د پاکستان حکومتي وکيلانو په خېبر پښتونخوا کې امنيتي ادارو ته د ډېر واک ورکولو قانون دفاع کړي او دې لړ کې يې د روانې مقدمې ځنډول غوښتي دي.
په خوست کې د تخته بېکې تاریخي کلاګانې شاوخوا ۱۰۰ کاله پخوا جوړې شوې وې خو اوس چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې ودانۍ یې ورستې شوې دي. د خوست والي وايي، د کلاګانو رغولو اراده یې کړې ده. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خیبر پښتونخوا د شبقدر په مټې مغل خېلو کې د خامتا جوړولو لسګونه کارخانې تړل شوې دي. د کارخانې مالکان وايي، د دې لامل د برېښنا کموالی او پارچاو (لوډ شیډېنګ) دی. د کارخانو د تړل کېدو له کبله سلګونه کارګران بې روزګاره شوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره يو مشوراتي بورډ ګومارلی دی چې د دغه ناروغۍ په باب د مذهبي ډلو ټپلو اندېښنې ختمې کړي او هغوی همکارۍ ته رابولي. په پاکستان کې سږ کال ګوزڼ نېږدې ۹۲ ماشومان وهلي چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا دي. مجيد بابر یې په اړه راپور لري
د بهرنیو چارو وفاقي وزیر شاه محمود قریشي وویل سیپېک منصوبه یوازې د پاکستان په ګټه نه ده بلکې دا د ټولې نړۍ په ګټه ده او که امریکا غواړي نو هم په دې کې سرمایه کاري کولی شي.
د کورنیو چارو وزارت په یکشنبه تایید کړه چې یو بهرنی وګړی د یکشنبې ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګرو ملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو.
د نومبر پر ۲۴مه په اسلام اباد کې کلنۍ کلتوري مېله پای ته ورسېده. مېلې ته ګڼ خلک ورغلي ول چې نه یوازې یې کلتوري شیان ولیدل بلکې د بېلا بېلو سیمو له خوړو یې هم خوند واخیست. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان کندهار د انارو پیدا کوونکو له لویو ولایتونو څخه یو دی خو سږکال پکې حاصلات کم دي. کروندګر وايي، د دوا نه پاشلو، خراب موسم او پاکستان ته د انارو پر برامداتو د مالیو لوړېدو له وجې راتلونکي کال ته هم اندېښمن شوي دي. په اړه یې د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد د تګلارې جوړولو لپاره سبا ګڼ ګوندیزه غونډه رابللې ده.