روغتیايي مسؤلين: په ارزګان کې طالبانو د پولیو ضد واکسینو مخه نیولې
د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو د کمپاین لړۍ چې باید څو ورځې مخکې پیل شوې وای، لا تر اوسه ځکه نه ده پیل شوې چې وسله والو طالبانو يې مخه نیولې او د تطبیق اجازه نه ورکوي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس خان اغا میاخېل په دې اړه د یکشنبې په ورځ وویل چې د پولیو ضد واکسینو په دې کمپاین کې یو لک ۸۸ زره ماشومان له واکسینه څخه بې برخې دي چې مرکز ترینکوټ او ټولې ولسوالۍ پکې شاملې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې له دولت څخه غوښتنه کړې وه چې دولت دې د دوی ترحاکمیت لاندې سیمو کې د بیا رغونې پروژې پیل کړي.