Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 29.06.2018

Mashaalradio.com 

د ادم خان درخانۍ د مینتوب څلی

د ملاکنډ بره بازدره د مینې او ښکلا یوه داسې تاریخي ګډوله ده چې په خپله غېږ کې یې د پښتني فولکوري ادب د مینې داستان سرخېلان درخانۍ او ادم خان لوی کړي دي. د مینې دغه ټاټوبي ته د مشال راډيو په دغه ویډیويي یون کې راسره مله شئ.

Pa.azadiradio.com 

صياد: هغه کانديدان له لومړني ليست څخه ايستل شوي چې اسناد يې پوره نه وو

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي هغه کسان د کانديدانو له لومړني ليست څخه ايستل شوي، چې اسناد يې بشپړ نه وو.   ګلاجان عبدالبديع صياد نن په کابل کې پر تخنيکي مسايلو رابلل شوي کنفرانس ته همدا خبره وکړه.   د انتخاباتو کميسيون وايي د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د ځينو کانديدانو لومړى ليست به نن ناوخته خپور شي.   د انتخاباتي مهالوېش له مخې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د کانديدانو لومړنى ليست بايد پرون اعلان شوى واى.   خو د ټاکنو خپلواک کميسيون يوه کمشنر سيد حفيط اله هاشمي وويل، دغه اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: يو ٣٨ کلن سړى د پنځو کسانو په وژنه تورن شو

يو ٣٨ کلن سړى، چې د امريکا په مريلنډ کې د پنځو کسانو په وژنه او د څو نورو د ټپي کولو تور پرې لګېدلى و، د وژنو په پنځو مواردو تورن شو.   په پام کې ده نن ناوخته د جارود راموس (Jarrod Ramos) د ضمانت په تړاو محاکمه دايره شي.   سپينې ماڼۍ د امريکا په مريلنډ ايالت کې د ”کاپيټل ګزيت“ ورځپاڼې پر دفتر وسلواله حمله وغندله.   په پرونۍ پېښه کې، چې ګومان کېږي د امريکا متحدو ايالتونو په تاريخ کې پر ژورناليستانو تر ټولو خونړۍ حمله وي، پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور سخت ټپيان شوي دي.   د مريلنډ د اني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د محلي ځواک د جلب و جذب پروسه پيل شوه

په ننګرهار ولايت کې د محلي ځواکونو د جلب او جذب لړۍ پرون پنج شنبه پيل شوه.   چارواکي وايي، د دغه ځواک لپاره به هغه کسان وټاکل شي، چې مخکې يې په ملي اردو او پوليسو کې دنده ترسره کړې وي.   د والي وياند عطا اله خوږياڼي نن جمعه ازادۍ راډيو ته وويل، د محلي ځواک د جلب او جذب پروسه به درې پړاوونه لري:   ”په لومړۍ مرحله کې به په دوو ټوليو کې ځوانان جذب شي، په دويم پړاو کې به څلور ټولي شي. په درېيمه مرحله کې به د يوه کنډک په شکل اردو برابره شي. دغه اردو به په هغو سيمو کې پر دندو وګمارل شي، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ميثم: افغان حکومت د اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه شنبه خپل دريځ اعلانوي

د افغانستان اجرائيه رياست وايي، د اعلان شوي اوربند د دوام يا هم ختمېدو په اړه به تر سبا شنبې پورې خپل دريځ روښانه کړي.   نن جمعه د افغان حکومت له خوا د تمديد شوي يواړخيز اوربند وروستۍ ورځ ده.   د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادۍ راډيو ته وويل:   "حکومت په هڅه کې دی چې د خبرو او سولې له لارې په هېواد کې د ثبات شاهدان اوسو، دا هڅې دوام لري، خو دا چې موږ لا نور څه سیاست پر مخ وړو په دې اړه خپل دریځ د شنبې په ورځ له خلکو او نړیوالو شریکانو سره شریکوو."   د افغانستان دفاع وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په باميان کې د دمبورې فسټيوال نن پيل شو

په باميان ولايت کې د دمبورې دويم فستيوال نن پيل شو.   د ازادۍ راډيو خبريال وايي دغه فسټيوال به دوې ورځې دوام کوي، چې د غزني، غور، دايکنډي، کابل او باميان د موسيقۍ ډلې په کې برخه لري.   د باميان والي طاهر زهير وويل: دغه فستيوال د محلي موسيقۍ په ځانګړي ډول د مبورې د پېژندنې او ودې لپاره له تېر کال راهيسې جوړېږي.   هغه وويل چې دغه فسټيوال د سيلانيانو په جلب او جذب کې هم مهم رول لوبوي.

