د پښتو ژبې نومیالی شاعر او ادیب غازي سیال جنازه د نومبر پر ۲۸مه په بنو اخوندان منډان کې وشوه چې د خېبر پښتونخوا په ګډون د نورو سیمو خلک ورغلي ول. ځینو شاعرانو او لیکوالانو د هغه په اړه مشال راډیو سره خبرې کړې دي. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
شمالي افغان په وروستيو کې د "کوک سټوډيو" په نوم د موسيقۍ په يوه مشهوره خپرونه کې پښتو سندره وويله.
د پاکستان سپريم کورټ ددې هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده په مشروط توګه تر شپږو مياشتو پورې غځولې ده. عمران خان د فيصلې په غبرګون کې ويلي چې له دې سره د پاکستان دښمنان مايوسه شوي دي. ويډيو: رويټرز اژانس راپور او ايډيټ: عبدالحی کاکړ
اپوزيشن په طنز کې عمران خان ته د اليکټډ پرځای سیلېکټېډ وزيراعظم یاني منتخبه شوی نه بلکې چوڼ او ګومارل شوی وزيراعظم وايي
د سوات یوه تحصیل کبل په کانجو کې يو تن د ډوډیو پخولو بټۍ/مشیني تنور لګولی او ډوډۍ پکې له بازاره ۴۰٪ په ټیت نرخ پلوري. ځايي ولس وايي که سرکار د هېواد په ښارونو او ښارګوټو کې دغه ډول مشیني تنورونه ولګوي نو بې وزله ولس ته به ترې لویه ګټه ورسېږي. نيازا حمد خان یې په اړه ويډيو راپور
د جنرال قمر باجوه کاري موده د نومبر پر ۲۸مه نېټه پای ته رسېږي او نن له حکومت سره یوازینۍ ورځ ده چې سپریم کورټ قانع کړي.