د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکي ادريس خټک ورور اوېس خټک وايي د جمعې پر ورځ به په پېښور های کورټ کې د هغو ادارو خلاف کېس جمع کوي چې د ده ورور يې تښتولی دی او غوښتنه به ورته کوي چې ورور يې عدالت ته حاضر کړي. د ده په خبره چې په ورور يې څه قسمه تورونه وي نو بايد چې په عدالت کې ورته د سپيناوي موقع ورکړل شي ځکه چې دا يې قانوني حق دی. پاکستانیو چارواکیو پر دغه پېښه هېڅ غبرګون نه دی کړی. خو د واکمن پاکستان تحریک انصاف یوه پارلېماني غړي اقبال اپرېدي ویلي، پاکستاني امنیتي ځواکونه کله هم یوڅوک بې دلیله نه... Читать дальше...
سږ کال د افغانستان په هرات ولایت کې د زعفرانو کښت او تولید زیات شوی او بازار یې هم ښه و، خو بزګران او سوداګران د افغانستان په نوم د ایران د زعفرانو پر پلورلو اندېښنه ښیي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان چيف جسټس اصف سعيد کوسه د نومبر پر۲۰مه د ايکشن اېن ايډ اف سيول پاورز مقدمې اورېدنې پر مهال وويل چې دا قانون غير اييني او د بشري حقونو ضد دي.
په اسلام اباد کې د نومبر په نولسمه د خصوصي عدالت قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ کې درې کسیزه بېنچ د پخواني امر جنرل پروېز مشرف پرضد د سنګینې غدارۍ مقدمې فیصله محفوظ کړې او وايي د روانې میاشتې په اته ویشتمه به يې اوروي.
سردار يوسفزي پر يوه نوي البم کار پيل کړی چې ټول شعرونه يې د ملاکنډ د يوه نوميالي شاعر ارواښاد ډاکټر عبدالخالق زيار دي.
د سوات تحصيل کالام او مټې په منځ کې د کږې ډنډ يو ډېر ښکلی ځای دی خو سيلانيان یې ډېر لږ دي. نیاز احمد خان پرې ویډیو رپورټ لري.
۵۶ کلن خټک له امنیسټي انټرنیشنل سره رسمي دنده لري او هغه په خیبر پښتونخوا او پخوانۍ فاټا کې د بشري حقونو سرغړونو په ګډون په زوره تښتونو ګڼې قضیې/کیسونه سند کړي دي.
د نړیوال تروریزم په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.