په فارياب ولايت کې وضعيت د عادي کېدو په حال کې دى
د دې ادارې رئيس متين بېګ نن ازادي راډيو ته وويل، په فارياب کې مظاهرې پاى ته رسېدلي او د ښوونځيو په ګډون ټولې ادارې پرانېستل شوي دي.
نوموړی وايي:
"د ميمنې او فارياب وضعيت په ټوله کې ښه دى، له پرون شنبې راهيسې ټولې دولتي ادارې پرانېستل شوي او په عادي ډول خپلې چارې مخ ته وړي. د ښوونځيو په ګډون ټولې دولتي ادارې پرانېستي دي."
د فارياب د قيصار د سرپرست امنيه قوماندان او د پاڅونوالو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د سلاکار نظام الدين قيصاري نيول کېدل، د هغه د پلويانو د مظاهرو سبب شول.
مظاهره چيانو چې د قيصاري د خلاصون غوښتنه يې کوله، په اندخوي کې د اقينې بندر لار يې د کانټينرونو په ذريعه بنده کړې وه.
راپورونه وايي، په دغو مظاهرو کې تاوتريخوالى هم شوى دى.
جمهوري رياست وايي نظام الدين قيصاري د خلکو د شکايتونو پر اساس نيول شوى او لويې څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.