د خېبرپښتونخوا په مومندو کې اپوزیشن ګوندونو نن [د نومبر ۳۰مه] يو ځل بيا د پاکستان پر وزیراعظم عمران خان غږ وکړ چې له خپلې دندې دې استعفا وکړي. د جمیعت علما اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو رهبر کمېټۍ د مومندو په غلنۍ کې احتجاج او لاریون وکړ. مظاهرچیانو ترڅه وخته پورې لویه لاره هم تړلې وه. نور حال د شاهنواز ترکزي په ويډيويي راپور کې واورئ.
د پاکستان د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې پښتانه کاروباريان وايي، د دې ځاى پوليس يې ځوروي او پېسې ترې اخلي خو د پوليسو په وينا دوى يوازې له مشکوک کسانو او له هغه چا پلټنې کوي چې شناختي کارډ ورسره نه وي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي راپور وګورئ.
پاکستان وايي د امريکايي ولسمشر د دې اقدام هرکلی کوي چې له طالبانو سره د خبرو بيا پېلولو له لارې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.
په پاکستان کې د مترقي زده کوونکو سازمان تر سیوري لاندې د زده کوونکو د بېلا بېلو سازمانونو او ډلو غړو د نومبر پر ۲۹مه د خپلو حقونو
د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي برخې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي ، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېواله دي.
د پاکستان حکومت وايي ، دوي هڅه کوي چې د ملک د ادارو ترمنځ د ټکر د مخنیوي په موخه د تل لپاره دا مسله هواره کړي.