Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июль
2018

Новости за 16.07.2018

Mashaalradio.com 

د انصاف لپاره به نړیوال راوننګوو: منظور پښتین

پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ د جولای پر ۱۵مه په ډېره اسماعیل خان کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه د ککړ پولیس افسر راو انوار د ضمانت، د ټولنیزو رسنیو او د غورځنګ ملاتړي حیات پرېغل نیولو او زنداني کولو او د پښتنو د نورو ستونزو پر ضد جلسه کړې. د بشیر ګواښ ویډیو راپور

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وايي، د پاکستان له‌خوا شوې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي او دی د عملي اقداماتو په تمه دی,فرانسې د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام اتلولي خپله کړه او نور مهم خبرونه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پېشګام ټلوېزیون مه‌هېروئ.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریانو او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ!

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د فوټبال د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام سیالیو پایلوبه په خوښۍ سره ولیدله. که څه هم د دغه سیالۍ له بیل څو ساعته وړاندې د دغه ښار په یوه څنډه کې چاودنه هم وشوه خو د فوټبال مینه والو بیا هم د فوټبال له لیدلو خوند واخیست. تمیم اخګر دغه ویډیويي راپور چمتو کړی چې دلته یې کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

پکتیکاوالو د زورواکو پر وړاندې د افغان ولسمشر د اقداماتو ملاتړ وکړ

د پکتیکا مدني فعالانو او ځوانانو د زورواکو او خپلسرو وسله والو پر وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وروستيو اقداماتو ملاتړ وکړ او دا کار يې په هېواد کې د امن او ټیکاو د ټينګښت او قانون د پلي کېدو لپاره مهم وباله. دوی ویل، د وسله والو مخالفینو په شان زوراکو هم دولت ته ستونزې جوړې کړي او فساد ته يې زمینه برابره کړې ده. د پکتیکا مدني فعالان او ځوانان چې نن د دوشنبې په ورځ په مرکز ښرنه کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو، له ولسمشر غني دا هم وغوښتل چې د قانون ماتوونکو، د ځمکو د غاصبینو او زورواکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

قزاقستان کې د یوه بس د سوځېدو په تړاو نیول شوي کسان محاکمه کېږي

د قزاقستان چارواکو ویلي چې د هغو پنځو قزاقیانو محاکمه به د جولای په ۲۰ مه وشي چې د یوه بس د سوځېدو د پېښې په تړاو نیول شوي دي. دا پرېکړه د قزاقستان اقتبې سیمه ییزې محکمې نن دوشنبه کړې ده. د جنورۍ په میاشت کې په ایرګیز سیمه کې هغه وخت یو بس وسوځېد چې د موټر د ګرمولو لپاره موټر چلوونکي د ګاز ډبه چالانه کړې وه او د چاودنې له امله يې ټول بس اور واخیست. په پېښه ۵۲ ازبک اتباع وژل شوي وو. د دې پېښې په تړوا پنځه نیول شوي قزاقيان تورن دي چې په خپله دنده کې یې ناغېړي کړې او له کاره لوېدلی موټر یې د خلکو د انتقال لپاره کارولی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جنګ روان دی

په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو او داعش یا اسلامي دولت ډلې تر منځ جنګ روان دی. د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته وویل چې د دغو دوو ډلو جنګ ورځ تر بلې سختېږي او نن شپږمې ورځې ته داخل شوی. د هغه په خبره، په تازه وژل شویو کسانو کې د داعش پنځه بهرني غړي چې پکې د داعشیانو درې ښځې او یو ډاکتر شامل دي، وژل شوي او اخوا د وسله والو طالبانو څلور غړي هم له منځه تللي دي. د جوزجان چارواکي وايي چې طالبانو او داعش ډلې په درزاب کې دا جنګ پیل کړی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې یو تن له ۲۵ کیلوګرامه هیروئینو سره نیول شوی

د غزني چارواکي وايي چې په دې ولایت کې یې یو تن له ۲۵ کیلوګرامه هیروئینو سره نیولی دی. د غزني امنیه قوماندان فرید احمد مشعل نن دوشنبه خبریالانو ته وویل چې نیول شوی کس نقیب الله نومېږي او د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. د غزني امنیه قوماندان وايي، نیول شوي کس غوښتل چې غزني ښار ته دا مخدره مواد انتقال کړي چې د امنیتي منسوبینو له لوري ونیول شو. تر دې وړاندې هم په غزني کې د پولیسو له خوا د مخدره موادو قاچاق وړونکي نیول شوي دي.




Pa.azadiradio.com 

ګرجستان کې ۴ کان کېندونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد په یوه کان کې د یوې پېښې له امله څلور کان کېندونکي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي. په‎دې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دغو کسانو ته په میندلي کان کې چې له پلازمېنې تبلیسي لوېدیځ پلو ته په لیرې پراته ښار تکیبولي کې پروت دی زیان اوښتی. ویل کېږي، د میتان ګازو د چاودنې له کبله په دغو کان کېندونکو د یوه تونل چت لوېدلی دی. په‎دې اړه تحقیقات پيل شوي. تر دې مخکې په اپرېل میاشت کې هم په همدې کان کې شپږ نور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل وو.

Pa.azadiradio.com 

د هلمند چارواکي: په ۴ هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

هلمند ولایت کې تېره شپه په څلورو هوايي بریدونو کې ۱۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي. د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وايي، د نظامي شورا د پرېکړې له مخې هغه طالبان هدف ګرځېدلي چې د اوربند مخالفت‌يې کاوه او جګړې ته‌يې دوام ورکاوه. د ده په وینا د ځمکني عملیاتو سربېره چې د دې ډول وسله‎والو طالبانو پر ضد يې هوايي بریدونه پیل کړي دي چې تېره شپه د ۷ طالب قوماندانانو په ګډ‌ون ۱۶ تنه په‎کې وژل شوي دي. نوموړي وویل، دغه بریدونه دوه د ګرشک په باغرانیانو او یخچال کې، یو د لښکرګاه په باباجي او څلورم په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې له طالبانو سره په نښته کې ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې نښته کې د ۷ افغان سیمه ییزو پولیسو وژنه تأیید کړه. دی وایي: "په مارکو کې د غني خیلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې ترورېستي برید شوی چې له امله یې په پوسته کې اوه سیمه ییز پولیس شهیدان شوي، همداراز د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ګڼ شمېر ترورېستانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده." د خوګیاڼي په خبره، پرون د غني خېلو ولسوالۍ له مارکو بازاره د ځانمرګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې له طالبانو سره نښته کې ۷ سیمه‌ییز پولیس وژل شوي

د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د افغان سیمه‌ییزو پولیسو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په دې نښته کې د ۷ افغان سیمه‌ییزو پولیسو وژنه تأیید کړه. دی وایي: "په مارکو کې د غني‌خېلو سړک په سیمه کې د فرش په نوم پوستې باندې ترورېستي برید شوی چې له امله‌یې په پوسته کې اووه سیمه‌ییز پولیس شهیدان شوي، همداراز د امنیتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ګڼ شمېر ترورېستانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده." د خوګیاڼي په خبره، پرون د غني‌خېلو ولسوالۍ له مارکو بازاره د ځانمرګي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسله‌وال مخالفین وژلي

د نړيوالو ځواکونو په یوه هوایي بريد کې پرون د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي. دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه. نوموړي وویل: "د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسله‌والو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسله‌وال وژل شوي او یو د دوی سیمه‌ییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونه‌یې پرې شوي دي." دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نه‌دی رسېدلی. د دولت وسله‌والو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوالو ځواکونو په کندهار کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژلي

د نړيوالو ځواکونو په یوه هوائي بريد کې پرون د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۱۲ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. دا خبره د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن دوشنبه سهار ازادي راډيو ته وکړه. نوموړي وویل: "د معروف ولسوالۍ په کلاله سیمه کې وسله والو تګ راتګ کاوه او یو رنجر موټر کې سپاره وو، د هوايي برید لاندې راغلي، په هوايي برید کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او یو د دوی سیمه ییز قوماندان په مرګوني حالت ټپي شوی چې پښې او لاسونه یې پرې شوي دي." دراني وویل چې په بريد کې بل چاته زيان نه دی رسېدلی. د دولت وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني وایي، له پاکستانه د عمل پلان د عملي کولو تمه لري

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني وايي، د پاکستان له خوا د عمل پلان په برخه کې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي او دی د عملي اقداماتو په تمه دی. ولسمشر غني دا خبره له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه. هغه وویل چې له پاکستانه نه مایوسه دی او نه یې په اړه ډېره خوشبیني لري. د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل پلان په نوم په یو لړ مسایلو توافق شوی چې پکې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې یې په سر کې ځای لري. ولسمشر اشرف غني له ازادي راډیو سره په دې مرکه کې دا هم وویل چې پاکستان او د سیمې هېوادونو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus