چارواکي: د خوست په باک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي
عبدالواحد پټان چې د يوه دولتي هيئت په مشرۍ د باک ولسوالۍ په پهلوانخېلو کلي کې د پېښې ځاى ته ورغلى و، نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل:
"پنځه کسان چې يو په کې د دارالمعلمين محصل، يو ډرېور، دوه ملا صاحبان وو او يو عادي وګړى و چې د يوې کورنۍ وو، وژل شوي، يو پنځه کسيز هيئت ټاکل شوى چې دا موضوع په دقيق ډول وڅېړي."
د خوست د والي مرستيال وويل، ځايي خلکو د وژل شویو جسدونه د ولسوالۍ مخې ته وړي وو او د خوست- ځاځي میدان لاره يې تړلې وه، خو دوی خلک قانع کړل چې خپل مړي خاورې ته وسپاري او د پېښې د پلټنې پایلو ته په تمه شي.