Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 30.06.2018

Mashaalradio.com 

ننګرهار کې د برېښنا نوی سب سټېشن فعال شو

په ننګرهار کې د درې نیم ميلونو ډالرو په ارزښت د شل ميګاواټه ظرفیت لرونکی برېښنا څلورم سب سټېشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو او د حصارشاهي صنعتي پارک تر څنګ د سل ميګاواټه لمریزې برېښنا لپاره د احاطې د ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ له روسیې سره د کریمیا د الحاق د رسمي پېژندو له رده ډډه کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له لیدنې څو ورځې مخکې له دې ډډه وکړه چې له روسیې سره د کریمیا د الحاق په رسمیت پېژندل رد کړي.  کله چې د جمعې په ورځ له نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې ایا هغه راپورونه رښتیا دي چې واشنګټن به له روسیې سره د کریمیا د یو ځای کېدو په وړاندې د اوږدې مودې له مخالفته لاس واخلي؟ ټرمپ وویل: "موږ به وګورو." ټرمپ د هغې پوښتنې هم ورته ځواب ورکړ چې ایا نوموړی به پر روسیې د امریکا د هغو بندیزونو په لېرې کولو غور وکړي چې د اوکراین څخه د کریمیا د لاندې کولو له کبله یې پرې لګولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې وسله والو د ای خانم د بندر د کمیسارۍ وسایل له ځان سره وړي

په تخار کې سیمه يیز چارواکي وايي، د حکومت مخالفو وسله والو په یو برید کې ددې ولایت د ای خانم د بندر د کمیسارۍ ټول تجهیزات او وسایل له ځان سره وړي دي. د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولایت د ای خانم بندر پر کمیسارۍ ډله ییز برید کړی او له نیم ساعت جګړې وروسته یې کمیساري نیولې، د کمیسارۍ ټول تاسیسات، دوه هاموی ټانکونه او څلور رینجر موټر یې سوځولي دي. د ښاغلي تیمور په وینا، وسله والو مخالفينو د کمیسارۍ شپږ سرتېري اسیران کړي، دوه هاموی ټانکونه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بامیانو کې د دمبورې دوهم کلنی جشن

په بامیانو ولایت کې د مبورې جشن د شاوخوا ۳۰ زرو کسانو په ګډون سره ترسره شو. په دغه جشن کې د موسیقۍ ترڅنګ د ښځو لاسي صنایع هم نندارې ته وړاندې شوې. په دې اړه نور تفصیل په دغه ویډيويي راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

موحد: ۳ میاشتو کې ۲۳۱تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي

د ۱۳۹۷شمسي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې۲۳۱ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي او دوسیې یې له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره استول شوي دي. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد وايي چې ۲۳۱ کسان د نشه‎يي موادو د قاچاقو په ۱۸۶پېښو کې نیول شوي چې په‎دې ډله کې ۱۳يې ښځې، دوه بهرنیان او ۹ تنه یې د ملکي خدمتونو مامورین وو. له دې کسانو څخه سره د پاسه ۸۵۶ کیلو ګرامه هیرويين، تر ۳۸۰ کیلوګرامو ډېر مورفین، ۶۴۳۹ کیلو ګرامه تریاک، څه د پاسه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د بېنرانو او پوسټرانو چاپخانې

په بلوچستان کې د راتلونکیو انتخاباتو لپاره د امیدوارانو لخوا د انتخابي کمپین هلې ځلې پیل شوي دي چې زیاتره کاندیدان په دې هڅه کې دي چې ترخپلو ووټرانو د بېنرانو او پوسټرونو له لارې خپل پیغام ورسوي. په دې اړه دا ویډیو رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

بلوچستان کې د بېنرانو او پوسټرانو چاپولو پرېس

په بلوچستان کې د راتلونکې انتخاباتو لپاره د امیدوارانو لخوا د انتخابي کمپین هلې ځلې پیل شوي دي چې زیاتره کاندیدان په دې هڅه کې دي چې ترخپلو ووټرانو د بېنرانو او پوسټرونو له لارې خپل پیغام ورسوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.




Pa.azadiradio.com 

هرات کې ۶تنه د نشه يي توکو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې شپږکسان د نشه‎يي موادو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي دي. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دا شپږ کسان له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په انجیل ولسوالۍ او هرات ښار نیولي دي. لومړي عملیات په انجیل ولسوالۍ کې ترسره شول چې د نشه‎يي موادو دوه تنه خرڅوونکي له ۵۷۶ ګرامو هیرويينو او ۳۳۴ ګرامو شیشې یا کرسټالو سره ونیول شول او په‎دې ولسوالۍ کې د دوهم ځل عملیاتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه کارخانه کشف او په تور یې یو تن له ۱۸۶ لېټره الکولي مشروبات سره نیول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د قاچاقو مخه نیولې

د غزني پولیسو کابل او ننګرهار ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو مخه نیولې ده. د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید احمد مشعل د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوه کسان هغه مهال ونیول شول چې غوښتل یې ۱۰کیلو ګرامه هیرویین په بس کې له کندهاره کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته قاچاق کړي. نوموړی وايي: "دا نشه‎يي مواد د انرژۍ په بوتلونو کې ځای پر ځای شوي او غوښتل يې چې په ۳۰۳ بينز موټر کې یې د دوو کسانو په واسطه کابل او بیا له هغه ځایه ننګرهار ته انتقال کړي چې د سپندې په سیمه کې پولیسو ونیول." د یادونې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۳۸ تنه د قاچاق په تور نیولي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۳۲ بېلابېلو عملیاتو کې د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور ۳۸ کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ننګرهار، نیمروز، بغلان، سرپل، بدخشان، کابل، بادغیس، خوست او هرات ولایتونو کې شوي چې په نتیجه کې يې ۳۸ تنه قاچاق کوونکي نیول شوي دي. له دې کسانوسره ۳۹کیلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد لکه هیروئین، تریاک، چرس، ټابلېټ «K» ګولۍ او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

Mashaalradio.com 

د کابل او اسلام اباد اړیکو ته کتنه

د افغانستان او پاکستان کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دا ورستیو کې د اړیکو ښه والي ته د هرکلي په ویلو سره د خپلمنځي تګ راتګ پر زیاتولو ټینګار کوي. دا خبرې د افغانستان -پاکستان ګډې کمېټۍ ځینو غړیو له مشال راډيو سره کړې دي

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د متحده قبایل ګوند احتجاج لا هم دوام لري

په خېبر پښتونخوا کې تازه شامل کړل شويو قبايلي سيمو يو شمېر کسانو په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره روانه کړې ده. دوی غوښتنه کوله چې د هېواد د نورو برخو په شان دې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات دې هم د جولای پر ۲۵ مه وشي. په دې اړه دا ویډیويي روپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

رستمي: په هرات کې د اوبو لګولو ۶ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هرات کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه کانالونه د انجیل ولسوالۍ اړوند د ده ازبک، تولاداب، بازرګان، سرای نو، جوی اسیا او جوی هزارګي کلیو کې جوړ شوي دي. نوموړي وویل، دغه کانالونه د اوبو په لېږد، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي، د اوبو د سرعت د زیاتېدو او د اوبو پر سر د شخړو د مخنیوي په برخه کې اساسي رول لري. د ده په وینا، دغه کانالونه د دوه زره او سل هکټاره ځمکې د خړوبولو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus