د افغانستان په کندهار کې د درې کلنې ماشومې "مدینې" رواني حالت تر هغه وروسته اغېزمن شوی چې وسله والو د اکتوبر پر ۳۱مه د هغې مخته پلار ور وواژه. دې پېښې په افغانستان کې جدي غبرګونونه راپارولي دي. نور حال د صادق ريښتيني په ويډيويي راپور کې واورئ.
د جمعیت علما اسلام ف ګوند په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ ۹ سېکټر او کشمير های وې د ازادۍ مارچ په نوم د احتجاج ګډونوال نن په درېيمه ورځ هم موجود دي او وايي چې د خپلو مشرانو تر راتلونکي امر پورې به دلته ناست وي. نور حال د عمران يونس او احمد الله په ويډيويي راپور کې واورئ.
د حکومت مذاکرتي ډلې ويلي چې د وزيراعظم عمران خان د استعفا پرموضوع د خبرو هېڅ امکان نشته.
د افغانستان د خوست ولايت اوسېدونکي له افغان حکومت غوښتنه کوي چې فارم باغ دې په اساسي توګه ورغوي. فارم باغ د خوست ولایت له ښو تفریحي سیمو څخه ګڼل کېږي. نور حال د نجيب الله الوخېل په ويډيويي راپور کې واورئ.
د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل رحمان ویلي د عمران خان د حکومت مرسته کول به په نړۍ کې چیرې هم ونه ستایل شي.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان نن د دې لپاره د تحریک انصاف د مشرانو غونډه رابللې چې د اپوزېشن له خوا د حکومت ضد روان
په پاکستان کي د لږکیو یا اقلیت د حقونو د تحفظ لپاره د سپریم کورت له لوري جوړ شوي د قومي کمیشن پلاوی کوټې ته تللی او هلته یېد اقلیتونو د ستونزو جاج اخیستی دی.
د نن په "ځوانانو غږ" خپرونه کې مو پر دې خبرې کړي چې د حکومت پرضد د جميعت علما اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د اپوزيشن ګوندونو د "ازادي مارچ" په نوم احتجاج ته ځوانان څنګه ګوري؟ په خپرونه کې د جميعت طلبا اسلام يو مشر احسان الله احسان او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د مرکزي اجرايوي کمېټې يو ځوان غړی اخوندزاده حسېن مېلمانه دي. د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.
زېبا مسود خان په پېښور کې د – لکي اینېمل پروټکشن سنټر – په نامه د ځناورو یو داسې ساتنځای چلوي چې زیاتره پکې سپي ساتل شوي دي.
د نومبر پر دویمه د ملګرو ملتونو له اړخه په نړۍ کې د خبریالانو پرضد جرم کوونکو ته د معافۍ نه کولو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.
د پاکستان سپریم کورټ هغه درخواست د اورېدنې لپاره منظور کړی دی چې په خیبر پښتونخوا کې امنیتي ادارو ته د پراخ واک ورکولو مخالفت پکې شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند په مشرۍ د ازادۍ په نوم مارچ کې د اپوزیشن ګوندونو مشران سیاسي یتیمان بللي او وېلي یې دي چې په دې احتجاج د پاکستان دوښمنان خوشاليږي.