مايک پومپئو د شمالي کوريا وروستي تورونه کم اهميته وګڼل
مايک پومپئو وايي، پر دغه هېواد به بنديزونه تر هغو دوام کوي چې پيونګ يانګ د خپل رهبر کيم جونګ اون له ژمنې سره سم، له خپلو اټمي وسلو لاس نه وي اخيستى.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير نن په توکيو کې د جاپان او جنوبي کوريا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره تر خبرو وروسته وويل:
"بنديزونه به تر هغو پرځاى پاتې وي چې له اټمي وسلو د تصفيې جزئيات په بشپړ تصديق شوي نه وي، لکه څنګه چې د شمالي کوريا مشر کيم جونګ اون ورباندې موافقه کړې وه."
تردې مخکې شمالي کوريا پر امريکا تور لګولى و چې پيونګ-يانګ ته د پومپئو تر سفر وروسته له اټمي وسلو د لاس اخېستلو لپاره ورڅخه "بدمعاشانه-ډوله" غوښتنې مطرح کوي.