Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 05.06.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه سبا په بروکسل کې پيلیږي، په ګواتیمالا کې اورغورځونکي یا اتفشفشان اویا کسان وژلي او یوه فرانسوي لامبوزن یو اوږد مزل پیل کړ. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

د پېښور چټک بس پروژې د ولس تګ راتګ ورو کړی دی

پېښور کې د چټک بس سورلۍ (بي آر ټي) پروژې په ښار کې دننه زښتې ډېرې ټرافیکي ستونزې زېږولې. د مشال راډيو خبریال وايي، په روژه کې د بي آر ټي په زياتره برخو کار بند دی خو د کيندلو لارو له وجې ټرافیک لنډ واټن په ګنټو ګنټو وهي. د بسونو سواریان نن له شعبې تر صدر چوکه نزدې پنځه کلو میټره لار په سخته ګرمۍ او روژه کې پياده ووهله. پېښور های کورټ د صدر بازار د بندېدو نوټس هم اخېستې وو خو دوه مياشتې کېږي چې لا هم دغه لارې بندې دي. د ځلاند يوسفزي وېډيو

Mashaalradio.com 

خوست ښار کې ۳۰ نوې تفنګچې ونیول شوې

په خوست کې د تندر قول اردو د اولې ښایسته لواء چارواکي وايي، چې د خوست ښار په مجاهد څلور لارې کې يې ۳۰ قبضې نوې ګریس بندې تفنګچې نیولې دي.

Mashaalradio.com 

'پښتانه په خپل وطن کې تحفظ غواړي'

د سوات په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ملاتړیو بېګا شپه ناوخته په یوه احتجاجي لاریون کې په واڼه کې د علي وزير پر کور او نورو ولسي کسانو برید په سختو ټکیووغانده. مظاهره چیانو ویل نور پښتانه په خپل وطن کې تحفظ غواړي. پوځ وايي په واڼه کې نښته د ځايي امن کمېټۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ ته شوې وه.

Pa.azadiradio.com 

د ګرجستان په مرکز کې د مترو کارګرانو کاري اعتصاب پیل کړی

د ګرجستان په پلازمېنه، تبلیسي کې د مترو کارګران د خپلو معاشونو د زیاتولو غوښتنه لري او نن‌یې د اعتصاب دوهمه ورځ ده. په ګرجستان کې د حکومت د مخالفینو د مظاهرو مشر ویلي چې د حاکم لوري پر ضد مبارزه به جاري وساتي. خو له تبلیسي په راپورونو کې ویل کېږي چې نن سې شنبه په ښار کې بسونه وړیا، د خلکو د لېږد رالېږد لپاره ګرځي. خو هغوی غواړي چې معاشونه‌یې باید ۴۵ فیصده لوړ شي، خو په تبلیسي کې چارواکي وايي چې د دې غوښتنې د منلو لپاره کافي بودجه نه‌لري. د تبلیسي ښاروال د مترو یا تر ځمکه لاندې د رېل ګاډي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان او قرغزستان سرحدي ساتونکو نښته کړې

د تاجکستان او قرغزستان چارواکي، د دواړو هېوادونو په هغو سرحدي سیمو کې چې تر دعوا لاندې دي، د سرحدي ساتونکو ترمنځ د وسله‌والې شخړې خبر ورکوي. د قرغزستان د سرحدونو د ساتنې ادارې ویلي چې شخړه نن د لیلیک په سیمه کې چې د هغه هېواد په جنوب کې پرته ده، تر هغه وروسته پیل شوه چې یو شمېر قرغزي سوداګرو په هغه سیمه کې چې تاجکستان دعوا پرې لري، د موادو په خرڅولو پیل وکړ. تر دې وسله‌والې نښتې وروسته د قرغزستان سرحدي ساتونکو د تاجکستان له لوري درې مسلح سرحدي ساتونکي د لنډې مودې لپاره نیولي وو، خو وروسته‌یې خوشې کړل. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پکتیکاوالو د ولسمشر د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړ

نن د سې شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د ارګون زون د لسو ولسوالیو قومي مشرانو د یوې غونډې له لارې کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د کابل پروسي د غونډې پرمهال يې ددولت وسلوالو مخالفینو ته وړاندې کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې بندي اوکرایني فلم جوړونکی به په زوره خوړو ته مجبور شي

اوکراینی فلم جوړونکی، اولیح سینسوف به چې په روسیه کې زنداني دی او غذايي اعتصاب‌یې کړی، نن په زوره خوراک ته مجبور شي. د اولیح سینسوف وکیل، پرون وویل چې له هغه سره تر کتنې وروسته‌یې دا څرګندونې کړې دي. تر دې کتنې مخکې، اولیح د معاینې لپاره روغتون ته هم بیول شوی و او ډاکترانو ویلي چې روغتیايي وضعیت‌یې د قناعت وړ دی. د هغه وکیل د ازادې اروپا/ ازادي راډیو روسي برخې ته ویلي چې اولیح لږ تر لږه اته کیلو وزن بایللی او که‌یې روغتیايي وضعیت خراب شي، د هغه د بدن ارګانونه، لکه بډوډي له فعالیته لوېدلائ شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

‘د واڼه پېښې ولس راپارولی دی’

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د اتوار په ورځ د پښتون تحفظ مومنټ پر یوه مخکښ علي وزیر او د هغه پر پلویانو د ځايي وسله والو له ډزو وروسته په سیمه کې د امنیت وضع ترینګلې ده او د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې مظاهرې دوام لري.




Mashaalradio.com 

'اوس ولس نه ډارېږي'

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړیو د واڼه پېښې پرضد احتجاجي لاریون وکړ. ویناوالو ویل هغه وخت تېر شو چې پر ولس به ظلم کېدلو او چا په له وېرې ږغ نه شو کولی. او که ریاست په وزیرستانونو کې ظلم و نه دراوه نو پرمخ به یې لارې ټولې وتړي.

Pa.azadiradio.com 

"د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین دې، پوهنتون ته لوړ شي"

د سید جمال‌الدین افغان ښوونکو او زده‌کوونکو د تحصن خیمه درولې او غواړي چې د دغه دارالمعلمین تحصیلات د دوو کلونو پر ځآی څلور کاله شي. تمیم اخګر د دغه تحصن په ۲۹مه ورځ دغه دارالمعلمین ته ورغلی او دغه وېډیو یې تیاره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

امریکا په کابل کې د دیني عالمانو پر غونډه حمله غندلې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د دیني عالمانو پر پرونۍ غونډه انتحاري حمله غندلې ده. د دې وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون د جون په ۴مه خپره شوه، ویل شوي چې پر ملکي وګړو او هغو دیني عالمانو چې په افغانستان سولې ته کار کوي، حملې د ترورېستانو غیر بشري اړخ او له اسلامي اصولو سره چې هغوی يې د دفاع ادعا کوي، د هغوی د عمل تناقص څرګندوي. امریکا ویلي چې د افغانستان له حکومت او امنیتي ځواکونو سره ولاړه ده او په دې هېواد کې د ډموکراسۍ، سولې او ثبات د تأمین لپاره د دیني عالمانو د هرې هڅې ملاتړ کوي. ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د افغانستان او بنګله دیش دویمه شل اوریزه لوبه

د افغانستان او بنګله دیش د کرکټ ملي ټیمونه نن سېشپه دویمه شل اوره لوبه کوي. دا لوبه د هند په راجیف ګاندي سټوډیوم کې کېږي. د افغان ټیم د تمرین او مخکینۍ لوبې په اړه صفي الله ستانکزي لنډ ویډیويي راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او بنګله‌دېش دوهمه ۲۰ اوریزه لوبه

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرکټ ملي ټیمونه نن شپه دوهمه ۲۰ اوره لوبه کوي. دا لوبه د هند په راجیف ګاندي سټډیوم کې کېږي. د افغان ټیم د تمرین او مخکېنۍ لوبې په اړه صفي‌الله ستانکزي لنډ وېډیويي راپور جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په فراه کې د ملي اردو پنځه سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي

د فراه د پشت رود ولسوال، غوث‌الدین وايي چې د افغانستان د ملي اردو پنځه عسکر بېګا، دوشنبه له یوه هاموې ټانک او خپلو وسلو سره وسله‌والو طالبانو ته وراوښتي دي. ښاغلي غوث‌الدین نن د ازادي راډیو خبریال ته په فراه کې وویل چې ابتدايي څېړنو څرګنده کړې چې دې کسانو له پخوا له وسله‌والو طالبانو سره ارتباط درلود. د هغه په وینا، دا عسکر د هرات د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له خپل قوماندان سره تر لفظي شخړې وروسته، طالبانو ته ورغلي دي. ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، دا خبر تأیید کړی دی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus