Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کیم: هېواد یې له اټمي وسلو د کوریا ټاپوزومې پاکولو ته ژمن دی

د شمالي کوریا مشر ویلي چې هېواد یې په څو پړاوونو کې له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو پر ژمنه ولاړ دی.


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د جمعې په ورځ وویل، له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو په اړه د ده ژمنه نه ده بدله شوې او د پیونګ یانګ پرېکړه ثابته او نه بدلېدونکې ده.




د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس KCNA د راپور له مخې، ښاغلي کېم پرون په پیونګ یانګ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف ته وویل، دی هیله مند دی چې د شمالي کوریا او امریکا لانجه او له اټمي وسلو د کوریا د ټاپووزمې د پاکولو مسئله به په تدریجي ډول حل شي او په دې برخه کې پرمختګ به د اغېزمن او رغنده ډیالوګ له لارې ترلاسه شي.


د راپور له مخې، کیم او لاوروف همداراز د روسیې او شمالي کوریا د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې وکړې او موافقه یې وکړه چې سږکال کې به د روسیې او شمالي کوریا سرمشریزه هم جوړېږي.


لاوروف وروسته له هغه پیونګ یانګ ته ځي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په نیویارک کې د شمالي کوریا له جګپوړي چارواکي کیم یونګ چال سره د جون په ۱۲مه په سنګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا د سرمشریزې په اړه خبرې وکړې.


پومپیو له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې که څه هم په خبرو کې پرمختګ شوی، خو اصلي ستونزې پرځای پاتې دي.




پومپیو وویل:


"د ولسمشر ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون پلان شوې لیدنه به امریکا او شمالي کوریا ته یو تاریخي فرصت برابر کړي چې د سولې، سوکالۍ او امنیت پر لور په زړورتیا سره پرمخ ولاړ شي، زموږ دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو په هغه ټاکونکي پړاو کې دي چې د دې فرصت له لاسه تلو ته اجازه نشي ورکولای."


څارونکي وايي، اصلي ستونزه دا ده چې پیونګ یانګ او واشنګټن د اټمي وسلو د له منځه وړلو د ماهیت په اړه متفاوت نظریات لري.


د څارونکو په باور، دواړه لوري دې کار ته لېوالتیا لري، خو د دوی د توقعاتو او عمل ترمنځ لوی واټن پروت دی.


واشنګټن له شمالي کوریا غواړي چې سمدستي خپلې ټولې اټمي وسلې په یوه شفافه طریقه له منځه یوسي او په بدل کې به پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه لغوه شي، خو څارونکي وايي، د شمالي کوریا مشر تر څو چې دا ډاډ ترلاسه نه کړي چې امریکا به یې حکومت نه پرځوی، ښايي د خپلو ټولو اټمي وسلو سپارلو ته زړه ښه نه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus