Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 04.06.2018

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې پر پولیسو چاودنې ۱ تن وژلی او ۳ تنه نور یې ټپيان کړي

د کندهار ښار د ۱۲مې حوزې اړوند د سیمانو په سیمه کې پر پولیسو چاودنه شوې. د کندهار ولایت ویاند داوود احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه تأییدوي او وايي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې په یوه دُکان کې د کشف شويو چاودېدونکو توکو د خنثی کولو پر مهال پر پولیسو رامنځته شوې ده. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په دغې چاودنه کې د ۱۲مې حوزې د ټولي قوماندان وژل شوی او ۳ تنه نور پولیس ټپیان شوي دي. د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

Mashaalradio.com 

غفور: افغانستان سره پر پوله اغزن تار ضروري دی

د پاکستان پوځ وايي افغانستان سره يې د اړيکو ښه کولو لړ کې په ځينو خبرو هوکړه شوې ده چې که عملي شي د دواړو هېوادونو د تعلقاتو بهتره کېدو تر څنګ به د ترهګرۍ پر ضد هم کوټلي ګامونه واخیستل شي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې ګرځبنديز اعلان شوی دی. د فرانسې پولیسو نن په پاریس ښار کې له دوو کمپونو څخه شا او خوا زر پناه غوښتونکو بل ځای ته انتقال کړل. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیونه مه هیروئ

Pa.azadiradio.com 

د اردن صدراعظم حاني ملکي نن دوشنبه استعفا وکړه

د اردن صدراعظم حاني ملکي د هغو مظاهرو په نتیجه کې نن دوشنبه استعفا وکړه چې له څو ورځو راهیسې په دې هېواد کې د اقتصادي او د مالیو د زیاتوالي د سختو اقداماتو پرضد پیل شوې دي. د راپورونو له مخې، د اردن پاچا دوهم عبدالله له عمر الرزازچې د ملکي په کابینه کې د پوهنې وزیر او د نړیوال بانک پخوانی اقتصادپوه دی څخه غوښتي چې نوی حکومت جوړ کړي. دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې شااوخوا درې زره کسان د امنیتي ځواکونو له خبرداري سره سره په عمان کې د صدراعظم د دفتر په مخکې د اعتراض په توګه را ټول شوي وو او د هغه د استعفا غوښتنه یې کوله.

Pa.azadiradio.com 

هند په کندهار کې د زراعت او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره ژمنې کړي

د هند سفیر په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون د معیاري کېدو او له دغه پوهنتون سره د نورو مرستو ژمنه کړې. د کندهار مطبوعاتي دفتر په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د هند نوي سفیر وینا کومار د دوشنبې په ورځ په کندهار کې د زراغتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې د دې پوهنتون د معياري کېدو او پراخوالي لپاره به له خپل حکومت سره خبرې وکړي او په دې برخه کې به نورې مرستې هم جلب کړي. په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په باکو کې د ازادي راډیو د اذربایجان د څانګې د استېناف غوښتنه رد شوه

په باکو کې یوې محکمې د ازادي راډیو د اذربایجان د څانګې د استېناف غوښتنه چې د وېب‌پاڼې د تړلو د پرېکړې په وړاندې یې کړې وه، رد کړه. د اذربایجان دغه اقدام د بشري حقونو ډلو او لوېدیځو هېوادونو غندلی دی. د باکو کاسیشن محکمې نن دوشنبه فیصله وکړه چې د اطلاعاتو او د لوړې ټکنالوژۍ وزارت هغه فیصله تأییدوي چې دغه وېب‌پاڼه‌یې بنده کړې، دا درسته پرېکړه ده او هغه نه‌بدلېږي. وېب‌پاڼه په اذربایجان کې د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ راهیسې د دې هېواد د لویې څارنوالۍ د دفتر په امر چې ویلي یې دي، هغه د کسپین د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار له سرپوزې زندان څخه ۱۰۵ تنه زندانيان خوشې شول

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د کندهار له سرپوزې زندان څخه نن ۱۰۵ تنه زندانيان خوشې شول. چارواکي وایي، له زندانه ازاد شوي بنديان ۱۰۵ تنه دي چې پنځه په‌کې کوچنيان دي او ټول په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو له امله زنداني شوي وو. د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان د دوشنبې په ورځ د سرپوزې په زندان کې خبريالانو ته وویل، د خوشې شویو زندانيانو تر څنګ د ۴۴ نورو بنديانو د بند په موده کې هم د ثور د اتمې په مناسبت د ولسمشر د يو ځانګړي فرمان له مخې، کموالی راغلی دی. د کندهار... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

افغان پارلېمان ته لومړنی سیکهـ کاندید

۵۲ کلن اوتار سنګهـ د افغانستان پارلېمان ته د اهل هنود او سیکهـ‌کانو له‌منځه لومړنی کاندید دی. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي د اوتار سنګهـ خالصه په اړه ویډیویي راپور چمتو کړی چې دلته‌یې کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګې ته لومړنی سیکهـ کاندید

۵۲ کلن اوتار سنګهـ د افغانستان ولسي جرګې ته د اهل هنود او سیکهـ‌کانو له‌منځه لومړنی کاندید دی. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافي د اوتار سنګهـ خالصه په اړه وېډیویي راپور چمتو کړی چې دلته‌یې کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو د کندهار دیني عالم مولوي عبدالحق خطیب وواژه

نا معلومو وسله‌والو د کندهار پر مشهور دیني عالم مولوي عبدالحق خطیب ډزې کړي او هغه‌يې وژلی دی. د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چي د  موی مبارک د جامع جومات امام مولوي عبدالحق خطیب نن ماسپښین تر جماعت وروسته د ښار په سرپوښ بازار کې د خپل کور مخې ته د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو ویشتل شوی او وژل شوی دی. د احمدي په وینا، حمله کوونکي له سیمې تښتېدلي او پولیس‌یې د نیولو په لټه کې دي. مولوي عبدالحق خطیب له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د کندهار د  موی مبارک د جامع جومات امام و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د پوليسو له روزنيز مرکزه ۱۱۲ پوليس فارغ شول

په کندهار کې د پوليسو له روزنيز مرکزه ۱۱۲ پوليس فارغ شول چې دا د کندهار د پولیسو په روزنیز مرکز کي اومه دوره پولیس دي چې له شپږو میاشتنیو زده کړو وروسته فارغېږي. په یاد ولایت کې په دې اړه په جوړو شویو مراسیمو کې د کندهار د پولیسو د روزنیز مرکز چارواکو وویل چې په دغه پروګرام کې پوليسو ته د خلکو د حقونو، د جنایي جرمونو د پلټنې، تاکتیکي جګړې او عقیدتي چارو په برخه کی زده کړې ورکول شوي دي. د کندهار پوليس چارواکي وایي چې سږ کال به د کندهار د پوليسو په روزنیز مرکز کي شااوخوا درې زره تنه پوليس په اختصاصي او اساسي برخو کې وروزي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی

چین د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د ګمرکي تعرفو او د سوداګرۍ د نورو اقداماتو ګواښونه عملي کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او تجارت هره نوې معامله اعتبار ونه‎لري. دغه څرګندونې په هغې اعلامیه کې شوې چې په پیکنګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د دوهم دور په پای کې د چین رسمي خبري اژانس سینخوا د یکشنبې په ورځ خپره کړې ده. په اعلامیه کې نه‎دي ویل شوي چې ایا د امریکا د تجارت د وزیر ویلبور روز او د چین د مرستیال ولسمشر لیوهي ترمنځ غونډه کې پر کومې احتمالي معاملې موافقه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی

چین د امریکا متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د ګمرکي تعرفو او د سوداګرۍ د نورو اقداماتو ګواښونه عملي کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ او تجارت هره نوې معامله اعتبار ونه‎لري. دغه څرګندونې په هغې اعلامیه کې شوي چې په پیکېنګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د دوهم دور په پای کې د چین رسمي خبري اژانس سینخوا د یکشنبې په ورځ خپره کړې ده. په اعلامیه کې نه‎دي ویل شوي چې ایا د امریکا د تجارت د وزیر ویلبور روز او د چین د مرستیال ولسمشر لیوهي ترمنځ غونډه کې پر کومې احتمالي معاملې موافقه... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus