Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 22.06.2018

Mashaalradio.com 

ماروي سرمد: ښکاري زما کور د غلا نه بلکې د مالوماتو لپاره مات شوی دی

په پاکستان کې د خبري رسنیو ، خبریالانو او فعالانو پرضد پېښې په دې ورستیو کې زیاتې شوې دي. تازه پېښه یې دا ده چې د خبریالې ، شنونکې او د بشري حقونو مبارزې ماروي سرمد له کور څخه د هغې کمپیوټرونه او موبایل ټلیفون وړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال د نړیوال جام کلک امنیتي تدابیر

د نړیوال جام په سږنيو لوبو کې یوه مهمه مسئله د لوبغاړو او د فوټبال د مینه والو امنیت دی. روسیه وايي لسګونه زره امنیتي مامورین یې په کوربه ښارونو کې د امنیت لپاره په دندو ګومارلي. په دې راپور کې د هغو امنیتي تدابیرو له جزییاتو خبر شئ چې چارواکو د فوټبال د نړیوال جام د امنیت لپاره ترلاس لاندې نیولي

Mashaalradio.com 

د پولیټیکل اجنټ نوم ډیپټي کمېشنر شو

د پښتنو په قبایلي سیمو کې ۱۳۹ کاله پخوانۍ د انګرېزي ښکېلاک د مهال پولیټیکل اجنټ څوکۍ اوس په ډیپټي کمېشنر واړول. د پاکستان په ایین کې له پنځویشتم بدلون سره د دغه څوکیو نومونه او اختیارات بدل شوي، او نن (جمعې ورځ) په مومندو کې د دغه افسرانو د نوم تختۍ هم بدلې شوې. د شاهنواز تره کزي ويډیو

Mashaalradio.com 

د تخت بۍ لرغونی اثار او د پاکستان سرکار بې غوري

په مردان کې نېږدې ۱۴ پېړۍ وړاندې د تخت بۍ لرغونی بدهايي پوهنتون کې د پاکستان یا خیبر پښتونخوا حکومت هېڅ سرکاري سرپرستي نه ترسترګو کېږي. دلته خلک په اخترونو او رخصتیو کې د مېلو او ساعتېري لپاره ورځی. په دوی کې ډېری یې په دې نه دي خبر چې دغه کنډوالو تاریخ څومره لرغونی دی. د مشال راډيو ویډيو

Mashaalradio.com 

د تخت بۍ لرغونی اثار او د باکستان سرکار بې غوري

په مردان کې نېږدې ۱۴ پېړۍ وړاندې د تخت بۍ لرغونی بدهايي پوهنتون کې د پاکستان یا خیبر پښتونخوا حکومت هېڅ سرکاري سرپرستي نه ترسترګو کېږي. دلته خلک په اخترونو او رخصتیو کې د مېلو او ساعتېري لپاره ورځی. په دوی کې ډېری یې په دې نه دي خبر چې دغه کنډوالو تاریخ څومره لرغونی دی. د مشال راډيو ویډيو

Mashaalradio.com 

د کېلاشیو ښځو ویډيو جوړونکی ونیول شو

د زیارت په ورځ د چترال پولیسو له پېښوره هغه تورن کس نیولی دی چې د کېلاش په بمبوریت سیمه کې یې د ځايي کېلاشیو ښځو ویډ‌یو د هغوی د اجازې پرته جوړوله. د ښځو ویډیو جوړونکی ملزم اېمل خان د پېښور نه نیولې دی.

Mashaalradio.com 

د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ بندیان له اډیالې زندانه خوشې شول

د اسلام اباد پولیسو د جون ۲۱مې نېټې پر ماخوستن د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او ملاتړي د راولپېنډۍ له اډیالې زندانه خوشې کړل. دوی د جون په څلورمه په اسلام اباد کې هله ونیول شول چې په شمالي وزیرستان کې د یوه انتظامي افسر هدفي وژنې او بیا د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د پښتون تحفظ غورځنګ د یوه مخکښ علي وزیر هرکلي ته پر ورغلیو کسانو د تشدد او تاوتریخوالي په غبرګون کې د غورځنګ مشر منظور پښتین د احتجاجونو اعلان کړی وو. د مشال راډيو ویډيو چې هدایت سلطاني ترتیبي بڼه ورکړې




Pa.azadiradio.com 

لحظات دردناک برای هواداران ارجنتاین

شکست ۳-۰ ارجنتاین در بازی دیشب برای هواداران این تیم خیلی دردناک بود. با این شکست سرنوشت صعود یا حذف ارجنتاین به دور بعدی به دیگر بازیهای گروه D وابسته شد. بیشتر در این گزارش ببینید.

Pa.azadiradio.com 

تېره شپه د بادغیس په اب کمري کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

راپورونه وايي چې تېره شپه د بادغیس په اب کمري ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو اولس سرتېري د طالبانو په یو برید کې وژل شوي دي. د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیک ازادي راډیو ته وویل، دا سرتېري په دې ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي. د ښاغلي بیګ په وینا، پولیسو د ولسي پاڅون له سرتېرو د مرستې غوښتنه وکړه او هغوی چې د موټرسایکلونو په وسیله د پولیسو مرستې ته روان وو، په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول چې اولس تنه یې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو ددې وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د اسلام اباد پولیسو د اډیالې بندیان خوشې کړل

ډاکتر سرور له زندانه تر وتلو وروسته مشال راډیو ته وویل، دوی، پولیسو تر احتجاج مخکې نیولي ول. ده وویل، د زندان دننه یې ۱۸ شپې یې په یوه خونه کې وکړې او پولیسو هېڅ بهر پرېنښودل چې د خلکو تکلیف ډېر وو.

Pa.azadiradio.com 

۴ هېوادونه د کډوالو په اړه د اروپایي هېوادونو غونډې ته نه ځي

هنګري، پولنډ، سلواکیا او چک جمهوریت د څلورو هېوادونو هغه ډله ده چې ویلي یې دي، د دې اوونۍ په پای کې به د کډوالو په اړه د اروپايي هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي. دې څلورو هېوادونو د کډوالو د منلو په برخه کې د لوېدیځې اروپا د هېوادونو په ځانګړې توګه، د جرمني له غوښتنې سره مخالفت کړی دی. د لوېدیځې اروپا هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني د اروپايي ټولنې له ټولو غړو هېوادونو غوښتي دي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې اروپا ته ورغلي کډوال دې خپلو کې ووېشي او خپله برخه کډوال دې ومني. د جرمني صدراعظمې انګیلا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایروزون له اقتصادي بحرانه د یونان د وتلو پر یوه پلان توافق کړی

د ایروزون هېوادونو پر یوه داسې پلان موافقه کړې چې یونان ته اجازه ورکوي، څو د مالي مرستو له اته کلن پروګرامه ووځي. له دې سره به یونان خپل ستر پورونه په بهتره توګه مدیریت کړای شي. د ایروزون د ۱۹هېوادونو د مالیې وزیران نن سهار وختي د لوکزامبورګ په ښار کې دې موافقې ته ورسېدل. د اروپايي ټولنې اقتصادي کمیشنر پیري موسکوویڅي دا غونډه تاریخي وبلله او ویې ویل چې د یونان اقتصادي بحران نن شپه همدلته پای ته رسېږي. د دې توافق پر بنسټ یونان کولای شي چې خپل میلیاردونو ایرو پورونو پرې کول د لسو نورو کلونو لپاره وځنډوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

وطندوست: افغان سرتيرو او طالبانو د سولې لپاره سوالونه راته کول

د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۱۳مه نېټه د افغانستان د هلمند ولايت له مرکز لښکرګا څخه اتو ځوانانو په هېواد کې د سولې راوستو په خاطر پر پښو سفر پېل کړ چې د څه باندې ۷۰۰ کلوميټره واټن په وهلو سره د جون پر ۱۷مه سرښار کابل ته ورسېدل.

Pa.azadiradio.com 

کرویشیا تېره شپه د ارجنټاین فوټبال لوبډلې ته ماته ورکړه

په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې کرویشیا تېره شپه ارجنټاین ته درې د صفر په ړاندې ماته ورکړه او له دې سره د شپاړسو غوره ټیمونو ډلې ته پرمختګ ورته اسانه شو. د نړۍ د فوټبال ستوري لیونیل میسي، د خپل هېواد ارجنټاین لپاره چې له کوچني هېواد ایسلنډ سره مخکینۍ لوبه یې هم یو په یو مساوي کړې وه، هېڅ ونشو کړای. ارجنټاین لاهم یو کوچنی چانس لري چې بلې دورې ته ووځي، خو په دې پورې اړه لري چې د نورو لوبو نتیجې به څنګه وي. کرویشیا بلې دورې ته له پرمختګ مخکې باید خپله راتلونکې لوبه د جون په ۲۶ مه له ایسلنډ سره وکړي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus