Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 23.06.2018

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د المپيک نړیوالې ورځې جشن

سلګونو افغان لوبغاړو د بېلا بېلو ورزشي نمائشاتو او لوبو په ترسره کولو سره د المپیک نړیواله ورځ ونمانځله. د دوی هیله سوله او يووالی و. نور حال د محمد واصل وصال په دغه ویډيويي راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Pa.azadiradio.com 

امریکا د سوریې په اړه روسیې ته نوی خبرداری ورکړی

د امریکا متحدو ایالتونو روسیې ته خبرداری ورکړی چې خپل متحد سوریايي ځواکونه دې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې په هغه سیمه کې له بریدونو راګرځوي چې تېره کال د خوندي سیمې په توګه پېژندل شوې وه. دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې په دې سیمه کې د یاغیانو خلاف د سوریې د حکومتي ځواکونو د بریدونو د زیاتېدو راپورونه خپاره شول. د جګړې څارونکي او د یاغیانو سرچینې وايي، د جون پر ۲۲ مه د سوریې حکومتي ځواکونو په خوندي سیمه کې د مخالفينو پر اهدافو بیرلي بمونه غورځولي دي. دوی دا بریدونه د امریکا د هغو پرله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نسرین ستوده د ضمانت له ورکولو ډډه کړې

په ایران کې د بشري حقونو یوې نامتو فعالې چې د جون په ۱۳ مه نیول شوې وه، د ضمانت له ورکولو ډډه کړې ده. په دې اړه ایراني رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ. د بشري حقونو د مدافع وکیلې نسرین ستوده خاوند رضا خندان د ايسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې مېرمن یې د هغو شپږ نیم میلیاردو ریالو چې یو سلو پنځوس زره امریکايي ډالر کېږي، ضمانت ورکول رد کړي چې محکمې ټاکلي وو. ستوده د ایران د حکومتي سیستم خلاف په توطیه او تبلیغاتو تورنه ده. نوموړې د هغو ښځو دفاع کوله چې د سر پټولو خلاف د اعتراض له کبله پرې محکمو کې قضیې ثبت شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په سپين بولدک کې چاودنې یو کس وژلی او ۳ تپیان دي

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې بمي چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. پېښه نن شنبه دوه بجې د سپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. د کندهار د والي ویاند داود احمدي وايي، چسپکي ماين په يوه شخصي لوکسل موټر کې ځای پر ځای شوی و او د موټر د منځلو پر مهال يې چاودنه کړې چې له امله يې د موټر وینځلو د ځای يو کارکوونکی يې وژلی او درې نور یې ټپيان کړي دي. احمدي وایي، لوکسل موټر هم شخصي و او تر اوسه يې علت نه دی معلوم.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې سل تنه معتادین د درملنې مرکزونو ته لېږل شوي

له هرات ښاره سل تنه معتادین را ټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول. د معتادینو د درملنې د یوه خصوصي مرکز مسؤل نور محمد عرب د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دا سل کسان چې د هرات ښار په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، را ټول او دې مرکز ته واستول شول. په پام کې ده چې دا معتادین تر درملنې وروسته د هرات ولایت د حرفوي زده کړو مرکز ته واستول شي، تر څو د يوه کسب تر زده کولو وروسته، د خپلې کورنۍ لپاره حلاله روزي پيدا کړي. د یادونې وړ ده چې د معتادینو د درملنې دې خصوصي مرکز په تېرو پنځو میاشتو کې د ۳۴۰... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي: د پکتیا والي پر موټریز کارون برید نه دی شوی

د لوګر ولایت چارواکي د یاد ولایت د مرکز اړوند د علي خان کلا په سیمه کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي پر موټریز کاروان د وسله والو مخالفینو برید ردوي او وايي چې یاد برید د یو څارنوال پر ګاډي شوی دی. د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي ازادي راډیو ته وویل چې نن د شنبې په ورځ د سهار په لسو بجو د وسله والو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو چې د وسله والو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی. ده زیاته کړه، ممکن د دې برید پر مهال د پکتیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ستانکزی: ۱۹ تنه د نشه يي موادو قاچاقوړونکي او پلورونکي نیول شوي

د کابل پولیسو درې تنه د نشه يي موادو د قاچاقو او ۱۶ تنه نور یې د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس نیولي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دوو لومړیو پېښو کې درې کسان هغه مهال پولیسو ونیول چې غوښتل یې ۲۲ کیلو ګرامه تاریاک په جلا جلا توګه د کابل ولایت کاریزمیر سیمې ته قاچاق کړي. نوموړي وویل: "ّ په تېره یوه اوونۍ کې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې (۱۶) کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي چې د ټابلېټ کا په ګډون یې څو کیلو ګرامه نشه يي مواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جوزجان کې د روشن غوره لیګ سیالیو ته چمتووالی روان دی

د جوزجان د بدني روزنې امر وايي، د روشن فوټبال غوره لیګ سیالیو ته د غوره لوبغاړو د غوراوي په هدف سیالۍ روانې دي. صدیق فایز نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د دولسو ټیمونو ترمنځ ترسره کېږي. نوموړي وویل د غوراوي دغه سیالۍ به یوه میاشت وخت ونیسي. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د لومړي ځل لپاره اووه کاله مخکي وشوې چې تر هغې وروسته اوس هرکال په کابل کې ترسره کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د المپيک نړیواله ولمانځل شوه

په افغانستان کې د المپيک نړیواله ورځ د سولې او يووالي په نوم ولمانځل شوه. د المپيک ملي کمېټې او بدنې روزنې رئیس حفیظ ولي رحیمي په کابل کې په دې اړه جوړیو شویو مراسمو ته وویل چې د ورزش مسؤلین او لوبغاړي دې د ورزش د ودې ترڅنګ په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره هم هڅې وکړي. نوموړي وویل، د افغانستان ورزش مخ پر ودې دی او روان کال دوی هڅه کوي چې د نجونو ورزش ته هم ځانګړې پاملرنه وشي چې دا ټول په سوله کې ښه ممکن دي.

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې هند ته د قاچاق کېدونکو هېروئینو مخه نیول شوې

هند ته د نېږدې درې کیلو ګرامو هیروئينو د قاچاق مخه ونیول شوه. په هغه خبرپاڼه کې چې د حامد کرزي هوايي ډګر سرحدي پولیسو رسینو ته لېږلې، راغلي چې د حامد کرزي د هوايي ډګر پولیسو درې تنه قاچاق کوونکي نیولي، دوی غوښتل چې په خپلو خېټو او سفري بکسونو کې نېږدې ۳ کیلو ګرامه هیروئين هند ته قاچاق کړي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې وروستیو کې د بهرنیو روزونکو له خوا د مسلکي پرسونل د روزلو او پرمختللو وسائلو له دوی سره مرسته کړې چې د قاچاق کوونکو مخه ونيسي.

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۶قاچاق کوونکي نیولي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۱۶ کسان نیولي چې تر زرو کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد یې په هېواد کې دننه او دباندې قاچاق کول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان په کابل، فراه او ننګرهار ولایتونو کې نیول شوي او ورسره ۳۱ کیلو ګرامه هیروئین، ۹۴۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۱ کیلو ګرامه چرس، ۱۵۰ کیلو ګرامه جامد کيمیاوي مواد او ۲۱۹۳ د نېښ وهلو ځانګړي تېغونه هم نیولي دي. دی وایي: "ّپه دې ۱۶ کسانو کې ۷ تنو یې غوښتل چې په خپلو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د متحده قبایل ګوند احتجاج

په خېبر پښتونخوا کې تازه شامل کړل شويو قبايلي سيمو يو شمېرکسانو په اسلام اباد کې احتجاجي مظاهره وکړه. دوي غوښتنه کوله چې د هېواد د نورو برخو په شان د دوي د صوبايي اسمبلۍ انتخابات دې هم د جولای پر ۲۵ مه وشي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

شمالي او جنوبي وزیرستان ته سېلانیان ورمات شوي

د شمالي او جنوبي وزیرستان یو شمېر غریزې سیمې چې قدرتي ښکلا لري په اوړي کې ورته د شاوخوا سیمو ګڼ خلک په سېل ورځي. ځايي ولس وايي که حکومت دلته په سیمه کې سړکونه او د سېلانیانو د اوسېدو بندوبست وکړي نو دلته به سېلګري زیاته شي. په دې اړه د عمر دراز وزیر ویډ‌يويي رپورټ وګوئ.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ډنډ او دامان کې د چرګانو دوه لوی فارمونه جوړ شوي

د کندهار د کرنې رئیس وايي، د دغه ولایت په دوو دامان او ډنډ ولسوالیو د چرګانو دوه لوی فارمونه جوړ شوي دي. سید حفیظ الله سیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مالي ملاتړ جوړ شوي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت تردې وړاندې ویلي چې د چرګانو د صنعت د ودې او ساتنې په هدف سږ کال د هېواد په کچه ۱۸۶ د غوښنو چرګانو لوی او واړه فارمونه جوړېږي. نوموړي وویل، د چرګانو فارمونه په افغانستان کې ښه نتیجه ورکړې او له دې وروسته دوی غواړي د پاکستان له غوښنو چرګانو او هګیو څخه استفاده ونه‎ کړي.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلین: د اورښتونو د نشتوالي له کبله سږکال د کندز د غنمو حاصل کم و

د کندز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايی چې سږکال په دغه ولایت کې د وچکالۍ او د اورښتونو د نه شتون له کبله، د غنمو په حاصلاتو کې بې ساری کموالی راغلی او دغې مسئلې دوی اندېښمن کړي دي. د دوی په وینا چې د کندز د خلکو ۸۰ سلنه اړتیا د للمي ځمکو غنمو پوره کوله، خو سږکال د اورښتونو د نه اورېدو له کبله په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره هکتاره للمي ځمکو حاصلات له منځه تللي. له دې سره یوشمېر بزرګران بیا وايي چې د بې وخته اورښتونو له کبله د دوی د ابې ځمکو د غنمو کښتونه یوه اندازه زیانمن شوي دي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus