د لاریون تر پېلېدو یوه ورځ مخکې د اپوزېشن ګوند مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف د درغلۍ په کېس کې ضمانت منظور شو. په اسلام اباد کې د پرلت وهلو پر څلورمه ورځ د شریف د لور مریم نوازشریف هم په ضمانت له زندانه خوشې شوه.
ه قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. د پوځ روزنه د سرحد ساتنې لپاره شوې، د پولیسو بېله روزنه شوې. دلته پوځ د پولیس کار کوي نو ځکه پکې وخت په وخت بدرنګي پیدا کیږي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي
سعودي عرب چې په تېر وختونو کې به پرې اکثره له دې کبله نيوکې کېدې چې په دې هېواد کې یې د بشري حقونو سرغړونه کيږي خو په شا وخوا تېرو دولس مياشتو کې يې په ړومي ځل ګڼ د اعلا کچې د سپورټس او نور تفريحي پروګرامونه کړي دي او خپلو پاليسيو کې يې بدلون راوستی. دا پروګرامونه چې پرې په ميلنونه ډالره مصرف شوي پکې نړيوالو لوبغاړو او نورو مشهورو خلکو هم برخه اخستې. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس راپور له اسرار عالم مومنده اورو
د جمعیت علمای اسلام ف ګوند په مشرۍ ازادي مارچ کې ګډون لپاره د ملک د مختلفو برخو راغلي مظاهرين له تېرو یکشبنې ورځو راهيسې په اسلام اباد کې موجود دي خو له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د شپې لخوا بارانونه پیل شوې دي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس
وږمه وايي، د پېښور راډيو او ټيليويژن ترځنګ د شاوخوا ۸۰۰ پښتو فلمونو لپاره يې سندرې ويلې دي.
مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ
په کوټه کې د زړو ښځو ښېګړې اداره کې هغه بې وزله ښځې ساتل کېږي چې هېڅوک نه لري او یا یې د بېلا بېلو ستونزو له کبله خپل کورونه پرېښي او دلته یې پناه اخستې ده. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي ريورټ وګورئ.
مولانا فضل الرحمن وويل پاکستان له مالياتي بحران سره مخامخ دی او که راتلونکې بجټ هم دې موجوده حکومت وړاندې کړ نو د ملک معيشت به په مکمله توګه تباه شي.
د جميعت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په پاکستان کې ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي. نوموړي دا څرګندونې د نهې/سېشنبه په ماسخوتن په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې کولې. ویډیو اېډیټ:هدایت سلطاني
ليکنه کاږي، په نړۍ کې ډېنګي ناروغي له ۱۹۷۰مو کلونو راهيسې ورو په ورو سېوا شوې، چې غټ لاملونه يې د تودوښې د کچې لوړوالی او بې وخته بارانونه دي.
امنسټي انټرنیشنل وايي، حکومت باید پروفیسر اسماعیل ته د بیان ازادۍ او د خپلې لور ګلالۍ اسماعیل په حق کې د اواز پورته کولو په بدل کې سزا ورنکړي.
د پښتو سندرغاړی او کمپوزر ماسټر علي حیدر وایي خوشحاله دی چې پښتو موسیقۍ ته اوس لوستي کسان هم راغلي دي. د نوموړي په وينا نوي سندرغاړي بايد په حرفوي بڼه موسيقي زده کړي ځکه د کمپيوټري سندرو له لارې پښتو موسيقي له زوال سره مخامخېدلای شي. له نوموړي سره مرکه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وګورئ.