي صاحب او د امنيې قوماندان ته اختيار ورکوم چې له ما وغواړي چې د غصب د ختمولو لپاره څه په کار دي." ولسمشر غني نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې له امنيتي چارواکو سره په امنيتي غونډه کې د دغه ولايت پر امنيتي وضعيت بحث وکړ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې له ۳ ملازمانو سرونه غوڅ شوي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، وسله والو کسانو تېره شپه د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د ملکيار لېسې د درېيو ملازمانو سرونه غوڅ کړي دي. د دغه وزارت د نشراتو رئيس کبير حمقل نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل: نوموړي وویل: "نامعلومو وسله والو زموږ د ملازمانو سرونه پرې کړي، د ښوونځي ادارې، تعليمي توکو او کتابونو ته اور اچول شوى، د پوهنې رياست چارواکي او د خوګياڼو ولسوالۍ د پوهنې مديريت له امنيتي مسؤلانو سره د دې قضيې په اړه کار کوي." د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دې پېښې په اړه تحقيقات پيل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان د رجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

په هغه هېواد کې د رجسټر کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه پوره شوې چې له هغه وخت راهیسې اسلام اباد دوه ځلې تر درو میاشتو پورې وغځوله. نګران حکومت دا موده د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې غځولې ده.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus