د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر نهمه نېټه د هند او پاکستان ترمنځ د کرتار پور لارې رسمي پرانېسته وکړه.
په پاکستان کې د ګوزڼ یا پوليو ناورغۍ دوه نور کيسونه ثبت شوي چې ورسره په روان کال کې د ګوزڼ وهلیو شمير ۸۲ ته رسېدلی دی.
د مشال راډيو په ځوانانو غږ خپرونه کې د خېبر ضلعې ځوانان، مدني فعالان او پوليس چارواکي وايي چې په دې سيمه کې د ايس په نوم نشه ډېره زياته شوې او ځينې زده کوونکي او ماشومان هم په دې نشه روږد دي.
د جميعت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ويلي وايي ، د حکومت مذاکراتي کمېټۍ که بیا خبرو اترو ته ورځي نو د عمران خان استعفا دې له ځان سره وروړي ګني د هسې ورتلو ضرورت نشته.