Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2018

Новости за 08.06.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې په طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یوځای شي، سبا ته په چین کې د شانګهای سازمان سرمشریزه پیلیږي او په هند کې د هوا له تودوخې سره اوبه کمې شوي دي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

ناټو: طالبان دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای

د ناټو عمومي منشي یو وار بیا وسله والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز ملاتړ وکړ او له هغوی هم وغوښتل چې د سولې خبرو ته کیني. ینس سټولټنبرګ نن د جمعې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې د افغانستان په اړه د دې تړون او د افغانستان په ماموریت کې یې د شاملو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو وویل: "طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای. موږ له دوی غواړو چې وسله کېږدي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو ته کیني." ناټو دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې نامعلومو وسله والو په یوه جومات کې ۲ تنه وژلي

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې پر یوه جومات د نامعلومو وسله والو په حمله کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور تپیان دی. د هرات د شینډنډ ولسوالۍ امنیې قوماندان عبدالوکیل وطن‌یار ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو چې شمېر یې دولسو تنو ته رسېده، نن غرمه مهال پر دې جومات حمله وکړه. د هغه په وینا وسله وال په تيښته بریالي شوي او تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. دا چې د دغې حملې تر شاه څه انګیزه وه هم څه نه دي ویل شوي او نه کوم وسله والې ډلې یې مسؤلیت منلی.

Pa.azadiradio.com 

ځواک: په لغمان ولایت کې چاودنې څلور تنه وژلي

په لغمان ولایت کې په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ۴ تنه وژل وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د لغمان ولایت د والي ویاند سرحدي ځواک ازادي راډیو ته وویل، شا و خوا دوه بجې او ۱۵ دقیقې د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د یونس چوک په سیمه کې په موټر سایکل کې د ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو چاودنه کړې چې له امله د مولوي محمد یونس شمه‎خېل په ګډون تر دې دمه څلور تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي چې زخمیان د لغمان د عامې روغتیا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د پېښې قربانیان ټول عام وګړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناټو له نوې ودانۍ سره اشنا شئ

د ناټو له نوې ودانۍ سره مو دلته اشنا کوو. له داسې ځای سره چې تر یو میلیاد ډالرو ډېر لګښت پرې شوی. دلته د برلین له زاړه دېواله نیولې د ۲۰۰۱ کال د سپټمر د یولسمې نېټې نښې نېښانې لیدلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

د ناټو له نوې ودانۍ سره اشنا شئ.

د ناټو له نوې ودانۍ سره مو دلته اشنا کوو. له داسې ځای سره چې تر یومیلیاډ ډالر ډیر لګښت پرې شوی. دلته د برلین له زاړه دیواله نیولې د ۲۰۰۱ کال د سپتمر د یولسمې نیټې نښې نښانې لیدلی شئ.




Pa.azadiradio.com 

وچکالۍ د مليونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړى

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په ٢٠ ولايتونو کې مليونونه کسان د سختې وچکالۍ له خطر سره مخامخ دي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې په زرګونو کسان د څښاک اوبو د نشتوالي او د کرنيزو ځمکو وچېدو له کبله له خپلو سيمو بېځايه شوي. په دې راپور کې د دغو ځينو بېځايه شويو له کړاوه ډک ژوند انځور شوى

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات او چین یوې موافقې ته رسیدلي

د امریکا متحده ایالات او چین یوې موافقې ته رسیدلي چې له مخې یې د ټیلیفون لوی چینایي شرکت «ZTE» کولای شي په امریکا کې فعالیت مخ ته یوسي، خو پر ایران او شمالي کوریا د لګول شویو بندیزونو څخه د سرغړونې په خاطر به نور یو میلیارډ ډالره جریمه پرې کوي. دغه اعلان پرون وشو. له دې مخکې دې شرکت د دغو سرغړونو په خاطر ۸۹۲ میلیونه ډالره جریمه تحویل کړې وه. د امریکا د سوداګري چارو وزارت وویل چې «ZTE» به دغه راز ۴۰۰ میلیونه ډالره هم د ضمانت په توګه ږدي چې که یې بیا سرغړونه وکړه هغه به ضبطیږي.

Pa.azadiradio.com 

نیکلسن: پر طالبانو د حملو بندول به پر داعش حملې سختې کړي

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لوړ پوړی قوماندان وایي، پر وسله‎والو طالبانو د افغانستان د حکومت د حملو بندول به د دوی ځواکونو ته د دې ښه امکانات برابر کړي چې په‎دې هېواد کې د اسلامي دولت پر ډلې یا داعش حملې سختې کړي. په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه څرګندونې نن جمعه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې خبريالانو ته وکړي. نیکلسن وویل، دی اټکل نه‎کوي چې وسله‎وال طالبان به د افغان ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې اوربند ومني کنه؟ خو د هغه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بریتانیا نه د افغان تولیداتو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه!

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس له بریتانیا وغوښتل چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي. عبدالله عبدالله له بریتانیا څخه د درې ورځنۍ کتنې په ترڅ کې د بریتانیا د نړیوالو پرمختیایي چارو له وزیرې پیني لوپ ماري سره وکتل. د اجرائیه ریاست له‎خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله دغه راز له مېرمن ماري غوښتي چې له هېواده یې تمه کوي چې د افغانستان په اړه په نړیواله اقتصادي غونډه کې چې روان میلادي کال په نوومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې جوړېږي فعاله ونډه واخلي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بریتانیا د افغان تولیداتو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس له بریتانیا وغوښتل چې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د تولیداتو په رسېدو کې مرسته وکړي. عبدالله عبدالله له بریتانیا څخه د درې ورځنۍ کتنې په ترڅ کې د بریتانیا د نړیوالو پرمختیایي چارو له وزیرې پیني لوپ ماري سره وکتل. د اجرائیه ریاست له‎خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې ښاغلي عبدالله دغه راز له مېرمن ماري غوښتي چې له هېواده یې تمه کوي چې د افغانستان په اړه په نړیواله اقتصادي غونډه کې چې روان میلادي کال په نوومبر میاشت کې د سویس په جینوا کې جوړېږي فعاله ونډه واخلي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا پارلمان د روسیې له‎خوا یو پلان تصویب کړ

د بلغاریا پارلمان د روسیې له‎خوا د هغو اټمي تأسیساتو د جوړولو پلان تصویب کړ چې پنځه کاله یې د مالي ستونزو او هغو اندېښنو له کبله چې ښایي په‎دې سره د دې هېواد د انرژۍ ډېره اتکا پر روسيې وشي، د اندېښنو له کبله ځنډیدلی و. د پارلمان وکیلانو دغه پلان ته ۱۷۲ مثبتې او ۱۴ منفي رأی ورکړي. د بلغاریا د صدراعظم بویکو بوریسوف له‎خوا د وړاندې شوې دغې پراختیایي پروژوې کار به چې د دانوب د سیند په غاړه جوړېږي، د اکتوبر د میاشتې له پایه پیل شي. بلغاریا تراوسه د دغو تأسیساتو په جوړولو یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالره لګولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولادیمیر پوتین د چین پلازمېنې پیکنګ ته ورسېد

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چینایي مشرانو سره د خبرو او د شانګهای د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې پیکنګ ته ورسېد. ټاکل شوې چې پوتین به نن له خپل چینایي سیال ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري او په ډوه اړخیزو اړیکو او سیمه‎ییزو او نړیوالو مسایلو به خبره وکړي. پوتین به همدا شان د چین له صدراعظم لي قیکیانګ سره هم خبرې وکړي. د قزاقستان او قرغزستان ولسمشران له مخکې د چهارشنبې په ورځ چین ته رسیدلي دي. چینایي چارواکو ویلي چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به مخکې له‎دې چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

څېړنه: د استرالیا ځواکونو په افغانستان کې جنایات کړي

د اسټرالیا سیمه‎ییزې رسنۍ وايي، د دې هېواد یوې پټې حکومتې څېړنې ادعا کړې چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایات ترسره کړي.  د دې څېړنو یو سند چې رسنیو ته په لاس ورغلی، د اسټرالیا ځانګړی هوايي ځواک په افغانستان کې د عملیاتو پرمهال د اجازې پرته او غیرې قانوني زور زیاتي په کارولو تورنوي. یوې سیمه‎ییزې ورځپاڼې د دې راپور په حواله ویلي دي چې ځیني سرتېرو انساني ژوند او کرامت ته ناپامي کړې او پوځ یې دا اعمال پټ کړي وو.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus