په اسلام اباد کې د جمیعت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو احتجاج روان دي. مولانا فضل الرحمان وايي، وزیراعظم عمران خان دې دوو ورځو کې استعفا ورکړي. پر دې موضوع د مشال راډيو ځانګړی ویډیويي بحث وګورئ چې ګل ایاز او داود خټک یې وړاندې کوي.
د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ د اسلام اباد په اېچ -۹ سېکټر کې د 'ازادۍ مارچ' ګډونوالو ته چې د اپوزېشن ګوندونه یې ملاتړي دي مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې د پاکستان واکدارانو ته د دوو ورځو مهلت ورکړ چې له وزیر اعظم خان څخه دې استعفا واخلي که نه نو په دغه غونډه کې دوې ورځې بس د راتلونکې تګلاره ټاکي
د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان په پنجشنبه د شمالي وزيرستان ميرامشا کې یوې ولسي ناستې ته وویل، د سیمې لپاره اعلان شوي ټول ترقياتي کارونه به سر ته رسیږي خو پر دې مهال مشرانو شکايت کولو چې وزيراعظم او نورو چارواکو اعلانونه کړي خو عمل نه پرې کېږي. د عمر وزیر ویډيو راپور
د ټولنیزو رسنیو افغان کارونکو د کوچنۍ لور په وړاندې د یو پلار وژلو پراخ عکس العلمونه ښودلي دی او ډېرو یې دا یو وحشیانه برید بللی.
د بلوچستان په لورالايي کې د پوليسو په ډزو د ترهګر په تور وژل شوی ظاهر خان اوتمانخېل سپین کړل شوی او هغه ته به د ((شهيد)) مراعات ورکول کېږي.
د مسلم ليګ ن، پيپلز پارټۍ، عوامي نيشنل پارټۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نورو سياسي ګوندونو مشران او کارکنان هم په دې لاریون کې برخه اخلي.