د چین په سیکیانګ کې د یوغور مسلمانانو دفاعکوونکیو یوې ډلې ویلي د نیزدې ۵۰۰ کیمپونو او جیلونو په اړه يي مالومات راټول کړي. د دوی په ادعا د چین حکومت نېږدې یو میلیون یوغوریان پکې ساتلي دي. په دغه اړه د اې ایف پي خبري اژانس د یو راپور مهم ټکي شاهین بونیری وړاندی کوي.
ماسټر رحيم ګل وايي، غزل يې زيات خوښ دی خو وخت په وخت ولسي سندرې هم وايي.
د دفاع وزارت شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۳۰۰ تنه داعش جګړه ماران او د کورنیو غړي یې په ننګرهار کې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
د افغانستان خوست ولایت په اداري کمپلیکس کې یو سرکاري مېلمستون د چارشنبې په ماښام ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په دې مېلمستون کې پر یوه وخت ۱۰۰ مېلمانه پاته کېدلی شي. نجیب الله الوخېل یې ویډيو راپور کښلی دی.
جمعيت علمای اسلام ف د ازادۍ مارچ دوهم پړاو په ترڅ کې د ملاکنډ ډیویژن سړکونو بندولو لړۍ پیل کړې ده او په دغه لړ کې د جميعت علمای اسلام کارکنانو د ملاکنډ مرکزي سړک تړلي دي. زموږ خبريال نياز احمد خان د احتجاج له ځایه راپور راکوي
د جميعت علمای اسلام په مشرۍ د حکومت پرضد د اسلام اباد مارچ بېګاه ختم شو او په احتجاج کې شامل خلک کورونو ته روان شوي دي. مولانا فضل الرحمن د احتجاج دوهم پړاو اعلان وکړ چې له مخې به يې اوس د هېواد لوی لوی سړکونه تړل کېږي. دا مارچ د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه اسلام اباد ته رسېدلی وو چې د وزيراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه يې کوله. په دې اړه د احمدالله رپورټ اورو.
ټاکل شوې چې د سريلنکا کرکټ لوبډله به راتلونکې مياشت پاکستان ته سفر کوي او هلته به د دې هېواد د کرکټ له ملي لوبډلې سره د ټېسټ لوبو دوې سيالۍ کوي.
د شمالي وزيرستان ميرامشاه بازار دکاندارانو له سرکاري پلاوي سره تر خبرو وروسته په دې ډاډ خپل احتجاج پای ته ورساوه چې چې په پوځي عملياتو کې د څه نا څه اووه زرو وران کړيو دوکانونو مالکانو ته به اووه اربه روپۍ معاوضه ورکول کېږي. د عمر وزیر راپور
د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د نومبر پر ۱۳مه د حکومت پرضد د احتجاج دوهم پړاو اعلان کړ او وي ويل چې دا پرامنه وي.