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان پخوانى ولسمشر په غياب کې په ٦ کلن بند محکوم شو

د ګرجستان يوې محکمې پخوانى ولسمشر ميخايل سکاشويلي له قدرت څخه په ناوړه استفاده تورن او په غياب کې يې په شپږکاله بند محکوم کړ.   د تبليسي يوې محکمې پرون په خپل حکم کې سکاشويلي تورن کړى چې د ولسمشر په توګه يې له خپل قدرت څخه په ناوړه استفادې هڅه کړې هغه اسناد او مدارک پټ کړي، چې په ٢٠٠٥م کال کې د اپوزيسيون د يوه وکيل والري ګيلاشويلي د ډبولو په اړه وو.   سکاشويلي چې دا مهال په هالنډ کې ژوند کوي، دغه حکم غندلى او تور يې لګولى چې دا قضيه سياسي انګېزه لري.   په جنورۍ کې هم  سکاشويلي د ګرجستان... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري

په پاکستان کې د جولایي پر ۲۵ مه تر عامو انتخاباتو وړاندې که یو خوا سختدریځه مذهبي ډلو سیاسي هلې ځلېتندې کړي دي او په یوشمېر سیمو کې يې کاندیدان د انتخاباتو له تیاری نیسي نو بل خوا د مسلم لیګ ن ځینې کاندیدان د عدالتونو او احتساب د ادارو له خوا له پابندیو سره مخامخ دي.

Mashaalradio.com 

د پېښور اندر شېر بازار کې د بنجاریو دوکان

د پېښور ښار اندر شېر چې د هر سامان او شیانو لپاره خپل بازار لري، کپړو، څپلو، کالو پترو او ډول سنګار شیانو ( مېک اپ) له هم ځان له یو بازار لري چې نه یوازې د خېبر پښتونخوا د لرې پرتو سیمو دوکاندارن ترې سودا اخلي بلکې د کلیوالو سیمو ښځو یا بنجاریانو له د روزګار یوه ذریعه هم جوړه کړې چې د خپل کور پرې چلوي.




Mashaalradio.com 

د پېښور ژوبڼ

سږ کال (۲۰۱۸) په پېښور کې د صوبې لومړنی ژوبڼ پرانستل شو چې د پېښور په ګډون له نورو برخو ګڼ ولس ساعتېري ته ورځي. د دغه ښار اوسېدونکي وايي چې اوس د امن وضعه د پخوا په پرتله ښه شوې ده نو ځکه له کوره بهر ساعتېري ته درومي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: بېلابېلو برخو کې د دولت ٢٠ مخالفین وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت د ٢٠ مخالفو وسله‎والو د وژلو ادعا کړې ده. دغه وزارت ويلي چې دغه وسله‎وال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي، ١٩ تنه ټپيان شوي او ٥ تنه نور نيول شوي دي. دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د توپچي او هوايي ځواک په مرسته دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، بادغيس، فارياب، کندز، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په‎دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې پر مسکو د بندیزونو پر تمدید سلا شول

د اروپايي ټولنې رهبرانو موافقه وکړه چې په اوکراين کې د روسيې د يرغل له کبله د مسکو د مجازاتو لپاره به د دې ټولنې اقتصادي بنديزونه تمديد شي. د شپږو مياشتو لپاره د دغو بنديزونو د تمديد لپاره شين څراغ نن سهار په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې ورکړل شوى دى. دا اوس د اروپايي ټولنې په سفيرانو پورې اړه لري چې په راتلونکو اوونيو کې دغې پرېکړې ته قانوني بڼه ورکړي. د فرانسې ولسمشر ايمانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلاميرکل د مينسک د سولې موافقې د عملي کولو په باب د معلوماتو تر ورکولو وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي مشران پر مسکو د بندیزونو پر تمدید سلا شول

د اروپايي ټولنې رهبرانو موافقه وکړه چې په اوکراين کې د روسيې د يرغل له کبله د مسکو د مجازاتو لپاره به د دې ټولنې اقتصادي بنديزونه تمديد شي.   د شپږو مياشتو لپاره د دغو بنديزونو د تمديد لپاره شين څراغ نن سهار په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې ورکړل شوى دى.   دا اوس د اروپايي ټولنې په سفيرانو پورې اړه لري چې په راتلونکو اوونيو کې دغه پرېکړه رسماً تاييد کړي.     د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلاميرکل د مينسک د سولې موافقې د عملي کولو په باب د معلوماتو تر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان له خړه لېسټه د وتو هیله ښودلې

ډاکتر محمد فیصل ویلي، هېواد ته یې د اېف اې ټي اېف له لوري پر ورکړل شوي کاري پلان عمل روان دی او زیاتوي چې د پاکستان له کارکردګۍ تر ډاډمنېدو پس به یې نوم له خړه لېسټه ووځي.

Mashaalradio.com 

د خوستیانو فریاد: نور جنګونه ودروئ

د خوست قومي مشرانو، دیني عالمانو، پخوانیو جهادي قوماندانانو او اوسیدونکو د افغانستان له دولت او وسلوالو مخالفینو غوښتنه وکړه، چې جګړه ودروي، اوربند دې وکړي او د شته ستونزو د حل لپاره دې مخامخ خبرو اترو ته سره کیني.

Pa.azadiradio.com 

ناڅرګندو وسله والو د افغان ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان وژلی

افغان چارواکي وايي، ناڅرګندو وسله‎والو د افغانستان د ځانګړو ځواکونو یو مهم قوماندان عزیزالله کاروان په کابل کې وژلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پرون اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي،  عزیزالله کاروان چې د پوليسو د ځانګړي ځواک د صفر يو قطعې قوماندان و، د وسله‎والو طالبانو پر ضد لسګونه عملیات رهبري کړي وو. کاروان په پکتیکا ولایت کې دنده درلوده او تر دې مخکې هم پرې څو واري بریدونه شوي وو. په ولسي جرګه کې د پکتيکا يوه استازي نادرخان کټوازي د قوماندان کاروان وژنه، د افغانستان په ختيځ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د ابادان د تیلو په تصفیه خانه کې لګیدلي اور یو کس وژلی

د ایران د خوزستان ولايت د جنوب لوېديځ ښار ابادان د تېلو په یوه تصفیه ځاى کې لګېدلي اور یو کس مړ کړى او ١٨ نور یې ټپیان کړي دي. د نيمه دولتي خبري اژانس ایسنا د راپور له مخې دا اور پرون پنجشنبه د ابادان په پیتروشیمي تاسیساتو کې لګېدلى چې ١٠ کسان روغتون ته انتقال شوي دي. د ايسنا او تسنيم خبري اژانسونو په حواله په وینا د دې اور لګېدنې علت تر اوسه روښانه نه‎دی. د ابادان د تیلو تصفیه ځاى د ایران د تیلو په‎دې بډای ولایت کې د اومه تېلو تر ټولو پخوانی چاڼځاى ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا پولیسو شاوخوا ۶۰۰ تنه په واشنګټن کې ونیول

د امریکا متحدو ايالتونو پولیسو پرون پنجشنبه نېږدې ۶۰۰ کسان په پلازمېنه واشنګټن کې ونيول. دغه کسان وروسته له هغې نيول شوي چې سلګونو ښځو د امریکا د مشرانو جرګې په ودانۍ کې د کډوالو د کورنیو په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د چلند پرضد مظاهره وکړه او په لوړ اواز يې شعارونه ورکړل. له واشنګټن ایالته د کانګرس یوې ښځینه غړې پر خپل ټویټرلیکلي چې دا هم د نیول شوېو کسانو په ډله کې ده. دا اعتراض په‎داسې حال کې کېږي چې د امریکا په بېلابېلو برخو کې د کډوالو په وړاندې د حکومت پر پالیسیو اعتراضونه په زیاتېدو دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهبود: له اوربنده وروسته کندهار کې د جګړې ډګر تر پخوا سوړ شوی

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال امام نظر بهبود وايي، یو شمېر وسله‎وال طالبان چې د کوچني اختر په ورځو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي، بېرته د جګړې ډګر ته نه‎دي تللي. جنرال امام نظر بهبود پرون پنجشنبه په کندهار کې له یو شمېر دیني عالمانو سره چې له کابله ورغلي وو، وکتل او دا خبره یې ورته ورکړه. د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو له مرکزه په یوه اعلامیه کې د جنرال بهبود په حواله لیکل شوي چې د اوربند تر اعلان وروسته په کندهار کې د جګړې ډګر د پخوا په پرتله سوړ شوی دی. خو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست قومي مشران او عالمان: د جګړې ښکېلې غاړې دې سوله وکړي

د خوست یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د دې ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې غونډه کړې او په افغانستان کې د جګړې پر دواړو خواوو يې غږ کړی چې اوربند او د سولې لپاره خبرې وکړي. په ګربزو کې پرون پنجشنبه د غونډې یوه ګډون‎وال، ملک حفیظ‎الله جان د سولې د تأمین لپاره د ولس هڅې مهمې وبللې. ملک حفیظ الله جان وايي: "هر افغان سولې ته تږی دی. ملت باید متحد شي اوسولې ته کار وکړي." دا په‎داسې حال کې ده چې نن هم په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته د هلمند د سولې د کاروان د غړو پرلت روان دی. د هلمند د سولې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus