چین د امریکا متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړی
دغه څرګندونې په هغې اعلامیه کې شوې چې په پیکنګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د دوهم دور په پای کې د چین رسمي خبري اژانس سینخوا د یکشنبې په ورځ خپره کړې ده.
په اعلامیه کې نهدي ویل شوي چې ایا د امریکا د تجارت د وزیر ویلبور روز او د چین د مرستیال ولسمشر لیوهي ترمنځ غونډه کې پر کومې احتمالي معاملې موافقه شوې کنه؟
خو په هغې کې په واشنګټن کې د تېرې میاشتې ترسره شوېو خبرو ته اشاره شوې چې پیکنګ د سوداګرۍ په برخه کې یوه جوړجاړي ته چې د امریکایي تولیداتو او خدماتو په پیرلو کې به د پام وړ زیاتوالی راولي، غاړه ایښې وه.
د امریکا متحده ایالتونو ګواښ کړی چې ترپنځوس میلیارډ ډالرو پورې به پر چینایي تولیداتو ګمرګي تعرفې ولګوي او ولسمشر ټرمپ هم د سوداګري چارو له استازي رابرټ لایتزر څخه غوښتي چې پر چینایي تولیداتو د ماليې لګولو لپاره د نورو سلو میلیارډ ډالرو امکانات وڅېړي.