Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 01.06.2018

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، په چچنيا کې ده

د جون پر لومړۍ نېټه په چچنيا کې يوه ښځه د هغې د پېژندپاڼې له مخې ١٢٩ کلنه شوه. که دا نېټه سمه وي، دا به په نړۍ کې تر ټولو له زړو انسانانو څخه وي. هغې ازادۍ راډيو ته وويل د ژوند دا اوږد سفر يې له سختيو او کړاوونو ډک دى. د ازادۍ راډيو د شمالي قفقاز څانګه هغې سره خبرې کړې دي. صالح محمد صالح ته به غوږ شو

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

اروپايي ټولنې له ایران سره د اټومي تړون د خوندي ساتلو لپاره خپله هڅه جاري ساتلې او له افغانستان یې هم غوښتي چې د دوی د دریځ ملاتړ وکړي او د پاکستان نوي موقت صدراعظم ناصرالمُلک د وفادارۍ لوړه وکړه. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

د تخار د دشت قلعه اوسېدونکي د دې ولسوالۍ امنیت ته اندېښن دي

د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، دا ولسوالي لاهم له امنیتي ګواښونو سره مخ ده او که پاملرنه ورته ونشي، ښايي وسله وال بیا پرې برید وکړي.  خو د تخار د امنیت امر نظام الدین غوري وايي، هڅې کېږي چې امنیتي ګواښونه ختم او په دشت قلعه کې بشپړ امنیت ټینګ شي. دی وایي: "دښمن له مونږ سره د مخامخ جګړې توان نه لري، مونږ د دشت قلعه اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې ولسوالي به د دښمن له فعالیته پاکه کړو او خلکو ته به بیا امنیت ټینګ شي." وسله والو درې ورځې وړاندې دشت قلعه ولسوالي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۵وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۴۵وسله وال وژل شوي، ۱۹ ژوبل او ۱۷ نیول شوي دي. د دفاع د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات په ننګرهار، غزني، میدان وردګ، ارزګان، هرات، فاریاب، بغلان، تخار او هلمند ولایتونو کې شوي او هوايي ځواک هم په کې ونډه اخيستې ده. په اعلامیه کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه څه نه دي ویل شوي. دغه راز د دولت ضد وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Mashaalradio.com 

د اسرایلو دفاع وزیر له خپل روسي سیال سره لیدلي

د اسرایلو دفاع وزیر اویګدور لیبرمین په پنجشنبه له خپل روسي سیال سرګې شویګه سره په ماسکو کې د ملاقات پر مهال په شام کې د ایراني پوځ د شتون په اړه د خپل هیواد پر اندېښنو خبرې کړې دي.

Mashaalradio.com 

عدالت د خواجه اصف نااهلولو پرېکړه واړوله

د پاکستان سپریم کورټ د خارجه چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف د اسلام آباد های کورټ لخوا د نااهلۍ فیصله ناقانونه وګرځوله، او له دې سره د نوموړي ټول عمري نااهلي ختمه شوه.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي

په کندهار کې د ۴۰۴ بس او سراچه موټر د ټکر په پېښه کي پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دي.  د کندهار د والي ویاند داوود احمدي وايي، نن جمعه سهار نهه نیمې بجې د کندهار- کابل پر لویه لار د دامان ولسوالۍ اړوند "مړوندۍ" مانده کې د احمد شاه ابدالي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکي موټر او یوې سراچه موټر ټکر کړی چې په سراچه موټر کې پنځه مسافر مړه شوي او یو بل ټپي دی. د احمدي په وینا، د احمد شاه ابدالي ټرانسپورټي شرکت اړوند ۴۰۴ بس مسافر وړونکی موټر هم چپه شوی، موټر چلوونکی یې له سيمې تښتېدلی، خو مسافرو ته یې ځاني زیان نه دی اوښتی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ناصر الملک د لنډ مهالي وزيراعظم لوړه وکړه

پخوانی مشر قاضي ناصر الملک د ۱۹۵۰ ز کال پر ۱۷م اګست د خېبر پښتونخوا د سېلانۍ سیمې سوات ضلعې په مېنګوره ښار کې زوکړی چې نن يې د پاکستان اووم (۷) لنډ مهاله وزيراعظم په توګه سوګند وکړ.




Pa.azadiradio.com 

کیم: هېواد یې له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزومې پاکولو ته ژمن دی

د شمالي کوریا مشر ویلي چې هېواد یې په څو پړاوونو کې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو پر ژمنه ولاړ دی. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جمعې په ورځ وویل، له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو په اړه د ده ژمنه نه ده بدله شوې او د پیونګ یانګ پرېکړه ثابته او نه بدلېدونکې ده. د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA د راپور له مخې، ښاغلي کېم پرون په پیونګ یانګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف ته وویل، دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا لانجه او له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کیم: له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزومې د پاکولو پر ژمنه کلک ولاړ دی

د شمالي کوریا مشر ویلي چې له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپوزومې د پاکولو په اړه پر خپله ژمنه کلک ولاړ دی. کیم جونګ اون دا خبره پرون د روسيي د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په کتنه کې کړې ده. د شمالي کوریا دولتي اژانس ویلي، کیم په پیونګ یونګ کې له لاوروف سره په خبرو کې ویلي دي چې دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا شخړه او له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزمې د پاکولو موضوع د ګټورو خبرو اترو له لارې په تدريجې ډول حل شي. د روسيی د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې له شمالي کوریا کتنه کړې ده چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ د زابل د والي خیال محمد حسیني استعفا منلې

د سیمه اییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې جمهوري ریاست د زابل د والي خیال محمد حسیني استعفا منلې ده. دې ادارې نن جمعه په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د والي په توګه د ښاغلي حسیني دنده پای ته رسېدلې ده. د محلي ارګانونو د ادارې اعلامیه وايي، خیال محمد حسیني د شخصي دلایلو او روغتیايي ستونزو له امله، د زابل له ولایته استعفا کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

ناصر الملک نن د پاکستان د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه

د پاکستان پخواني قاضي القضات ناصر الملک نن جمعه ددې هېواد د سرپرست صدراعظم په توګه لوړه وکړه. د پاکستان د ملکي حکومت قانوني موده نن پایته ورسېده. د پاکستان په تاریخ کې دا دوهم ځل دی چې ملکي حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي. د پاکستان د اساسي قانون له مخې، تر راتلونکو ۶۰ ورځو پورې به په دې هېواد کې نوي پارلماني انتخابات کېږي. د پاکستان د نېږدې ۷۰ کلن تاریخ نیمايي د پوځ تر واکمنۍ لاندې تېر شوی او د ۱۵ملکي حکومتونو مشران مخکې تر دې چې خپله قانوني موده پوره کړي، له واکه لېرې کړای شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل دفاع وزیر له خپل روسي سیال سره د ایران په اړه غږېدلی

د اسرائیل دفاع وزیر اویګدور لیبرمن پرون په مسکو کې له خپل روسي سیال سره په سوریه کې د ایران د نفوذ او پوځي حضور په اړه خبرې وکړې. د لیبرمن او سرګي شویګو ترمنځ تر یو نیم ساعته کتنې وروسته د اسرائیل دفاع وزیر وویل، دواړو وزیرانو په سوریه کې د ایران د پوځي حضور او فعالیتونو په اړه بحث وکړ. اسرائیل وايي، د خپل امنیت د اړتیا په ځانګړي ډول، د شمالي پولو په اړه د روسيې درک ستايي. د سوريې حکومت ویلي، هڅه کوي چې له وسله والو یاغیانو هغه سیمې بېرته ونیسي چې له اسرائیل سره پر پوله پرتې دي. اسرائیل دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې یو سیمه ییز قوماندان او دوه ساتونکي یې وژل شوي

د کندز ښار اړوند د چرخ اب په سیمه کې یو تن سیمه ییز قوماندان له دوه تنو ساتونکو سره وژل شوی دی. د کندز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۸ بجې ددې ولایت اړوند د چرخ اب په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عزیزالله ناصري د له دوه تنو ساتونکو سره د وسله والو مخالفانو په کمین کې وژل شوي او یو تن ساتونکی یې ټپي شوی دی. د نوموړی په خبره، وسله والو مخالفانو له برېد وروسته له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي. خو تراوسه په دې اړه وسله والو مخالفانو څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

مسؤلين: په ارزګان کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی

ځایي مسؤلين وایي، په ارزګان کې د غنمو په حصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنير زلمی الکو وايي، کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو او د عامه پوهاوي په ورکولو سره د دغه ولايت په حاصلاتو کې مثبت تغير راغلی. ښاغلي الکو دغه خبرې د پنجشنبې په ورځ ناوخته کروندګرو ته په د غه ولایت کې د عامه پوهاوي په یوه پروګرام کې وکړې. په ورته وخت کې بیا د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ او ولسوالیو ځیني کروندګر وايي چې روانو جګړو او وچکاليو يې کرنيز توکي زيانمن کړي او په حصلاتو کې یې څو برابر کموالی راغلی دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د مرکزي حکومت قانوني دوره پای ته ورسېده

د پاکستان د مرکزي حکومت پنځه کلنه قانوني دوره د جمعې په شپه پای ته ورسېده چې ورسره سم ددې هېواد مرکزي او صوبايي اسمبلۍ تحلیل شوې او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یې مرکزي حکومت پای ته ورسېد. د پاکستان حکومت او په ملي پارلمان کې د حکومت اپوزسیون څو ورځې مخکې په دې هېواد کې د لنډمهاله یا سرپرست صدراعظم په توګه د پاکستان د پخواني قاضي القضات ناصرالملک په ټاکلو سلا شوي وو. ټاکل شوې ده چې نن جمعه به د پاکستان ولسمشر ممنون حسین له لنډمهالي صدراعظمه سوګند اخلي، تر دې وروسته به لنډمهاله یا سرپرست... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus