نسرین ستوده د ضمانت له ورکولو ډډه کړې
په دې اړه ایراني رسنیو د شنبې په ورځ راپور ورکړ.
د بشري حقونو د مدافع وکیلې نسرین ستوده خاوند رضا خندان د ايسنا خبري اژانس ته ویلي دي چې مېرمن یې د هغو شپږ نیم میلیاردو ریالو چې یو سلو پنځوس زره امریکايي ډالر کېږي، ضمانت ورکول رد کړي چې محکمې ټاکلي وو.
ستوده د ایران د حکومتي سیستم خلاف په توطیه او تبلیغاتو تورنه ده.
نوموړې د هغو ښځو دفاع کوله چې د سر پټولو خلاف د اعتراض له کبله پرې محکمو کې قضیې ثبت شوې وې.
خندان د ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې مېرمن یې باور لري چې پرې لیګېدلې تورونه بې بنسټه دي، نو ځکه خو د ضمانت ورکول پر ځای کار نه دی.