ټايم: طالبانو له اسلامه د جنګي وسلې په توګه استفاده کړې
ټايم مجلې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:
ټايم مجلې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده:
د پاکستان نګران وفاقي حکومت وايي، پخوانۍ فاټا د خېبر پښتونخوا برخه جوړيدو وروسته نوي ټېکس به پرې نه لګول کېږي.
د امريکا ولسمشر ژمنه کړې چې د دغه هيواد په انتخاباتو کې به د هر ډول لاسوهنې هڅې ناکامې کړي. نن د نیلسن منډيلا د زيږېدو سلمه کليزه ده. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مههېروئ.
اسلام اباد های کورټ د پخواني وزير اعظم نواز شريف، د هغه لور مرېم نواز او زوم کپټن ريټايرډ محمد صفدر ته د احتساب عدالت لخوا ورکړل شوي سزاګانې معطل کولو نه متعلق د مجرمانو په درخواستونو نېب ته نوټس جاري کړی دی.
د اسلام اباد اېچ ۹ په سیمه کې په یو مارکېټ کې د اور له لګېدو ګڼ دوکانوه سوځېدلي دي. که څه هم اور تر ډېره مهار شوی دی خو لا هم ډوډوزې ترې خېژي. د مشال راډيو ویډيو په دې اړه دا ویډیو وګورئ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، يو ځل بیا پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او له دغې ډلې یې وغوښتل چې په...
د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د شپږو زونونو ترمنځ پنځوس اوریزې سیالۍ د کابل په غازي امان الله خان نړيوال لوبغالي کې روانې دي. د دغو سیالیو په لړ کې نن امو او بوست لوبډلو ترمنځ سیالي روانه ده. امو لوبډلې د غازي امان الله خان جام سیالیو دویم پړاو کې د بوست لوبډلې ته ۳۱۹ منډې هدف وټاکه. په روانه لوبه کې چې ټاس يې بوسټ لوبډلې وګاټه او امو لوبډلې ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه د امو لوبډلې لوبډلمشر جاوید احمدي ۱۲۳ منډې او ځوان لوبغاړي ریاض حسن ۱۰۳ منډې وکړې. اوس د سیالۍ دوهمه پاڼې رونه ده وروسته... Читать дальше...
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي، که څوک د نوملیکنې پر پروسې د درغلۍ ادعا کوي؛ باید اسناد وړاندې کړي.
په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو د سولې د راتلو په اړه خپلې هیلې کمې کړي وايي چې د افغانستان او امریکا حکومتونه باید ...
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د دغه کمېسیون د دارالانشاء د رئیس نه شتون، یوه کاري تشه ده...
والي محمد شفیق اسدالله سعید د چارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د جګړې ګراف ۵۰ سلنه راټيټ شوی دی.
د انصاف نړیوال عدالت یا ای سي جې تایید کړې چې ایران له دوی سره د امریکا خلاف پر دې هېواد د بندیزونو د بیرته لګولو له کبله قانوني شکایت درجکړی دې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د خپل هېواد د استخباراتي ادارو هغه نتیجې مني چې وايي، روس د امریکا د ۲۰۱۶م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ده په طرفدارۍ لاسوهنه کړې ده خو زیاتوي د روس دغه عمل د انتخاباتو په نتیجو څه اثر نه دې کړی.
په افغانستان کې د خبریالانو د مصئونیت کمېټه د ۲۰۱۷مېلادي کال په پرتله د روان کال په ترڅ کې د افغان خبریالانو په وړاندې...
د باجوړ ضلعې ځوانان به په ټاکنو کې چاته ووټ اچوي او په کم فکر به ووټ کاروي او دا چې راتلونکي ټاکنو د دوی څه تمې دي؟ په دې اړه د مشال راډیو خبریال د باجوړ له یوشمېر ځوانانو سره خبرې کړي او دا ویډیويي رپورټ یې پرې جوړ کړی دی.
د باجوړ ضلعې ځوانان به په ټاکنو کې چاته ووټ اچوي او په کم فکر به ووټ کاروي او دا چې راتلونکي ټاکنو د دوی څه تمې دي؟ په دې اړه د مشال راډیو خبریال د باجوړ له یوشمېر ځوانانو سره خبرې کړي او دا ویډیويي رپورټ یې پرې جوړ کړی دی.
د باجوړ ضلعی عنایت کلا بازار په اول وار په ۱۹۹۴ ز کال د تور پټکي نومي تحریک په دوران وران کړل شوی وو خو په دوهم وار نهه کاله وړاندې (۲۰۰۹ز کال) د تحریک طالبان پاکستان پرضد د پوځي اپرېشن په دوران وران کړې شوی وو. د دغه بازار سوداګر او کاروباریان وايي چې په پوځي عملیاتو کې یې د کروړونو کروړونو روپیو تاوان شوی وو. نن دغه بازار یو وار بیا ودان شوی او د دکانونو شمېر یې له درو زرو زیات شوی دی. له دې ځایه کراچۍ، لاهور او پنډۍ ته هم ګاډي ځي، خو که څوک ورته نه وراځي، نو هغه د کونړ کاروباریان دي ځکه چې د نوا درې او غاښي درې لارې بندې دي. Читать дальше...
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس وايي، په دغه ولايت کې یې د افغانيو د چلښت او د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي په موخه منظم کمپاین روان دی. نصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کمپاین سبب شوی چې په دې ولایت کې اتیا سلنه د کالدارو د چلښت مخه ونیول شي. د ښاغلي علمیار په وینا د کالدارو د چلښت په مخنیوي سره به اقتصادي ثبات تامین شي. نوموړي وویل په دغه کمپاین کې سوداګر او دولتي چارواکي ګډون لري او ترهغه به دوام وکړي څو په دغه ولایت کې د کالدارو چلښت مخنیوی وشي.
د پکتیا ګڼ شمېر مدني فعالانو، ځوانانو او قومي مشرانو د خپلسرو وسله والو، د ځمکو غاصبینو او زورواکو پر وړاندې...
د نورستان په مرکز پارون او یوشمېر ولسوالیو کې ۳۲ ښځو ته ۳۲ شنې خونې جوړې شوې دي چې اکثره یې بېوزلو ښځو ته ورکړي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالغیاث نن ازادي راډيو ته وویل چې په دغه شنو خونو کې به موسمي سبزیجات ساتل کېږي چې ښه نتیجه يې ورکړې ده. نوموړی وایي، پلان لري چې په راتلونکي کال کې د دغو شنو خونو شمېر څلور چنده زیات کړي. نوموړي وویل چې پر هرې شنې خونې باندې ۳۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کېږي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني طالبان وهڅول چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې د سولې وړاندیز ومني. هغه دا پیغام نن په کابل کې د څارنې او انسجام د ګډ بورډ په غونډه کې دا خبره وکړه. ولسمشر اشرف غني وویل: "ټولو افغانانو ته د طالبانو په شمول د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات یو ښه فرصت دی. نورو ممالکو کې چې د سولې خبرې کیږي، هغوی اول قوانین او قواعد بدلوي چې مخالفینو ته د دې زمینه برابره شي چې انتخاباتو کې ګډون وکړي، خو زموږ قانوني شرایطو کې داسې یوه ستونزه نشته. د دې پرځای چې تر انتخاباتو وروسته... Читать дальше...
د ارزګان ولایت د ملي امنیت مسؤلین وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی. د ملي امنیت اداري مسؤل عبدالصمد شمس پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په دې مرکز کې لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي. دی وايي، له دې مرکزه به جوړېدونکي ماینونه د طالبانو له خوا د افغان پوځ پر ضد کاریدل. د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو چارواکي د پلټنو ژمنه کوي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د امریکا چمتوالي او پهدې اړه د افغان حکومت پر غبرګون بحثونه کړي دي.
د هلمند والي وايي، د ولسمشر په امر يې د طالبانو پر زندانونو او مشرانو بریدونه ډېر کړي دي.
د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه طالبانو وسلې پر ځمکه ایښي دي.