د نومبر په ۲۹مه په ټول پاکستان کې زده کونکيو د خپلو حقونو او د خپلو تنظيمونو د بحالۍ لپاره لاريونونه وکړه. په پېښور کې هم زده کونکيو د لاريون پر مهال له حکومتونه غوښتنه وکړه چې تعليمي ادارو کې ورته اسانۍ ورکړي او د زده کونکيو تنظيمونه بيرته بحال کړي. دغه احتجاج يا لاريون ته د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه ورغلى او دا وېډيو راپور يې جوړ کړی دی.
د دې اونۍ د مشال رېډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د هغو زده کونکو له مشرانو سره خبرې کړي چې د نومبر په ۲۹ مه يې په ټول پاکستان کې د زده کونکو د یو والي لاریونونه ترسره کړل. دې زده کونکيو او د خپرونې نورو ګډونوالو وويل چې زياتره زده کونکي د تعليمي نصاب او نورو قدغنونو له کبله غېرسياسي شوي او اند چې د خپلو حقونو لپاره هم نه راوځي نو همدغه وجه ده چې زياتره زده کونکو په يووالي مارچ کې برخه وانخسته. دوی وايي له ځينو زده کونکو سره د جنسي ځورونو ،زياتو تعليمي فيسونو او نورو ستونزو مخه به هله نيول کیږي چې له يونينو بنديز لری کړل شي. Читать дальше...
د خوست هوايي ډګر ته د دوو ازمایښتي پروازونو په لړ د نومبر پر ۲۸مه دې ولایت ته د ملکي الوتکو رسمي پروازونه پیل شول. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.
دغه لوبې چې د معذورانو د خېر ښیګړې ادارې فرینډر اف پیراپلیجیکس د سره صلیب نړیوالې ادارې په مرسته د پېښور په اسلامیه کالج کې جوړې کړي، پکې د ملک د بېلا بېلو سيمو شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
طالبانو دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې باور ښودلی وو چې طالبان به په اور بند سلا شي.
د پکتیکا په خیرکوټ او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه، دېرش بستریز روغتون، دوه استنادي دیوالونو او یو خامه سړک د جوړولو کارونه پیل شول.
د پکتیکا په خیرکوټ او جاني خېلو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه، دېرش بستریز روغتون، دوه استنادي دیوالونو او یو خامه سړک د جوړولو کارونه پیل شول.
سیال د پېښور په یو روغتون کې تر اوږدې بیمارۍ تېرولو وروسته په بنو کې په خپل کور کې وو، او داسې مطمین ښکارېدو لکه یو قوي او ماهر پایلټ چې جهاز له اوږده مزل وروسته خپل منزل ته په خیر خیریت سره رسولی وي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره شپه افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ او هلته يې د وينا پر مهال پر افغان سوله، اوربند او په دغه هېواد کې د امريکايي سرتېرو پر شمېر کمولو خبرې وکړې. احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي چارو له پوه مشتاق رحيم سره د ټرمپ د سفر په اړه مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورنه پوښتنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ دا سفر څه پېغام لري؟
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.