Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 19.06.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

ازبکستان وایي چې د طالبانو له مشرانو سره یې غونډې کړي، د شمالي کوریا مشر پیکنګ ته تللی او یوه تن تر پنځه زره کیلومتره ډیر واټن پر بایسکل وهلی دا او یو شمیر نور مهم نړیوال خبرونه د ازادي راډیو په دې خبرې ټولګه کې لیدلی شئ. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي

Mashaalradio.com 

کاکاجي: د اډیالې بندیان خوشې کړئ ګنې احتجاج پیلوو

پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ځینو مرکزي مشرانو په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې له پاکستان سرکاره غوښتنه وکړه چې د دوی او پښتون تحفظ موومنټ ګرفتار غړي دې ژر تر ژره خوشې کړي کنه نو د پلازمېنې په ګډون په ټول ملک کې به احتجاج وکړي.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: که طالبان يې وړانديزونه ومني، اوربند به یو کال ته وغځوي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان يې وړانديزونه ومني، اوربند به یو کال ته وغځوي. ولسمشر غني نن سې شنبه له هلمنده کابل ته ورغلي د سولې کاروان له غړو سره د کتلو پر مهال طالبانو ته د سولې وړانديز تکرار کړ او ويې ویل چې په هر ځای کې چې طالبان ورته وايي، هملته به ورسره له هر ډول قید او شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر شي. د سولې کاروان غړو تر ۷۰۰ کيلومتره زياته لار وهلې او له ۳۷ ورځو راهيسې له هلمنده تر کابله په پښو راغلي دي.

Mashaalradio.com 

خوستي ځوانان وايي، د اختر د لمانځلو لپاره تر لیرې-لیرې سیمو ولاړل

د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې دا اختر يې د سولې اختر وو او دوی وکولی شول د اوربند څخه په استفادې دا ځل د اختر د لمانځلو لپاره هغو سیمو ته ولاړ شي، چې تېر اتلس کاله يې د امنیتي ګواښونو له کبله نه وې لیدلې.

Pa.azadiradio.com 

د "م.م" دوو متخصصینو په ایران کې د یوه کس د اعدام لغوه کېدل غوښتي

په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو دوو متخصصينو له ایرانه غوښتي چې د هغه کس د اعدام پلان دې لغوه کړي چې په پنځلس کلنۍ کې د خپل ښوونکي په وژلو تورن پېژندل شوی. د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلاميه کې متخصصينو هغو راپورونو ته اشاره کړې چې وايي، محمد کلهوري به له روژې مياشتې وروسته ډېر ژر اعدام شي. متخصصينو ويلي، د ایران دولتي پلټونکو ويلي وو چې کلهوري هغه مهال چې د خپل ښوونکي په وژلو تورن پېژندل شوی وو، بالغ نه و. په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو متخصصينو دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې يوې محکمې د کريميا پنځه تاتار فعالان په ګډوډۍ تورن کړل

په کريمیا کې د روسیې يوې محکمې د کريميا پنځه تاتار فعالان د ۲۰۱۴میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې په ګډوډۍ جوړولو تورن وپېژندل. دوی ته د درې نيمو او څلور نيمو کلونو د تعليقي بند سزا واورول شوه. د روسیې تر کنټرول لاندې کريميا په پلازمېنې سمفروپول کې دغې محکمې نن سې شنبه دا سزاوې واورولې. دغو پنځو کسانو د ۲۰۱۴میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې د دولتي ودانيو مخې ته په لاريون کې ګډون کړی و. دوی په ۲۰۱۵میلادي کال کې ونيول شول او د روسي ادارو له خوا تورن وپېژندل شول.

Pa.azadiradio.com 

هندوستان په بلخ کې د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده

هندوستان په بلخ ولایت کې د څلورو میلیونو ډالرو په ارزښت، د دوو لویو پروژو د بنسټ ډبره کېښوده. په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومار بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت، په مزارشریف کې د کرکټ د یوه مجهز میدان او د ۳ میلیونو ډالرو په ارزښت، د ۸.۲ کیلو متره سړک د بنسټ ډبرې کېښودې. د ویني کومار په خبره، د داوړو پروژو مجموعي لګښت به د هندوستان دولت ورکوي. همدا راز د بلخ والي اسحاق رهګذر د دغو دوو پروژو د بنسټ د ډبرو د ايښودو پر مهال وویل چې تر راتلونکي یوه کاله به داوړه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.




Pa.azadiradio.com 

الغفيلي: د افغان حکومت هڅې د اسلامي امت لپاره د ښيګڼې قربانۍ دي

د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار وايي، په افغانستان کې د ناروا جګړې او وينو تويېدو د مخنيوي په خاطر، د افغان حکومت هڅې د ټول اسلامي امت د ښيګڼې لپاره نه هېرېدونکې قربانۍ دي. محمد صالح الغفيلي د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار محمد حنيف اتمر سره د سې شنبې په ورځ په ټيلیفوني خبرو کې د سعودي عربستان د سياسي مشرتابه په استازيتوب د افغان حکومت د اوربند له اعلانه ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې حکومت به يې د سولې له پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. دواړو لورو د افغانستان، سعودي عربستان، امريکا او متحده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غزني په اندړو کې طالبانو له ځانه سره بیولي افغان سرتېري خوشې کړي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې طالبانو هغه سرتېري بېرته خوشې کړي چې د اختر په درېيمه ورځ يې برمته نیولي وو. د غزني والي محمد عارف نوري نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشې شول. ښاغلی نوري وايي، وسله والو طالبانو له دغو سرتېرو څخه ۹ میله وسله او یو هاموی ټانک ګرځولي دي. د اختر په درېيمه ورځ وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ له سلطان باغ سيمې څخه د اوربند له مراسمو د ملي اردو شپږ سرتېري له وسلو سره يوځاى له ځانه سره بيولي وو.

Mashaalradio.com 

په سوات کې سېنیماګانې په بندېدو دي

يو وخت داسې وو چې په خېبر پښتونخوا کې به سېنیما ته تللو لېوالي (شوقین) ډېر زيات ول او خلک به د پښتو فلمونه پکې کتل خو اوس سېنیماګانې خوشې شوي دي او زياتره یې په بنديدو دي. د سوات يوی تاريخي سېنیما په اړه د مشال راډيو خبريال نياز احمد خان ويډيويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

'پي ټي ای دې ټاکنو کې خپل کارکنان ودروي'

د انتخابي ټکټونو په معامله د پاکستان تحريک انصاف یو شمېر کارکنان په بني ګالا کې د عمران خان کور مخې ته په احتجاج دي او غوښتنه کوي چې یاد ګوند دې په راتلونکيو انتخاباتو کې ټکټونه هغه کسانو ته ورکړي چې د پارټۍ لپاره یې هلې ځلې کړې وي. په دې اړه دا ویډیو ګورئ.

Mashaalradio.com 

سردریاب کې د اختر مېلې

د خېبر پښتونخوا د چارسدې ښکلې سیمه سردریاب چې نه یوازې د ماهیانو رانیولو او خوړولو یو نامي ځای دی بلکې د کابل سیند پر غاړه دغه زړه راکښوونکې سیمې ته خلک په اخترونو کې د مېلو لپاره هم ورځي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان چارواکي وايي، دغه ولايت کې د پولیسو یو افسر وژل شوی

د جوزجان چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی. د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ امر عبدالحفيظ خاشي نن سې شنبه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې وسله والو مخالفینو د محمد اسحاق په نوم د شاهراه نمبر دو د ټولي يو افسر په شبرغان کې په خپل کور کې وژلی دی. ده وويل چې وسله وال مخالفین تېره شپه د اوربند په پلمه د هغه کور ته ننوتل او هغه يې وواژه.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus