پکتیکا کې د فني او حرفوي زدهکړو ۶ میاشتنی پروګرام پيل شو
د دغه ولایت د رسنیز دفتر لهخوا رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام له لارې به په ۷ بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۱۵۰ تنو ته روزنه ورکړل شي.
د دغې اعلامیې له مخې د پکتیکا والي الیاس وحدت د دغه پروګرام د پرانېستې پرمهال ویلي چې فني او حرفوي زدهکړې د خلکو په ژوند او د بې کارۍ د کچې په ټيټولو کې مهم رول لري.
ښاغلي وحدت پهدې برخه کې له اړوندو مسوولینو غوښتي چې دغه پروګرام په سمه توګه پرمخ يوسي، څو ګډونوال ترې لازمه استفاده وکړي.