کندهار کې پر پولیسو چاودنې ۱ تن وژلی او ۳ تنه نور یې ټپيان کړي
د کندهار ولایت ویاند داوود احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه تأییدوي او وايي چې دغه چاودنه نن ماښام شااوخوا ۰۸:۰۰ بجې په یوه دُکان کې د کشف شويو چاودېدونکو توکو د خنثی کولو پر مهال پر پولیسو رامنځته شوې ده.
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې په دغې چاودنه کې د ۱۲مې حوزې د ټولي قوماندان وژل شوی او ۳ تنه نور پولیس ټپیان شوي دي.
د دغې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.